اسلام یعنې څه؟

لکه څنګه چې تاسو یې له نوم پوهیږی، چې اسلام د سلامتیا دین دی.
په حقیقت کې هم، ددې  هر حکم د انسان، او انسانیت لپاره د سلامتیا څخه ډک دی. 
اسلام چې هره خبره یا امر کوي، نو که تاسو په هغه کې ژور فکر وکړی، هتمن به په هغه کې بغیر له خیر څخه نور هیڅ پیدا نه کړی.

د اسلام له احکامو څخه یو ښکاره او مشهور حکم، زکات  دی چې په دې سره دوه ګټې ترلاسه کیدای شي.

①دا چې د مسلمانو تجارانو به په ټولنه کې، محبوبیت زیات شي ②او د غرباوو لپاره به، د ژوند مخ ته تګ آسانه شي.

په زکات ورکولو سره نه خو مالداره وګړي غریبیږي، مګر په دغه پیسو د بې وزلو خلکو لوی کار کېږي.

بل حکم له احکامو څخه یې روژه ده :
روژه، د خدای بل له سترو پېرزوینو څخه ده، چې پر مونږ یې کړې، د روژې ګټې خو ډیرې زیاتې دي، مګر دلته یې یواځې درې ګټې ذکر کوم.

①بدني ګټه: په وروستیو څېړنو کې د طب سترو عالمانو دا ثابته کړې ده چې که یو انسان په میاشت کې له یوې څخه تر پنځو یا لسو ورځو روژې ونیسي، نو دا انسان به له مختلفو ناروغیو په امن کې وي، چې  د هغو ناروغیو له منځ څخه یوه یې، د معدې تېزاب ده.

②روحي ګټه: دا چې انسان له صبر سره عادي کوي، انسان ته حوصله وربخښي، انسان له جنګ، بد اخلاقیو، او نورو بېځایه کړنو څخه ژغوري.

③ دا چې د انسان نفس له سرکشۍ څخه بیرته عاجزۍ ته راکاږي، د انسان اخلاقو کې تغیر راولي، له ګناهونو او نافرمانیو څخه انسان ژغوري او د نېکو اعمالو د ترسره کولو شوق او ذوق زیاتوي.

د اسلام یو بل حکم جهاد دی:
جهاد هغه سپیڅلی نوم دی چې په هر وخت، هر محال، مکان، کې یې د ظالم او سرکشه انسان سر عدالت ته ټیټ کړی دی، مثال یې د مکې د مشرکینو راخلم، چې دوی په غلاوو، زناوو، فحشاوو، کې داسې راګیر ول، چې د وتلو لار یې نه وه، خو رب د ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په واسطه اصلاح کړل، هغه پوره ۲۳ کاله دعوت وکړ ، په دغه وخت کې د مکې دور وو، چې ۱۳ کاله وخت یې ونیوه، په دغه وخت کې لا د جهاد اجازه نه وه، نو ډیر محدود کسان د هدایت او لارښوونې دربار ته په خپله خوښه راغلل، عمومي دا هغه کسان وو چې زړونه یې پاک ول او د حق لار یې لټوله، خو کله چې د مدینې په لس کلنه دوره کې د جهاد اجازه وشوه او د خالد په شان سترو اتلانو تورې پورته کړې، نو د روم سرکشې امپراتورۍ هم سر په ګونډو کړ، دا د جهاد د سپیڅلتیا برکت وو، چې د نړۍ ستر سرکشان یې د هدایت او عدالت د لارې طابع کړل.
نو …
زکات زیاتی.
روژه ظلم.
او…
جهاد فساد نه دی.
اسلام بیا هم د سلامتیا دین دی، وو، او وي به .
لړۍ دوام لري…