له طاـلبانو د ښځو غوښتنې

ښځې د افغانستان څه کم نیمایي نفوس تشکیلوي، د افغانستان په سیاست او کار کې مهمه انرژي بلل کیږي، که چېرته د کار او پرمختګ دغه قوت منتفي شي نو دا به د افغانستان د نیمه فلج کیدو په مانا وي او افغانستان به هیڅکله ښه ورځ ونه ګوري، نه به طالبان د افغانستان د داخلي هوساینې په راوړو بریالی شي او نه به هم نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي، چې دا به د اسلامي امارت لپاره یو نه جبرانیدونکی زیان وي.

که چېرته موږ اسلامي تاریخ او سیرت ته لاړ شو داسې ډېرې نمونې لرو، چې په هغه کې د ښځو د مشروع ازادۍ په اړه واضح روایات راغلي دي؛ د مثال په ډول د نبي کریم پاک ص میرمن بي بي خدیجه تجاره وه، هغې د اسلام په تاریخ کې یو معتبر مقام خپل کړی دی، همدارنګه حضرت عایشه مبارکه چې د حضرت محمد ص تر ټولو کشره میرمن وه، د اسلام په تاریخ کې داسې کارنامې سر ته رسولي دي چې د اوسني وخت د ښځو د فعالیت لپاره ښه نمونه کیدای شي، لکه څرنګه چې هغې د جمل په جګړه کې ګډون کړی و او د جنګ میدان ته په اوښ سواره را ووته، نو ځکه خو دغه جنګ ته د جمل جنګ یا د اوښ جنګ ویل کیږي، د دې نه علاوه نورې په سلګونو داسې نمونې د اسلام په تاریخ کې لیدل کیږي چې د ښځو حقوق او همدارنګه د هغوی سیاسي او نظامي وړتیاوې ترې څرګندیږي.

موږ داسې نه وایو چې طالبان د ښځو ته داسې حقوق ورکړي لکه افراطي اشرف غني او یا له هغه مخکې د خلق او پرچم په وخت کې په افغانستان کې لیدل کیدل، خو طالبان باید په یاد ولري چې په تېر پنځه کالن اسلامي امارت کې د امارت په وړاندې زیاتې ننګونې د همدغو ښځو د حقوقو د نه ورکړې په وجه وې، چې په نتیجه کې اسلامي امارت د نړیوالو د غبرګون او آن د سقوط سره مخ شو، دا باید یاده کړو چې افغانان هیڅکله د ملالۍ جویا او سیلۍ غفار په څېر د بدنامو ښځو د حقوقو غوښتونکي نه دي، افغانان د خپلو خویندو او لوڼو لپاره د شریعت او افغاني قوانېنو په رڼا کې کار کول غواړي.

زما په نظر ښځو ته باید د زده کړو او تحصیلاتو او همدارنګه په اسلامي هیوادونو کې د تحصیل، په دولتي او شخصي سیکتور کې د کار کولو، په پولیسو او پوځ کې د دندو او همدارنګه په نورو برخو کې د فعالیت اجازه ورکړل شي، د ښځو باید مادي او معنوي ملاتړ وشي، د هغوی د ښو حقوقو د منظور په خاطر دې د ښځو یوه منظمه اداره را منځته کړي، ښځې د افغانستان یو ځواک دی، بغیر د ښځو له شتون څخه په افغانستان کې پرمختګ او ترقي امکان نه لري، ښځې باید د افغاني او شرعي اصولو سره سم خپل فعالیتونه سر ته ورسوي.

دا چې اوس په افغانستان کې یو متمرکز قوي حکومت را منځته دی، نو باید طالبان هیڅکله ناغیړي ونکړي، کوښښ د وکړي چې د اقلیتونو حقونه تامین کړي او په خاص طور د شیعه هېوادوالو لپاره په دولت کې یوه برخه معینه کړي، تر څو دوی هم خپل راتلونکی روښانه وویني، زما په نظر دا به کومه بده خبره نه وي چې هغه مسلمان چې په خدای او پیغمبر کې در سره مشترکات ولري تا سره د په دولت کې څنګ په څنګ کار وکړي، که موږ د عمر بن عبدالعزیز تاریخ وګورو نو موږ هلته وینو چې دده صدراعظم عیسوی و، نو بناء پر دې طالبان باید خپل حکومت په هر لحاظ مظبوط کړي، تر څو دلته د افغانانو او نړیوالو تشویشات رفع شي.