د غني له تګ ۴۰ ساعته وړاندې:    پر اشرف غني  او ملګرو یې  څه تېر شول؟

یادښت: دا لیکنه د ۸صبح ورځپاڼې د امیتاز خاوند سنجرسهیل خبرې د اشرف غني د ۵۳ ملګرو له ډلې له یوه سره دي، چې له نوموړي سره له کابله وتښتېدل. په دې یادښت کې زه هغه ټولې پېښې چې د یکشنبې پر ورځ د زمري پر ۲۵ د سهار له اتو بجو څخه تر دوشنبې ماښام د زمري تر ۲۶ پېښ شوي، روایتوم. روښانه ده، چې د یوه کس د سترګو لیدلی حال د ټولو هغو پېښو چې رامنځته شوي، د اشرف غني د تېښتې یو واضح او کلي تصویر نه شي ترسیمولای. ځکه په دغه یادښت کې کوم اطلاعات چې راځي، ډېرې ارزونې او بیاکتنې ته اړتیا لري او یا هم اړتیا ده، چې د اشرف غني د نورو ملګرو له ډلې یو یا څو کسان یې تایید کړي. په هر حال دا یادښت د یوه عیني شاهد د سترګو لیدلی حال او د پېښې ډېرې ناویلې ترسیموي. د پېښې له راوي سر د کړې ژمنې له مخې، زه د هغه هویت نه په ډاګه کوم، خو د یو مسوول ژورنالیست په توګه، زه ژمنه کوم هغه څه چې تاسو یې لولئ د هغه کس خبرې دي، ما یوازې دا لیکلي او هېڅ ډول مداخله مې نه ده کړې. د دغه روایت څو برخې مې د اشرف غني له دوو نورو ملګرو سره د کروالي په موخه شرېکې کړي، چې د لیکنې په متن کې مې ورته اشاره وکړه. د دې ټکي یادول اړین دی، چې دا روایت له شک پرته د پېښې کلي او نهايي انځور نه دی او موږ د ۸صبح ورځپاڼې له لارې تیار یو، چې د تېښتې پر ورځ د اشرف غني د نورو ملګرو د حاضرېدو په صورت کې د هغوي روایت هم د ۸صبح مینوالو او افغانانو ته ورسوو.
 
د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري ۲۴ د یکشنبې سهار
د نورو ورځو په څېر سهار اته بجې له کوره ووتم، ترڅو ولسمشرۍ ماڼې کې خپل کارځای ته لاړ شم. هغه ورځ د نورو ورځو خلاف کابل کې ګڼه ګوڼه نه ښکارېده. د خلکو تګ راتګ لږ و او په ښار کې د پولیس د پلټنې په موخه لږ ترسترګو کېدل. دا په داسې حال کې ده، چې د لومړۍ درجې امنیتي اقداماتو او چمتووالي له کبله د پولیسو شمېر باید د پخوا په پرتله زیات وای. کله چې خپل دفتر ته ورسېدم، هلته وضعیت عادي نه ښکارېده. که څه هم ډېر کارکوونکي خپلو دندو ته حاضر شوي و، خو د ارګ ډېرو کارکوونکو د نورو ورځو خلاف دودیزې جامې یا یې غیررسمي جامې په تن کړې وې.
 
د معمول په څېر هره ورځ د سهار ۹بجې یوه ناسته جوړېده، چې په هغې کې اشرف غني، د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، د دفتر رییس متین بیک، د چارو ادارې رییس فضل محمود فضلي او ځینو نورو ګډون کاوه. په دې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې په بېړنۍ توګه دې د کابینې ناسته جوړه شي. د کابینې ناستې موخه دا وه، چې داسې لارچاره ولټول شي، تر څو د خلکو اندېښنو ته ځواب پېدا او هغوي ارمښت او زغم ته راوبلل شي. د جمهوري ریاست د دفتر او د چارو ادارې کارکوونکو د کابینې د بېړنۍ ناستې لپاره وزیران راوغوښتل. لږ وروسته خبر راورسېد، چې د کابینې شاوخوا پنځوس سلنه غړي یا له کابله بهر دي، یانې ځينې په ولایتونو کې او ځینو نور له هېواده بهر و. په همدې وخت کې خبر راورسېد چې د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح دوه ورځې مخکې پنجشیر ته تللی او تراوسه بېرته نه دی راغلی. د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم د کابل لویدیز کې له مخکې پلان شوې ناستې کې حضور درلود.

کله چې ټول دې پاېلې ته ورسېدل چې د کابینې ناسته نه شي کېدای، اشرف غني پرېکړه وکړه، چې ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې د ملي دفاع وزارت د سوق او ادارې مرکز ته لاړ شي. په همدې موخه د ولسمشر ځانګړي ساتونکي یا پي‌پي‌اس ملي دفاع وزارت ته لاړل، ترڅو د اشرف غني راتګ ته تیاری ونیسي. په همدې وخت کې خبر راورسېد، چې د ملي دفاع وزیر بسم‌الله محمدي هم په په دغه وزارت کې نشته او د هوايي ځواکونو د لېدلو په موخه کابل هوايي ډګر ته تللی دی. دا په داسې حال کې چې لوی درستیز هیبت‌الله علیزی له ځينو امریکايي چارواکو سره په یوې ناستې کې بوخت و. په همدې موخه پرېکړه وشوه، چې د ملي دفاع وزیر د نشتون او د لوی درستیز د بوختیا له کبله ملي دفاع وزارت ته د اشرف غني تګ وځنډول شي. د غرمې له دولسو بجو اوښتې وې، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ او ځينو نورو ادارو کارکوونکي جوپه جوپه له خپلو دفترونو ووتل او خپلو کورونو ته لاړل. په همدې وخت د مشهوره متل پر بنسټ چې وايي«په تش نش جګړه نه کېږي» پرېکړه وشوه، چې د غرمې ډوډۍ وخورو. ستونزه دا وه، چې کله خو پخلنځي ته لاړو و مو کتل، تیار شوي خواړه له لاسوهنې پرته پر منقلونو ایښي، خو د ارګ د پخلنځي کارکوونکو درک نه ښکارېده. هغوي هم تښتېدلي و. په همدې وخت کې د ارګ شاوخوا د ډزو غږونه اورېدل کېدل او په دې سره وېره زیاته شوه. ځینو ویل، چې ډزې د خلکو د خورولو لپاره دي، چې له بانکونو د خپلو پیسو د ایستلو لپاره هلته تللي.
 
(د اشرف غني یو بل ملګري راته وویل، چې د ارګ شاوخوا ډزې یوولس یا یوولس نیمې بجې وې. دا د ارګ کارکوونکي وویرول او په همدې وخت کې جوپه جوپه له ارګ څخه ووتل.)
د سولې په چارو کې د ولسمشر لوی سلاکار عبدالسلام رحیمي په قطر کې د طالبانو له استازو او د خلیلزاد له همکارانو سره اړيکه نیولې او له هغوي یې غوښتي، چې پرېنږدي طالبان کابل ته دننه شي. رحیمي د څو دقیقه‌یی خبرو وروسته راغی او زیاته یې کړه، چې طالبان وايي موږ کابل ښار ته نه ننوځو. رحیمي ویلي، موږ خبر شوي یو، چې ستاسې ځواکونو کابل ته راخوځېدلي دي. طالبانو ویلي، امکان لري هغه زموږ ځواکونه نه وي او نور کسان زموږ له نومه په ګټې اخیستنې غواړي، کابل ته ننوځي او شاید پر چور او غلا لاس پورې کړي. په حقیقت کې د عبدالسلام رحیمي او د طالبانو او خلیلزاد له استازو سره هوکړه وشوه، چې کابل کې د ډېر نفوس، د نړې د هېوادونو ډیپلوماټيک حضور او د خلکو پانګې له امله که ګډوډي رامنځته شي، وضعیت به ډېر خراب شي. له دې وروسته طالبانو یوه اعلامیه خپره کړه او ویلي و، چې طالبان دې کابل ښار ته نه ننوځي. په همدې وخت کې د ولسمشر د دفتر رییس متین بیک په لوړه روحیه راننوت او د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب ترڅنګ کېناست. متین بیک خپل ټیلفون واوویست او ټویټر کې یې ولیکل: «کابل امن دی، خلک دې اندېښنه او تشویش نه کوي.» په همدې وخت کې یو کس ته امر وشو، چې د امنیتي ځواکونو ویاند سره اړیکه ونیسي او له هغه وغواړي، چې د ډاډګېرنې یو تصویري پیغام ثبت او تصویري رسنیو ته یې واستوي. په دې هکله اړینه همغږي وشوه او د امنیتي ځواکونو ویاند لاس په کار شو. دا په داسې حال کې وه، چې د ولسمشر امنیتي ځواکونو خپلې جامې بدلې کړې او نورې هوسا جامې یې په تن کړې وې. په همدې وخت کې امر وشو، چې د چورلکو خواته لاړ شو. که څه د ولسمشر ځيني ځواکونه د دفاع وزارت شاوخوا و او د ولسمشر راتګ ته په تمه، ما انګېرله چې موږ به د دفاع وزارت خواته ځو. ټولو په بېړه د هغو څلورو چورلکو پر لور چې د ولسمشرۍ ماڼۍ په انګړ کې ولاړې وې، حرکت وکړ. چورلکې والوتې او د تمې خلاف د هېواد شمال خواته لاړې.
 
د ولسمشر بل ملګري ماته وویل: «د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، د مذاکره کوونکي پلاوي غړی او د سولې په چارو کې د ولسمشر لوی سلاکار عبدالسلام رحیمي، د ولسمشر د دفتر رییس متین بیک او د ستراتیژیکو اړیکو په برخه کې د ولسمشر لوی سلاکار وحید عمر هم په دې ورځ په ارګ کې و، خو د تللو او تېښتې له پلان څخه خبر نه دي.» د دغې سرچینې په خبره، سرور دانش یو ساعت مخکې د خپلو موټرونو له کاروان سره کابل هوايي ډګر ته ځي. وحید عمر په وروستیو شیبو کې رارسېږي او ورته ویل کېږي، چې تمه ده ولسمشر ملي دفاع وزارت ته لاړ شي. د موټرو کاروان حرکت کوي او هغه یو موټر کې سپرېږي. سلام رحیمي او متین بیک ناخبره او د غرمې ډوډۍ پر خوړلو بوخت دي. حنیف اتمر په ورستیو شیبو کې ارګ ته رارسېږي او د ولسمشر پاسپورټ یې په جیب کې دی. خو د ولسمشر چورلکې الوتې دي. اتمر، رحیمي او بیک ته وايي، چې لومړی کس تللی دی. له همدې امله هغوي د سلام رحیمی کور ته او له هغه ځایه کابل هوايي ډګر ته ځي.

د چورلکو پر لور تګ
څنګه چې یادونه یې وشوه، د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري پر ۲۴ د یکشنبې پر ورځ چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ سره برابره ده، د ارګ وضعیت د هرې شیبې په تېریدو ترینګلی کېده. د ملي امنیت شورا او ارګ ځينو کارکوونکو ساعتونه مخکې د ملي امنیت شورا ودانۍ خواته راټول شوي و.
 
زه وروسته پوه شوم، چې ځینو لوړپوړو حکومتي چارواکو لکه حمدالله محب څو ورځې وړاندې پلان کړی و، چې اشرف غني ته نږدې ځينې کسان متحده عربي اماراتو ته ولېږي. هغوي د همدې لپاره په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان له سفارت سره اړیکه نیولې وه او سفارت ته یې د دې ډلې د سفر ورته ویلي و. د دې ډلې غړي ۱۳ تنه و، چې په هغو کې د ولسمشر میرمن رولا غني، د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب او یو مرستیال یې او ځيني نور رولا غني ته نږدې کسان و. له بده مرغه سرچینې د لسو نورو کسانو د هویت په هکله اړین معلومات نه درلودل، خو ویل یې، چې د دې ډلې پاتې غړي د رولا غني نږدې کسان او دستیاران و.
 
دغو ۱۳ کسانو ته د هغې ورځې الوتنې یانې د یکشنبې پر ورځ د زمري پر ۲۴ د اماراتو هوايي الوتکه کې دیارلس څوکۍ ریزرف شوې وې. د تېر په څېر تمه وه، چې اماراتو الوتکه له غرمې وروسته یوه نیمه بجه ناسته وکړي او په هماغه ورځ څلور بجې او شل دقیقې له خپلو مسافرینو سره له کابله دوبۍ ته الوتنه وکړي. که څه هم د اماراتو الوتکې د کابل پر لوري الوتنه وکړه، خو په کابل هوايي ډګر کې د رامنځته شوې ګډوډۍ او پر دغه هوايي ډګر د زرګونو کسانو د هجوم له کبله، چې نظم یې ګډوډ کړی و، ونه توانېده ناسته وکړي. د اماراتو الوتکه بیرته د دوبۍ لوري ته ځي او له همدې کبله د ۱۳ کسانو چې یادونه یې وشوه، وتل ناممکنه شول.
 
د یادونې وړ ده، چې له کلونو راهیسې د امنیتي تیاریو او ځانګړو تشریفاتو له کبله به څلور چورلکې په کابل هوايي ډګر یا د ولسمشرۍ ماڼې په انګړ کې ولاړې وې. دا موضوع د ولسمشر د ځانګړو امنیتي ترتیباتو په ډله کې و. واقعیت دا دی، چې په ټوله نړۍ او په باثباته او امنه هېوادونو کې هم ولسمشر او لومړي کس ته ځانګړي امنیتي ترتیبات او تشریفات په پام کې نیول شوي وي. دا د افغانستان امنیتي او سیاسي وضعیت ته په کتو عملي شوی او مسوولیت یې هم د ولسمشر د ساتنې ځانګړې قطعې او د ولسمشر د تشریفاتو ریاست درلود.
 
په هغې ورځ هم څلور الوتکې د ارګ په انګړ کې ولاړې وې. په همغې ورځ پوه شوم، چې د دغو چورلکو له ډلې یوه به یې هغه دیارلس کسیزه ډله چې مخکې یادونه وشوه، کابل هوايي ډګر ته ولېږدوي، تر څو هغوي د دوبۍ پر لور الوتنه وکړي. او دوه نورې چورلکې د ولسمشر ساتونکي په ملي دفاع وزارت کې ځای پر ځای کړي او همدارنګه ټولې دغه چورلکې تیارې وې، چې ولسمشر د دفاع وزارت ودانۍ ته بوځي.
 
له لرې مې ولیدل، چې د چورلکو څرخونه تاوېږي او الوتنې ته تیارې دي. ځان مې یوې چورلکې ته ورساوه او چورلکه کې د یوې کړکۍ سره کېناستم. په بله چورلکه کې حمدالله محب، د ولسمشر د ساتنې قطعې رییس جنرال قاهر کوچی، رولا غني او ځيني نور ناست و. ما ګومان کاوه، هغه چورلکه غواړي، چې د کابل هوايي ډګر پر لور والوځي؛ خو داسې ونه شوه.
 
له بلې خوا تر همغې شیبې پورې مې ګومان کاوه، چې موږ د دفاع وزارت ودانۍ پر لور ځو. خو ومې لیدل، چې حمدالله محب او جنرال ظاهر کوچی له اولې چورلکې پیاده شول او یوه موټر ته چې همالته نږدې ولاړ و سپاره او د اشرف غني د کور پر لور، چې همالته نږدې و لاړل. اوه دقیقې وروسته بېرته له همغه موټر سره راستانه شول او مې لیدل، چې هغوي له ځان سره اشرف غني هم راوستی دی.
 
ماته د ولسمشر دا ډول نامعموله وتل او د هغه لېږدول له یوه عادي موټر سره عجیب ښکاره شو. واقعیت دا دی، چې د څلورو چورلکو د تیاري ترڅنګ، د امنیتي او تشریفاتي دلایلو له کبله په ارګ کې دننه هم د ولسمشر وتنه په ځانګړو تیاریو کېده. به معمولي توګه به هر وخت څو ځانګړي موټر د هغې ځاي شاوخوا ولاړ او په تمه به و، چې ولسمشر به هلته حضور درلود. که څه هم ولسمشر په ارګ کې په پلي توګه له یوې ودانۍ بلې ته تګ کاوه، څو موټر به له بېلابېلو لارو د هغه شاته روان و.
 
چورلکو ته د پورته کېدو پر مهال د ولسمشر د ساتوونکو ترمنځ فزیکي شخړې
کله چې هغه سپین رنګي معمولي موټر کې چې څو دقیقې وړاندې حمدالله محب او د ولسمشر د ساتونکې قطعې رییس بېرته راغلل، ومې لیدل چې اشرف غني یې له ځان سره راوستی دی. هغوي په بېړه چورلکې ته وختل. په همدې وخت کې د ولسمشر ډېر شمېر ساتوونکي د چورلکو لورته نږدې کېږي. ما د چورلکې له کړکۍ لیدل، چې د ولسمشر د ساتوونکو ترمنځ فزیکي شخړه پیل شوی ده او هر یو هڅه کوي، چې د بل په ټېل‌وهلو چورلکې ته پورته شي. دا په داسې حال کې وه، چې چورلکو اووه دقیقې مخکې چالانې شوې وې او پر پورته کېدو یې پیل وکړ. ما ولیدل چې د ولسمشر ساتوونکي یو بل پر سوکانو او لغتو وهل او هر یوه هڅه کوله، چې د بل په ټېل‌وهلو ځان چورلکې ته ورسوي. په داسې حال کې چې چورلکې په هواکېدو وې، د ولسمشر څو ساتوونکي له هڅو سره سره ونه توانېدل، چورلکه کې سپاره شي او همالته په ارګ کې پاتې شول.
 
(د اشرف غني بل ملګری راته وویل، چې د ولسمشر د ساتوونکو شمېر زیات و او چورلکو دومره ظرفیت نه درلود. له همدې امله د ۳۰ شاوخوا ساتوونکو له ډلې یوازې نیمايي وتوانېدل چورلکې ته پورته شي. دغې سرچینې هم ومنله، چې د ارګ شاوخوا د ډزو له اورېدو ساعتونه مخکې د ولسمشر ډېریو ساتوونکو خپلې جامې بدلې کړې وې او یو شمېر یې له ارګه وتلي و. د دې سرچینې په خبره، د ولسمشر د ساتوونکو قطعه په همغو شیبو کې ړنګه شوې وه او هېڅ یوه د پوځي سلسله‌مراتبو او اوامرو څخه اطاعت نه کاوه).
 
شمال لورته الوتنه او د تاجکستان خاوره کې د بېړنۍ ناستې غوښتنه
په لومړیو دقیقو کې مې ولېدل، چې چورلکې د تصور خلاف د ملي دفاع وزارت ودانۍ لوري ته نه ځي. ځه چې تراوسه په یوه عادي موټر کې د ولسمشر د راتګ، د ولسمشر د ساتونکو ترمینځ د نښتې لیدل او ځینې یې هلته پاتې کېدو په اړه فکر وړی وم، ومې لیدل چې زموږ او له موږ سره درې نورې چورلکې د هندوکش غرونو پر لور روانې شوې. دې مسالې نور هم اندېمښن کړم او نپوهېږم، چې ولې د هېواد د شمال لورته روان یو.
 
که څه هم د سولې په چارو کې د ولسمشر لوی سلاکار عبدالسلام رحیمي او د ولسمشر د دفتر رییس متین بیک ساعتونه وړاندې هڅه کوله، وضعیت عادي او د ګډوډۍ مخنیوی وکړي، د ولسمشر د ساتنې قطعې رییس په بېړه پرېکړه نیسي، چې ټول د چورلکو لورته لاړ شي. له همدې امله یا فرصت نه برابرېږي او یا هم نه غواړي ترڅو رحیمي او متین بیک له دغې پرېکړې خبر شي. له همدې امله هغوي په ارګ کې پاتې شول.
 
ایم اوولس روسیي چورلکې، په معمولي توګه درې خدمې لري، چې یو پیلوټ، د پیلوټ مرسته‌کوونکی او یو تخنیکر دی. په هغې چورلکې کې چې ناست یم، له تخنیکر څخه مې وپوښتل، چې چېرته روان یو خو هغه د الوتنې د ځای په هکله څه نه وايي. یواځې وايي، چې د افغانستان هوايي قلمرو د امریکايي ځواکونو په لاس کې دی، هغوي ته له امریکایانو سره له همغږۍ پرته د الوتنې فرصت تراوسه نه دی برابر شوی او له همدې امله نه پوهېږي، موخه کوم ځای دی. دې مسالې د چورلکې د تخنیکر پر روحیې اغېزه کړې او په څهره کې یې په روښانه توګه ډار وینم. نوموړی زیاتوي، چې له امریکايي ځواکونو سره له همغږۍ پرته چې د افغانستان هوايي قلمرو یې تر کنترول لاندی دی، کولای شي وژونکی وي. هغه وايي، حتي هغه الوتکه چې ولسمشر هم په هغې کې ناست وي، نه شي کولای له هغو سره له همغږۍ پرته د افغانستان هوايي قلمرو کې الوتنه وکړي.
 
د چورلکې د لوړولو څو دقیقې وروسته، هماغه تخنیکر زموږ خواته راځي او وايي، چې د چورلکې وزن زیات دی او اړتیا ده، چې یو څه وزن کم کړو. د ولسمشر ځيني ساتوونکي یو ته ګوري او وروسته پرېکړه کوي، چې خپل زرې واسکټونه بیرون واچوي، ترڅو د چورلکې یوڅه وزن کم شي. هر زرې واسکټ پنځو نه تر شپږو کیلو وزن درلود. ما د چورلکې له کړکۍ ولیدل، چې له دوو نورو چورلکو هم زرې واسکټونه، وسلې او ځيني نور توکي وغورځول شول. ګومان کوم دا توکي هغه وخت وغورځول شول، چې موږ د هندوکش له غرونو تېر او د کندوز ولایت د دښتو پر سر و.
 
دا خبره هم د یادولو ده، چې له امریکایي ځواکونو سره د نه همغږۍ، چې د افغانستان هوايي فضا یې تر کنترول لاندې او همدارنګه د سون توکو د کمښت له کبله، چورلکې په ټيټه فضا کې الوتنه کوله. پیلوټانو د تاجکستان له مسوولانو سره اړیکه ونیوله. پیلوټان غواړي د تاجکستان په خاروه کې بېړنۍ ناسته وکړي. تاجک لوری ځواب نه ورکوي او دا هغه مهال دی، چې د چورلکو وزن یو څه کم شوی دی او چورلکې د امو سین پر خوا الوتنې ته دوام ورکوي. د څو نورو اړیکو د نیولو هڅو سره سره د تاجکستان خوا ځواب نه ورکوي. همدا مهال پرېکړه وشوه، چې د ازبکستان د ترمز هوايي ډګر پر لور لار شو.
 
د امو سیند پر غاړه د الوتنې پر وخت پیلوټانو د ازبکستان له مسوولانو سره اړیکه نیسي او له هغوي غواړي، د افغانستان پولې سره د ترمز هوايي ډګر کې د بېړنۍ ناستې اجازه ورکړي. د ازبکستان لوری هم ځواب نه ورکوي. د ډېرو هڅو سره سره اړيکه نه ټينګېږي. پیلوټان په مخابره کې اعلان کوي، چې چورلکه کې د افغانستان لومړی کس دی او د بېړنۍ ناستې اړتیا ده، بیا هم ځواب نه ترلاسه کېږي. کومه چورلکه کې چې اشرف غني ناست و، د اړیکې د نه ټينګېدو ته د نه پاملرنې له کبله له بلې چورلکې سره اړیکه نیسي او وايي، چې هر پېښه وشوه، په ترمز کې ناسته کوي؛ ځکه د چورلکو د سون‌توکي ختم شوي دي. په همدې ترتیب هره چورلکه یوه بل پسې د ازبکستان په خاوره د ترمز هوايي ډګر کې ناسته کوي.
 
(د اشرف غني بل ملګري ماته وویل، چې هغوي په تاجکستان کې د ناستې تابیا نه لرله. د نوموړي په خبره، هغوي له کندوز څخه وروسته د امو سیند خواته الوتنه کړه او د ازبکستان د امنیتي او مرزي چارواکو له خبرېدو پرته، په ترمز هوايي ډګر کې ناسته وکړه).
 
غمجنې او سپکوونکې شېبې: ترمز هوایی ډګر کې څه پېښ شول
د هغو ۵۴ کسانو له ډلې چې له الوتکو ترمز کې ښکته کېږي، ۲۲ کسه یې پیلوټان، د پیلوټانو مرسته‌کوونکي او د هوايي قوا تخنیکر او ۲۲ نور کسان د ولسمشر ساتوونکي دي، چې یو یې هم پاسپورت نه لري. ترمز هوايي ډګر ته له ښکته‌کېدو سره سم د دوو تر درې سوه ازبک پوځي او پوله‌ساتوونکي ځواکونه زموږ د چورلکو شاوخوا ځای پر ځای شول. ټول له خپلو وسلو سره د تیارسي په حالت کې ولاړ و. موږ شاوخوا یو ساعت په خپلو چورلکو کې پاتې شو. څه کم یو ساعت وروسته د اشرف غني له چورلکې د هغه د ساتوونکې قطعې رییس جنرال قاهر کوچی له چورلکې ښکته شو او ښودل یې چې وسله نه لري او د خبرو اترو تکل لري. نوموړي د ازبک ځواکونو قوماندان خواته چې د خپلو ځواکونو شاته له یوه موټر سره ولاړ و، حرکت وکړ. ازبک ځواکونو له بدني تالاشۍ وروسته نوموړي ته اجازه ورکړه، چې د قوماندان خواته یې لاړ شي. هغوي دوه درې دقیقې خبرې وکړې او له هغې وروسته مې ولېدل، چې نوموړي قوماندان د خپلې مخابرې له لارې چاسره اړیکه نیسي. ازبک ځواکونو د تیارسي په حالت کې د چورلکو شاوخوا موضع نیولی ده.
 
لسو نه تر پنځلس دقیقې وروسته یو توررنګه موټر له ډریوار او یو بل کس سره چې ملکي جامې يې پر تن وې د ازبک ځواکونو قوماندان خواته راغی. هغه کس چې د موټر په مخکې څوکۍ کې د ډرایور خواته ناست و، له موټره ښکته شو او له ازبک قوماندان او د ولسمشر د ساتووونکې قطعې له رییس سره یې د لنډې پوښتنې وروسته د هغې چورلکې پر لور راغی، چې اشرف غني په کې سپور و. هغوي چورلکې ته پورته شول او دوو درې دقیقو وروسته له اشرف غني، رولا غني اوو حمدالله محب سره له چورلکې راښکته شول او د هغه موټر خواته لاړل، چې ملکي کس له ځان سره راوړی و. څلور واړه، په هماغه موټر کې د ترمز هوايي ډګر یو بل لوري ته لاړل. شاوخوا پنځلس دقیقې وروسته یو بل موټر راغی او د چارو ادارې رییس فضل‌محمود فضلي یې له ځان سره بوت.
 
وروسته له هغې موږ یو په بل پسې له چورلکې راښکته شو. ازبک ځواکونو له ځنډ پرته موږ بدني تالاشي کړو او له موږ وغوښتل شو، چې وسلې، مرمۍ، نور نظامي وسایل او خپل شخصي توکي خپل مخکې کېږدو او له هغو لرې ودرېږو. د تالاشۍ پر وخت زموږ له ډلې هغوي چې پاسپورت یا د بل هېواد د اوسېدو سند درلود، لږ ورټل شول. خو زه او نور هغه کسان چې یوازې د افغانستان د هویت سند درلود، په ډېر سپکه توګه تالاشي شو. ازبک ځواکونو زموږ او د ولسمشر د ساتوونکو ټول پوځي توکي واخیستل او په خپلو راوړل شویو صندوقونو کې یې ځای پر ځای کړل. هغوي له دغه کار وروسته، چې موږ د چورلکو شاوخوا ولاړ و، چورلکو ته پورته شول او کوم توکي او تجهیزات چې پاتې و، راوویستل. د چورلکو له تخلیې وروسته يې په ځانګړو توکو د څلور واړو چورلکو دروازې مهرولاک کړې. (د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې په افغانستان کې د روسيې سفارت د غني او د هغه د ملګرو له لوري بهر ته د ۱۶۹ ميليونه ډالرو د لېږد خبره کړې وه).
 
پرته له دې چې موږ ته وویل شي، چې د چورلکو له شاوخوا لرې شو، موږ ۵۰ تنو ته یې چې د ولسمشر د ساتوونکو قطعې رییس، د ملي امنیت شورا د منشي مرستیال، ځانګړي دستیاران او د ولسمشر د ساتوونکو په ګډون همالته په تمه شو. یو ساعت وروسته یې د شپې ډوډۍ راته راوړه.
 
وروسته له هغې بې له دې چې موږ ته ډوډۍ، اوبه یا بل حاجت ته د تګ اجازه راکړي، ۳۱ ساعته یې همالته ودرولو او په دې ټوله موده کې ازبک ځواکونو خپل د ټوپک میلونه زموږ خواته و او زموږ د ټولو د حرکاتو څارنه یې کوله. هغوي موږ ته په خپل منځ کې د خبرو اجازه هم نه راکوله.
 
هغه ۳۱ ساعته انتظار مې په ژوند کې تر ټولو ترخې شیبې و. د خوړو لپاره ډوډۍ او اوبه مو نه درلودې. تشناب نه و او سربېره پر دې له دوو سوو زیات ازبک ځواکونو زموږ ترخوا ولاړ و. په دې ۳۱ ساعتونو کې زموږ له ډلې هر یوه چې تشناب ته د تګ اړتیا پېدا کوله، له ازبک ځواکونو به مو اجازه اخیسته او د چورلکې شاته به مو ځانونه تشول. نه پوهېږم هغه کسان چې ډېر وېرېدلي ویلي، تشتناب ته یې د تګ اړتیا ډېره وي. په داسې حال کې چې نه مو خواړه او نه هم اوبه درلودې او زه نه پوهېدم چې په وږي نس، ولې زما ډېر ملګري په هرو پنځلس دقیقو کې قضای حاجت ته اړتیا پېدا کوي.
 
تراوسه په ترمز هوايي ډګر کې زموږ درې ساعته نه و تېر شوي، چې زموږ د ۵۰ تنو میتیازو بوی ټول ځای په سر واخیست. سره له دې هم ځواکونو محاصره کړي و او له چورلکو د لرې کېدو اجازه یې نه راکوله. موږ چې نوي پوه شوي و، چې تښتېدلې یو او زموږ له وتلو څو ساعته وروسته ارګ د طالبانو له لوري نیول شوی دی، د ازبک ځواکونو کړنې مو درک کولای. هغوي له یوې خوا خپلې خاورې ته له اجازې پرته ناقانونه دننه‌کېدو ته غبرګون ښووده او له بلې خوا د یوه مات شوي دولت له کارکوونکو سره یې سروکار درلود، چې څو ساعته مخکې یې نظام ارګ ته د طالبانو له ننوتو سره ړنګ شو. شاید موږ هغوي ته تښتېدلي او ډارن مالومېدو، هغه هېواد چې شل کاله د نړیوالو ملاتړ ورسره و، پریښی دی. له دې وراخوا هېڅ ازبک سرتیری او پوځي چارواکي زموږ پر ژبه نه پوهېدل.
 
د نوم او لوګو پرته د سپینې الوتکې کیناستل او د ابوظبۍ پر لور الوتنه
‌‌‌شپه مو همالته د چورلکو ترڅنګ تېره کړه. نیمه شپه هوا ډېره سړه شوه. هوا دومره سړه شوه، چې اړ شو همالته په ولاړه خپل لاسونه وښورو. سړه هوا د زغم وړ نه وه. ومې انګېرله، چې هماغه شپه به ژوندی پاتې نه شم. شپه له ټولو کړاوونو سره پای ته ورسېده. د زمري پر ۲۵ ماښام مهال ولږې، تندې، بې‌خوبي او له بې‌خبرۍ سربېره د ۳۱ ساعته ناوړه بدبوي ټول د لیونتوب او بیچارګۍ حد ته رسولي و. له بلې خوا د زمري میاشتې لمر چې سوزونکی و، یوازې موږ نه، بلکې ازبک ځواکونه یې هم کړولي و.
 
که څه هم ازبک ځواکونه هرو څو ساعتونو کې بدلېدل رابدلېدل، خو بیا هم هغوي هم په قهر ښکارېدل. ښکارېده، چې سختۍ ګرمۍ او د هوايي ډګر د کانکریټي رنوی تودوخه دوچنده احساسېده، هغوي یې هم له ناوړه او بدو شرایطو سره مخ کړي و.
 
وروسته له ۳۱ ساعته انتظاره د دوشنبې ماښام مهال یوه وړه سپینه وړه او له هېڅ ډول سوداګریزې او دولتي نښان پرته ترمز هوايي ډګر کې کېناسته او له موږ یو څه لرې ودرېده. څو دقیقې وروسته اشرف غني، رولا غني، حمدالله محب او فضل‌محمود فضلي هماغه موټر کې چې پرون یې لېږدولي و، راغلل. هغوي لومړی دغې الوتکې ته چې ۶۰ څوکۍ یې درلودې، پورته شول او بیا موږ یو په بل پسې په وږي نس ورپورته شو. یوازې شخصي توکي یې بېرته راکړل او پوځي توکي او تجهیزات یې چې له موږ اخیستي و، بېرته رانکړل.
 
په الوتکه کې وضعیت معمولي و او ولسمشر او نورو چارواکو ته د ځانګړې برخې خبره نه وه. هغوي د الوتکې کابین ته نږدې پر څوکیو او موږ شاته کېناستو. یو له یوه بل سره چا خبرې نه کولې او موږ نه پوهېدو کوم لور ته روان یو. څو شیبې وروسته الوتکه والوته او د الوتکې له لاوډسپیکر څخه نارې شوې، چې د متحده عربي اماراتو ابوظبۍ ته روانېږو. دننه په الوتکه کې مو وروسته له ۲۸ ساعتونو یو څه خواړه او اوبه ترلاسه کړې.
 
(۸صبح ورځپاڼې ومونده، چې ایف جي کې ۱۲۵۵ FJK الوتکې د فلایت رادار د راپور له مخې په هماغې ورځې له ترمز هوايي ډګره ابوظبۍ ته پرواز کړی. دغه الوتکه د قزاقستان د فلاجیت شرکت وه. دغه شرکت د نړۍ په پنځو قارو کې دفتر لري، یو مسافروړونکې شرکت د چارترشویو الوتکو لپاره دی. د دغې الوتکې په مټ اشرف غني او د هغه ۵۳ ملګري له ۳۱ ساعته ځنډ وروسته د شپې پر ۱۱:۰۰ بجو له ترمزه ابوظبۍ ته ځي. د دغې الوتکې د کرایې او نور جزییات یو بیل بحث دی، چې ډېرو څېړنو ته اړتیا لري).

له درې نیم ساعته الوتنې وروسته الوتکه د ابوظبۍ هوايي ډګر کې راښکته کېږي. د الوتکې د دروازې له پرانیستلو سره همهاله درې عربان دننه کېږي او له اشرف غني او حمدالله محب سره له روغبړ وروسته هغوي د فضل‌محمود فضلي، رولا غني او ځينو نورو نږدې کسانو په ګډون له ځان سره بیايي. د عربانو برخورد د ازبکانو خلاف ډېر ښه و. هغوي اشرف غني او ملګري یې په لوکسو موټرو کې له هوايي ډګره بیرون کړل. زه او شاوخوا ۴۰ نور هغو موټرو ته چې راته ولاړ و پورته شو او د هوټل پر لوري مو حرکت وکړ.
 
ما له هغې شیبې چې اشرف غني او د هغه ملګري له هوايي ډګره ووتل، بیا ونه لیدل. هوټل کې له ځای پر ځای کېدو وروسته په هغې شپه ویده شوم. د سه شنبې پر سهار د عربي اماراتو ماموران مو لیدلو ته راغلل او له موږ یې پوښتنه وکړه، کوم لوري ته غواړو لاړ شو. هغوي وویل، په دغه هېواد کې د اوسېدو هېڅ ډول اسانتیا درته نشته. ځينو ملګرو د پیلوټانو، د پیلوټ‌مرسته‌کوونکو او تخنیکرانو د پوځي کارت پرته بل کوم سند نه درلود. پرېکړه وشوه، چې هغوي د امریکايي ځواکونو له لوري په ابوظبۍ کې نوي جوړ شوي پنډغالي کې ځای پر ځای کړي ولېږي. نور هم له څه مودې وروسته نورو ځایونو ته لاړل.