د احمد مسعود پاڅون ته اړتیا نشته؛ ولس او طا لبان له شلو کالونو د  زورواکۍ، لنډغرېزم او قومي تعصب پر وړاندې پاڅون کې دي

د پنجشېر کې د حکومت د وسله والو مخالفینو مشر احمد مسعود وروسته له هغې چې پنجشېر جګړه کې يې ماته وخوړه له خپلو ملاتړو غوښتي دي، چې هېواد کې د طا لبانو پر وړاندې پاڅون وکړي. احمد مسعود په دې سره غواړي طا لبانو ته سرخوږي جوړ کړي او خپل ټوټې شوي او مات شوي مقاومت ته بيا ساه ورکړي. د احمد مسعود له خوا لا وړاندې داسې هڅې روانې وې؛ پنجشېر کې د وسله والې جګړې ترڅنګ يې په کابل، هرات او بلخ ولايتونو کې يو شمېر مېرمنو په ملاتړ لاريونونه کول. دوی ظاهرا حکومت کې د ښځو ونډې او برخه شعارونه ورکول، خو د پردې تر شا لوبه دا وه چې دغه ميرمنې طا لبانو سره مخ شي؛  طا لبانو يې د بغاوت مخنيوي لپاره لاس په کار شي او بيا دوی نړۍ ته ووايي چې طا لبان ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی کوي. 

د احمد مسعود د ملي پاڅون غوښتنه څه لپاره؟ هېواد کې سوله شته، عمومي عفوه شوې، امنیتي وضعیت ښه دی، نوی حکومت په جوړېدو دی، حکومت به ټول شموله وي، بهرنيو هېوادونو سره د اړيکو د ښه کیدو خبرې روانې دي، اقتصادي درېدلې پروژې به بيا پيل شي... 

احمد مسعود څه لپاره جګړه او پاڅون کوي؟ دوی هغه تېر وضعيت غوړاي چې له يو پنجشېر دې په هره دوره کې لس لس وزيران، والیان، قومندان او نور لوړپوړي چارواکي وي؟ دوی دا غواړي چې يوازې دې مسعود قهرمان، قسيم فهيم مارشال او رباني د سولې شهید وي؛ د ستر غازي امير امان الله خان، سردار مارشال شاه ولي خان، سردار محمد داود خان... نوم دې هم څوګ نه اخلي... 

د احمد مسعود جګړه او پاڅون د يو قوم په هغه قوم کې هم د يوې کوچنۍ کړۍ د ګټو ساتل او واک کې پاتې کېدل. افغان نه يم، افغانستان دې خراسان شي، هېواد دې تجزيه يا فدرال شي، تاريخ جعلي دی، بيرغ او سرود قومي دي، پښتون جهل او له مدنيت لیرې دی، شمال او سويل توپير لري، ما جهاد او مقاومت کړی بيا تر اخیر يې شيره او امتياز واخلم، کابل کې دې هره ناروا کوم او چې څوک مخ ته راځي نو وايم چې زه پنجشېری يم، په ټاکنو ولسمشر نه منم، واک دې را تقسيم کړي.... 

افغان ولس د همدې پاس بې عدالتیو پر وړاندې دا شل کاله يا د جمهوریت دننه، يا هم د طا لبانو په ليکو کې او يا په خپلواک ډول ملي پاڅون کړی وو او نن يې پایله ورکړې چې هېواد کې جګړه، قوم پالنه او زورواکي په کې خلاصه شوې ده. 

وروستي لاريونونه نه د پاکستان پر وړاندې دي او نه هم حکومت کې د ښځو د ونډې لپاره؛ دا پلان شوې پروژې دي چې احمد مسعود پر خپله د پنجشېر ماته پټوي او نړيوال په کې کورنۍ جګړه ګوري. 

د واکمن حکومت پر وړاندې؛ هغه حکومت چې په هرې بڼې وي؛ شاهي، جمهوري، اسلامي، ديکتاتور او يا بل، پر وړاندې يې د اوسنيو لاريونونو په ډول حرکت سیاسي او پوځي بغاوت او قانون خلاف عمل دی. طا لبان د وضعیت د ارام ساتنې او ګډوډۍ د مخینوي په پار دا حق او صلاحيت لري چې مخه يې ونېسي.