ښه بدلون چې زيات بدلون ته اړ دی

د تېر اګست مياشتې په نيمايي کې هيواد د يو داسې ستر بدلون شاهد و، چې له هغې څو اونۍ مخکې يې تمه نه کېده، او نه يې چا وړاندوينه کړې وه، د جمهوريت تر عنوان لاندې جوړ شوی دولت ړنګ، او پر ځای يې طالبانو واک تر لاسه کړ، چې د دولت نوم يې امارت دی.

زموږ په هيواد کې زما په نظر، ژوند، امن، او وداني تر ټولو زيات اهميت لري، ځکه د تېرو څلورو لسيزو په دوران کې افغانان وژل کېدل، جګړې وې، او هيواد ويجاړېدو، که څه هم د هيواد او ولس د پرمختګ لپاره يوازې دا درې مهم نه دي، خو لومړيتوب لري، که کار وشي، پرمختګ به ممکن شي، سواد به زيات شي، نړيوالې اړيکې به جوړې شي، او ....... خو دا هر څه به هم هغه مهال ممکن وي، چې دلته مرګونه نه وي ژوند وي، جګړه نه وي امن وي، او څوک د ويجاړۍ په کار بوخت نه، بلکې د ودانۍ په چارو بوخت وي.

دا ځکه ښه بدلون و، چې نه پکې هغسې مرګونه وشول، چې په تېر کې مو کېدل، نه جګړې دوام پيدا کړ، بلکې هيواد د يو واحد واک لاندې راټول شو، او نه ويجاړتيا رامنځته شوه، د تېښتې خلک وتښتېدل، هغه هسې هم د خپلو دندو له ختمېدو وروسته د تښتې خلک و، خو عامو هيوادوالو غوڅه پرېکړه وکړه، چې دلته به ژوند کوي.

څوک خفه او څوک خوشاله، خو په عموم کې دا فکر نه شته، چې بيا دې وسلې ته لاس کړای شي، او بيا دې د بل انقلاب لپاره چمتوالی ونيول شي.

ښه بدلون ځکه و، چې د وګړو تر منځ مساوات رامنځته شوی، له مفسدو کړيو ژغورل شوي يو، سمتي، قومي او ژبني توپيرونه له منځه تللي، واکمنه طبقه يوازې او يوازې د هيواد دسيال کولو هڅه کوي، راعي او رعيت په يو دسترخوان خوري، او د ستونزو د اورېدو مرجع ته په اسانه رسېدګي کېدای شي، او داسې نور. که څه هم په دې هره برخه کې به کمي او ستونزې هم وي، خو په دې شرایطو کې بايد د داسې يو نمونوي حکومت او دولت تمه هم ونه لرو، چې کوچنۍ ستونزې هم ونه لري، پښتانه متل کوي، چې "په سپوږمۍ کې هم تور داغونه شته"

اوس چې تر يو بريده خپل هدف ته رسېدلي يو، هغه څه مو تر لاسه کړي، چې په لومړي ګام کې مو هيله درلودله، او د هغه څه تمه لرو، چې له دې پړاوونو وروسته يې بايد خپل کړو، دا به بې ځايه وي چې ووايو په بشپړ ډول خپلې موخې ته رسېدلي يو، لا هم زيات بدون ته اړتيا ده، او بايد دا بدلونونه راشي.

د اسلامي امارت مسئولين بايد هرې کوچنۍ او سترې موضوع ته متوجه و اوسي، ځکه چې د سترو او کوچنيو چارو لپاره يې مسئولين ټاکلي، که متوجه نه وي، د هغوی شتون بيا څه معنی لري، بايد دا ځل دا ستره شتمني په لږ قيمت له لاسه ورنه کړي، بلکې په هيڅ قيمت يې له لاسه ورنه کړي، او بايد په هره برخه کې چټک اقدامات وکړي.

اوس طالبان د يو حرکت له دريځ څخه راوتلي، او  د يو حکومت حالت ته يې ارتقا کړې، حکومت هغه شان نه وي، لکه حرکت، په همدې اساس دوی ته هم د حکومت په څېر چلند کول پکار دي، په دې برخه کې بايد حوصله وکړي.

موږ چې په پخواني حکومت نيوکې کولې، تېروتنې مو راسپړلې، او په ځينو مواردو کې مو مخالفت ښوده، دا معنی دې ونه لري، چې  اوس دې د حکومت هرې کړنې ته لاسونه وپړکوو، او پرده دې پرې واچوو، که هغه مهال دا زموږ دنده وه، چې د يو ګوډاګي حکومت مخالفت وکو، اوس نو بايد په دې وستايل شو، چې يو ممثل حکومت ته يې تېروتنې ښيو، د اصلاح کوښښ يې کوو، او خاميانې ورپه ګوته کوو.

زما په باور هر څوک حق لري، چې په واکمنه طبقه د قوانينو او شروطو په رڼا کې، د وضعيت په نظر کې نيولو، او د هدف په روښانه کولو سره اعتراض وکړي، وضاحت وغواړي، او مشورې شريکې کړي.

د يو قلموال په توګه دا خپله دنده بولم، او دې دندې ته به دوام ورکوم،  زه په دې باور يم، چې يوازې په دې خوش فهمۍ کې پاتې نه شو، چې "هر څه سم دي"، يا "هر څه به سم شي، لا خو وخت ډېر دی"، نه هر څه سم دی، او نه وخت ډېر دی، موږ ډېر کم وخت لرو، اړتيا لرو، چې له دې وخت نه اعظمي ګټه واخلو، زما هڅه به دا وي، چې په يو نه يو ډول خپل نظريات شريک کړم.
پای