د اسلامي حکومت په پیاوړتیا کې د ورزشکارانو ونډه

پخوا په ډېری برخو کې داسې کسان پر افغانانو واکمنان وو، چې په خلکو کې یې هېڅ راز رېښه نه درلوده. له همدې امله ولس له حکومت ستړی شوی و او ورځ تر بلې د حاکم او رعیت فاصله ډېرېدله. اوس د اسلامي حکومت پر راتګ سره، اړینه ده چې ټول افغانان سره یو موټی شي او د حکومت مسوولینو ته لاس ورکړي. 

شک نشته چې ډېری ستونزې له پخواني حکومت پاتې دي او دا به هم حل شي. 
ورزشکارانو هم ستونزې لرلې او لازمه نه ګڼم چې ټولې په دې لیکنه ولیکل شي. د دې لیکنې موخه د اسلامي حکومت په پیاوړتیا کې د ورزشکارانو ونډه ده. په سر کې غواړم د ورزشکارانو او ورزش د ارزښت په اړه لنډ تاریخي معلومات وړاندې کړم.

ورزشکاران په هره ټولنه کې خورا ارزښت لري او خپل هېواد ته ویاړونه ګټي. مخکې د ورزشکارانو پر مټ امپراتورۍ چلېدې او له خپل هېواد څخه به یې دفاع کوله. په مډرنه نړۍ کې ورزشي فعالیتونه د تجارات او ویاړونو ګټلو په پار ترسره کېږي.

که بشري تاریخ ژور مطالعه کړو، ورزش او ورزشکارانو په ټولنه لویه اغېزه درلوده. په افغانستان کې هم ډېری ورزشي څانګې فعالې دي او ځوانان د خپلې  جسمي، رواني روغتیا په پار او دا چې ویاړونه وګټي، تمرین کوي.

له ډېره نېکه مرغه په افغاني ټولنه کې هم ورزشکاران ځای لري او خلک په درنه سترګه ورته ګوروي. همدا ورزشکاران وو چې هېواد ته یې ګڼ ویاړونه وګټل او له نورو هېوادونو سره یې افغانستان په ورزشي ډګر کې سیال کړ.

په هره ټولنه کې چې ورزشکاران ډېر وي، په هماغه کچه جرمونه او له نېشه یي توکو څخه ګټنه کمېږي.

همدا راز ورزشکاران د یووالي او ورورولۍ غوره ممثلین دي. هرکله چې په بهر کې لوبې ترسره کېږي، ټول افغانان د یووالي احساس کوي. 

ورزشي فعالیتونه فرهنګي فاصلې را لنډوي او په آسانۍ سره یو ورزشکار له بل سره د لوبې ډګر ته ننوځي. 

همدا راز په ورزشي فعالیتونو کې چې کوم لوی احساس پروت دی، هغه دا دی چې هممهاله خلک پر یوه ټغر راټولوي. 

 ورزش په صحي، رواني لحاظ هم ګټور دی او ورزشکاران د ویاړونو ګټلو ته هم چمتو کوي. که چېرته پر ورزشي فعالیتونو، معنوي او مادي پانګونه وشي، له شک پرته چې ټولنه به د یووالي لور ته مخه کړي. همدارنګه که زموږ ورزشکاران د اسلامي حکومت په استازولۍ بهرنیو لوبو ته جوګه شي، د اسلامي حکومت وزن به په نړیوالو ستېجونو کې لا هم دروند شي او یو روښانه تصویر به دا حکومت په نړیواله کچه ولري.

په تېر حکومت کې فساد پر ټولو برخو سیورۍ غوړلی وو او ورزشکاران هم نه وو ترې پاتې. اوس چې اسلامي حکومت حاکم شوی دی، ورزشي څانګې به لا پرمختګ وګړي. ځکه په دې حکومت کې فساد نه دی شونی. دغه راز د افغانستان ملي او دودیزې لوبې له پخوا مودې ډېرې کمرنګه شوې وې او اسلامي حکومت به دا ویاړونه یو ځل بیا را ژوندي کړي.

په سر کې لازمه ده چې ټول ورزشکاران بېرته خپلو ورزشي فعالیتونو ته ور وګرځي. د ورزشي فعالیتونو له پیلېدو سره سم، حکومتي مسوولین باید داسې مسیر ورزشکارانو ته وباسي چې په کور دننه د یووالي سبب شي او ټولنه د نېشه یي توکو او جرمونو څخه تر یوې کچې پاکه کړي. وروسته د ملي ټیم اتلان باید په بهرنیو لوبو کې ګډون وکړي، چې بهرني ویاړونه د هېواد په ګټه خپل شي.

مخکې د ورزش لپاره سمبولیک فعالیتونه کېدل؛ له همدې امله د ورزشکارانو اثر کم وو. اوس به ریښتینۍ خدمت ورزشکارانو ته وشي او دا کسان به د یوې پاکې، ځواکمنې او صحتمندې  افغاني ټولنې استازي وي.

لنډه دا چې ورزش او ورزشکاران په هر ټولنه او فرهنګ کې ستایل شوي دي او د ورزشي کتلې مثبت اثرات هم پر ټولنه له پامه نشو غورځولی. 

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم هم، صحابه کرام ورزش ته هڅول او د هغه وخت پر مروجو ورزشي څانګو به یې ټینګار کولو. یو حدیث شریف دی چې پکې راغلي دي: (حَقُّ الْوَلَدِ عَلي والِدِهِ اَنْ يُعَلِّمَهُ الْكِتابَهَ وَ السَّباحَهَ وَالرِّمايَهَ وََاْن لا يَرْزُقَهُ اِلاّ طَيّباً)...