روهي خپل همکاره ليکوالان او ژباړن در پېژني؛ عبدالباسط  کروخیل

عبدالباسط کروخیل په کال ۱۳۷۶ د کابل ولایت  په خاکجبار ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. منځنۍ زده کړې یې د کابل په افغان یار عالي لېسه کې ترسره کړي دي او په کال ۱۴۰۰ د کاردان پوهنتون د ژورنالیزم له پوهنځي څخه د  فارغیدو په حال کې دی.

 عبدالباسط  کروخیل په کال ۱۳۹۹ د کابل دنیا پوهنتون کې خپله دوهم لسانس  په نړیوالو اړیکو کې شروع کړی ده.

عبدالباسط  کروخیل د پژواک خبری آژانس بر حال خبریال، د چاپيریال ساتنې برخه مسول او د انګلیسی برخې ترجمان دی.

عبدالباسط  کروخیل په رسنیزو چارو کې هم فعال پاتې شوی دی ټولنیز او سیاسی  چارې یې مدیریت کړي دي او له نورو ګڼو رسنیو سره یې هم همکاري کړې  ده.

عبدالباسط کروخیل د  زرغون افغانستان بڼسټ ريس او مسول دی ، چې دا بنسټ د چاپيریال ساتنې برخه کې فعاله ونډه لري.

عبدالباسط  کروخیل د چاپیریال ساتنې رضا کارانو شبکه کلیدی او ارشد غړی دی ، چې په کابل کې زیاتری مدنی فعالیتونه ترسره کوي.

عبدالباسط کروخیل د چاپيریال ساتنې خبریالانو ټولنې مهم او ارشد غړی دی چې زیاتره او ځانکړی ګزارشونه یې خپاره کړی دي.

عبدالباسط کروخیل د چنار د شورا ارشد غړی دی چې دا شورا د خلکو د اتحاد او پرمختګ لپاره هلي ځلی کوي.

عبدالباسط  کروخیل  په لس ګونو مقالې او لیکنې یې  د چاپيریال ساتنې ، سیاسی او اجتماعی په «مختلفونه ویب سایتونه ،  ورځپاڼو او د هېواد په نورو خپرونو کې چاپ شوي دي.

عبدالباسط کروخیل د پاک چاپيریال لپاره یې ډیر مدنی فعالیتونه او حرکوته یې ترسره کړی دي.