آقتصادي خپلواکي

ډیر کلهٔ بهٔ مو دې اقتصادي خپلواکي جملهٔ اوریدلې وی،او یا بهٔ مو ډیر ځایونه کې دغهٔ جمله لوستې وي،راځې نن څو خبرې پرې وکړو چ دا اقتصادي خپلواکي څهٔ تهٔ وایی؟
مخکې لهٔ دې چ دې اقتصادي خپلواکۍ پهٔ اړه وغږیږو ښهٔ بهٔ وی چ اقتصاد او اقتصادي خپلواکي په لنډو ټکو کې وپیژنو.
اقتصاد: اقتصاد دې عربي کلمهٔ (قصد) نهٔ اخستل شوی چې دې آعتدال یا میانهٔ روی په معنیٰ ده هغهٔ که په هر برخهٔ کې وي.

Economics
یو یوناني کلمهٔ د (ایکوس EKOS)د کور او(نوموس nomos) د آدارې یا قانون معنا لري.

 نو( Ekonomos )د کور ادره کولو تهٔ وایی چ دا کلمهٔ مخکې له میلاد دې (زینفون xenephone ) لهٔ خوا وکارول شوه.

 او یا هم د محدودو او کمیابو منابعو پهٔ واسط دې انسانانو نا محدودې اړتیاو او غوښتنې په ښهٔ او مناسب ډول پوره کول دي.

د اقتصاد د نړیوال منطق پهٔ اساس وایېٔ چ اقتصاد ګلوبلایز شوی، یعنې یو هیواد نهٔ شي کولي چ خپلې ټولې اړتیاو پهٔ خپلهٔ پوره کړي.

 یا اقتصاد یو تړلي ځنځیري جریان دی چ د هیوادونو تر منځ اړیکه لري.
ښه نو اوس اقتصادي خپلواکي چیشی تهٔ وایی؟

اقتصادي خپلواکي لهٔ سرچینو څخه د کار اخیستنې ارداه او توان دی کوم هیوادونه چ دغه توان ولري خپلواک هغهٔ چ نهٔ یی لري مستٔعمره دي.

پهٔ اقتصادي خپلواکۍ که دوه شیان له منځ ځي چ یو تهٔ یی استعماره او بل ته یی استثمار واییٔ،چ دغه دواړه د آقتصادي خپلواکۍ په صورت کې لهٔ منځ ځي.

تر ډیر اقتصادي خپلواکۍ تهٔ د خپلواکیو مور هم وویل کیږي،تر څو چ له اقتصادي پلوه یو هیواد خپلواک نهٔ شي هیڅ کلهٔ بهٔ سیاسي خپلواکي وه نهٔ لري او نهٔ بهٔ لهٔ امنیتي پلوه خپلواک او آمن هیواد شي.

ښهٔ بیلګهٔ یی زموږ هیواد دی
که د پرمختللې نړۍ هیوادونو ته وګورو تر ډیر هغهٔ هیوادونهٔ پکې  آرام او پهٔ سیاسي لحاظ خپلواک دي چ تر نور غوره اقتصاد لري.

د دریمې نړۍ د هیوادونو د نا آرامې او نا امنۍ ستر علت هم د اقتصادي خپلواکۍ نشتون دی.

پرمختللی هیوادونه چ د ښه اقتصادي قدرت درلودونکي دي د خپلو کټو لپاره د دریمې نړۍ هیوادونو کې تل لاسوهنه کوي،چ تر څو د دوی کټې خوندي وي او هلته خپل اقتصادي،اجتماعي او فرهنکي اهداف پهٔ آساني سره تر لاس کړي او هغهٔ هیوادونو د اقتصادي خپلواکي مخ ونیسي.

دلته بهٔ یی یو دوه لنډې بیلګي وښایو.
1_افغانستان دې کم او زیات (310زره میګاواټه) بریښنا تولیدي ظرفیت لري یا یی تولیدولي شي چ زموږ یوازي (دوه زره میګاواټه) بریښنا تهٔ اړتیا لرو خو بیا هم د خپلواکۍ د نشتون له امله هر کال ($300میلیون) ډالرو پهٔ ارزښت بریښنا واردوه.

2_موږ (75میلیارد متر مکعب) اوبهٔ لرو د یو متر مکعب اوبو قیمت په نړیوالو قوانینو کې (له یو نیم نه تر دوه ډالرو$) کیږی چ زموږ د اوبو قیمت پهٔ کال کې شاوخوا ($100 میلیارد) ډالر کیږي.

3_ افغانستان شاوخوا یو (ټیریلیونو ډالرو) په اندازه د ځمکې لاند زیرمې  لرو چ د خپلواکۍ د نشتون له مخې له دغه ټولو منابع بې برخې یو.

د یو خپلواک متحد او پر ځان بسیا افغانستان په هیله