ديکانسترکشن

تبصره:
دیکانسترکشن د ژبې په اړه تر ټولو معاصره او متفاوته تیوري ده. د دې تیورۍ بنسټ‌ د پوسټ‌سټرکچرلیزم مکتب پیرو فیلسوف ژاک درېدا اېښی دی. د ژاک درېدا متن سخت دی، د هغه د متن سپړلو دپاره موږ مجبور یو لومړی پر هغه څه ځان پوه کړو د څه پر وړاندې چې ژاک درېدا درېدلی دی. درېدا د سټرکچرلیزم بنسټیز مفاهیم او اصطلاحات وننګول او آن د ژبې په اړه یې دا تیوري وشړوله. د وخت په تېرېدو دیکانسترکشن تیوري په یو فکري مکتب واوښته او آن د دیکانسترکشن په نوم یو نوی سټایل معمارۍ ته ننوت او د ۱۹مې پېړۍ په اتیایمو کلونو کې په امریکا کې د پیتر آیزمن لخوا د معمارۍ په حوزه کې مطرح شو. آیزمن پدې عقیده و، چې معماري باید د نورو علومو په څېر له وخت او تحولاتو سره سازګاري وکړي. د دې مکتب په اړه د ځینو برداشت دا دی، چې تخریب کوي، پدې مانا چې د علومو پخواني جوړښتونه نړوي او د پدیو پر وړاندې نوو برداشتونو ته لار برابروي.
دغه تیوري د بلخ پوهنتون استاد ضمیر څار پر پښتو سلیسه سپړلې ده او د انسان‌محور معرفت اېپېسټمالوژي کړکۍ کې خپره شوې ده. یاده تیوري د ټولنپوهنې، ادبیاتو او ژبپوهنې څانګوالو او د بشري علومو هغو متخصصینو ته مهمه ده، چې متن‌پوهنه کې علاقه لري او له ژورو متنونو سره یې سروکار دی.
 
دیکانسترکشن
يو ماښام يو ماشوم رانه وپوښتل: «تياره له کومه کېږي؟»
ما کړل: «چې رڼا نه‌وي.»
«رڼا څنګه نه‌وي؟»
«چې لمر ولوېږي.»
«لمر څنګه لوېږي؟»
«لوېږي نو...»
لکه قانع شوی چې نه‌وي: «خير، لمر رڼا کوي؟»
«هو.»
«لمر څنګه رڼا کوي؟»
د سليمان لايق دا بيتونه را په زړه شول:
لمـر چې کوز شي ډوبېدو ته
ته به وايې د اور توب دی
يا عاشق زړه د غروب دی
راوتـــــــلی دی لــــــه تنـــــه
ورته مې وويل: «په لمر کې اور بل دی.»
لکه کومه بده پېښه چې شوې وي: «ولې؟»
«نه‌پوهېږم.»
«څه وخت مړ کېږي؟»
«مونږ چې مړه شوو.»
«مونږ څه وخت مړه کېږو؟»
د پوښتنو دې لړۍ تر دې لا ډېر دوام پيدا کړ؛ نه ‌يې قناعت حاصل شو او نه‌ يې هم پوښتنې خلاصې شوې. ښکارېده چې پوهولی يې نه‌شم. د يوې شېبې لپاره داسې احساس راولوېد چې ژبه ګواکې کار نه‌ورکوي او په عين زمان کې له ژبې پرته د نړۍ د بيان بله چاره هم نه‌لرو. د فرانسوي پوه، ژاک دريدا، مشهور قول ذهن ته راغی: له ژبې دباندې څه نه‌شته[1] (Bertens، ۲۰۰۴، م ۱۲۷). 
اوس دا پوښتنه راولاړېږي چې ژبه څه ده؟ تر شلمې پېړۍ وړاندې دا تصور غالب و چې ژبه ګواکې د نړۍ د اظهار يوه وسيله ده. يا که ووايم، د انسانانو او نړۍ تر منځ واقع ده. په بله وينا، ژبه د نړۍ استازيتوب کوي. د بېلګې په ډول، که زه د شپې د «لمر» په اړه غږېږم، سمه ده چې دا ټکی، که ضرورت شي، پر اسمان لمر نه‌شي راخېژولی خو د مخاطب په ذهن کې «د اور توپ» راپيدا کوي. ټول تلاش به دا وي چې د ويناکوونکي مانا ته ورسېږي. په ورځنۍ محاوره کې به دا کار دومره سخت نه‌برېښېده - که څه هم وخت ناوخت سوء تفاهمونه رامنځته کېږي - خو چې بحث به د شعر شو، د مانا اخيستنې کار ګرانېده. په همدې خاطر، ادبي کړيو کې دا عربي مقوله ډېره تکرارېده: المعنی فی بطن الشاعر.
په دې ډول، ګورو چې تمرکز تر ډېره پر مانا کېده خو د شلمې پېړۍ له لومړيو څخه ورو ورو توجه له مانا څخه لفظ ته راوګرځېده. په امريکا او انګلستان کې د نوې کره‌کتنې، په روسيه او چک کې د فورمالېزم، په فرانسه کې سترکچرليزم او پوست-سترکچرليزم تيورۍ پر صحنې راظاهرې شوې چې هرې يوې او ټولو ژبې ته ذره‌بين راخيستی و.
په دې لړ کې، سترکچرليزم او پوست-سترکچرليزم، چې د دواړو بانيان فرانسويان وو، په شپېتمو کلونو کې نږدې همزمانه عرض اندام وکړ - سترکچرليزم يو څه وړومبی و. «له سترکچرلیزم پرته پوست-سترکچرليزم لا د تصور وړ نه‌دی[2] (Bretens، ۲۰۰۱، م ۱۲۰)» په همدې اساس، په دې مقاله کې ديکانسترکشن، چې د پوست-سترکچرليزم بارزه مولفه ده، د سترکچرليزم په رڼا کې توضېح کېږي.
سترکچرليزم د فرانسوي ژبپوه، فرديناند دي سوسور، پر نظرياتو ولاړ دی. د معاصرې ژبپوهنې بنسټ‌اېښودونکي، سوسور، باور درلود چې ژبه د نښو يو سيستم دی. د ده په نظر هره کلمه يوه نښه ده او هره نښه دوه اړخونه لري: ۱) دال (لفظ) او ۲) مدلول (مانا).[3] د بېلګې په ډول، «لمر» يوه نښه ده: د لمر لفظ (ل-م-ر) دال دی او د «اور توپ»، چې د لوستونکي/اورېدونکي په ذهن کې ظاهرېږي، مدلول دی. ده د نښې دال او مدلول د يوې پاڼې دوه مخونه بلل او ويل يې که د پاڼې يو مخ شوکوې، بل يې هم ورسره شکېږي؛ په همدې ډول، که د نښې دال برخه له منځه ځي، مدلول هم په ځای نه‌پاته کېږي.
د ده بل باور دا و چې د نښې او مصداق (هغه څه ته چې نښه اشاره کوي) تر منځ کومه ذاتي او طبيعي اړيکه نه‌شته. مثلاً، لمر، يا هماغه عظيم الجثه رڼا کوونکی ستوری، چې پر آسمان راخېژي، د «لمر» د نښې مصداق دی او د دواړو تر منځ داسې کومه مسئله نه‌شته چې له مخې به يې لمر ته خامخا لمر ويل کېدای. موږ دې ستوري ته بله نښه هم انتخابولی شوای. که داسې نه‌وای، بيا دې په هره ژبه کې لمر ته لمر ويل کېدای. په فارسي کې لمر ته د آفتاب، په عربي کې د الشمس، په اردو کې د سورج او انګليسي کې د سن (Sun) نښې انتخاب شوي دي.
اوس نو د يوې ژبې نښې، چې له خپل مصداق سره ذاتي او طبيعي اړيکې نه‌لري—او د چاپېريال له پديدو مانا نه‌اخلي—نو مانا له کومه کوي؟ يعني که نړۍ د کلمو او ژبې په مانا کې نقش نه‌لري، څه شی د دې باعث کېږي چې يوه کلمه يا ژبه مانا پيدا کړي؟ د سوسور په نظر نښې د يو بل له توپيره مانا پيدا کوي: د لمر کلمه ځکه د لمر مانا ښندي چې سپوږمۍ کلمه نه‌ده، ستوری، اسمان، ځمکه او بله هره کلمه نه‌ده. که د کلمو تلفظ ته هم وګورئ، هره کلمه له بلې متفاوت غږ لري: لمر، مثلاً زوَر نه‌دی، خوَر نه‌‌دی، لوَړ نه‌دی، ځوَړ نه‌دی، سر نه‌دی، شر نه‌دی او داسې نور. دا مسئله حتی د يوې ژبې په الفبا کې هم صدق کوي. ب، پ نه‌ده، ت، ټ، ج او بالاخره ی نه‌ده.
نو په لنډ ډول ويلی شو چې د سترکچرليزم په اساس ژبه د نښو يو سيستم دی چې له نړۍ سره يې اړيکه اختياري ده—ذاتي او طبيعي نه‌ده—او مانا د نښو له توپيره رامنځته کېږي. د دې مسئلې د ښې توضېح لپاره له ژبې دباندې يو دوه مثاله راوړم: سور رنګ که د سړک پر غاړه، د شين او زېړ تر څنګ واقع شي، د وګړو او وسايطو د تم کېدو مانا ښندي. دا نقش بل هر رنګ ته ورکول کېدای شوای. مثلاً، د سور په ځای ګلابي هم انتخاب کېدای شوای. په بله وينا، سور د طبيعت يو رنګ دی او په هېڅ ذره کې يې اصلاً د درېدو څرک نه‌ليدل کېږي. دا اساساً يو تصادف او اختياري عمل دی چې وروسته په ټولنيز قرارداد اوښتی. اما د دې تصادف او ټولنيز قرارداد باوجود، سور اصلاً د شين او زېړ رنګ د مجاورت او له هغو سره د تفاوت له امله دا مانا خپلوي او په ګډه دې درې واړو رنګونو يو ورکوټی غوندې سيستم رامنځته کړی. بل مثال د موسيقۍ دی: په يوې نغمه کې غږونه کوم باندنی مصداق نه‌لري—هر غږ د نغمې د سيستم دننه له يو بله د تفاوت په اساس نقش مومي او لذت ایجادوي. که نه، د نغمې هر غږ که له نغمې دباندې راوکاږل شي هېڅ خوند به نه‌لري. له يوه غږه کله موسيقي رامنځته کېږي؟   
فرديناند دي سوسور په لويه کې د دې پوښتنې په ځواب پسې ګرځېده چې ژبه څنګه يوه مانا ښندي. اما، ژاک درېدا، چې د ديکانسترکشن بنيان‌ګذار دی، تر سترکچرلېزم وړاندې ولاړ او په دې لټه کې شو چې ژبه يا يوه خبره څنګه څو ماناوې ښندي؛ يا ويل يې چې مانا بالکل ورکه ده. مثلاً، زموږ د ځينو رستورانتونو پر دروازه ليکل شوي وي «سلاح ممنوع است». د سوسور پيرو له دې جملې څخه دا مفهوم چې [رستورانت ته له وسلې سره ننتول بند دي] اخلي—دا مفهوم ممکن بل هر څوک ځنې واخلي—اما د ده اساسي کار دا دی چې معلومه کړي دا جمله څنګه همدا مفهوم افاده کوي. بالاخره د سيستم او د نښو د يو تر بله توپير منندوی کېږي او کېني. خو که د ژاک دريدا نظريات دې لوستي وي او د ديکانسترکشن علاقمند يې، ممکن په دې پسې وګرځې چې دا جمله څنګه څو ماناوې ښندي—او که ډېر جدي وې، ممکن ووايي چې دا جمله اصلاً مانا نه‌ښندي. ځکه، زموږ په هېواد کې عام وګړي د وسلې د ګرځولو حق هسې هم نه‌لري؛ پوليس او د اردو سرتېري ته قانون اجازه ورکړې چې وسله ورسره وي—مثلاً که په همدې رستورانت کې کومه جنايي پېښه کېږي، پوليس او د اردو سرتېري به خپلې وسلې دباندې ږدي او بيا دننه ورځي؟ سربېره پر دې، زموږ د ځواکونو يوه برخه لا هم نالوستي دي او که لوستي هم دي، فکر نه‌کوم چې دې جملې ته دومره توجه وکړي—اخر نظاميان دي. بيا که فرضاً له يو عام وګړي سره په پټه تومانچه وي نو هغه يې د رستورانت څښتن ته ورکوي يا وايي له ما سره وسله ده؟ نو، اخر، دا جمله چا ته ليکل شوې؟ فرضاً که دا ړومبنۍ خبرې په پام کې ونه‌نيسو، زه مثلاً له يوې وسلې سره دې رستورانت ته راغلم، په دروازه دا جمله وينم، څنګه دا مطلب ځنې واخلم چې رستورانت ته له وسلې سره ننوتل منع دي؛ ممکن دا جمله دا اطلاع راکوي چې پر وسلو عموماً بنديز لګېدلی دی. په هر صورت دا جمله که ډېر ورته دقيق شې، مختلفې ماناوې ښندلی شي او ممکن مانا لا بېخي ورنه‌کړي.  
ديکانسترکشن په اصل کې د سترکچرليزم دوام او نقد دی: ځينې نظريات ترې پور شوي او ځينې بيا رد شوي. همدارنګه، د سترکچرليزم ځينې اصطلاحات هم کارول شوي او په خپله ژاک دريدا هم يو شمېر نوي او پېچلي اصطلاحات رامنځته کړي. له هغې جملې څخه ديکانسترکشن، اپوريا، تفاوط او  لوګوسنتريزم خورا ډېر مشهور شول.
د ديکانسترکشن کلمه د انګليسي له دوو مورفيمونو جوړه ده: ۱) دي[4] او ۲) کانسترکشن[5] چې په ګډه د ودانولو خلاف مانا ورکوي. په بله وينا، ديکانسترشن، لفظاً، د يو رغول شوي څيز بېرته راسپړل دي. د بېلګې په ډول، که يو موټر پرزه کړو—ټايرونه، دروازې، بانټ، شترينګ، سيټونه او نور ټول سامان يې بېرته راخلاص کړو—ديکانسترکشن به لفظاً تحقق موندلی وي. اما د ديکانسترکشن پلار، ژاک درېدا—چا چې دا کلمه او دا تيوري دواړه رامنځته کړي—له دې او بل هر ډول تعريف سره مخالفت ښودلی. د دريدا په باور، د ديکانسترکشن کلمه د تعريف امکان نه‌لري. د هغه په قول، «ديکانسترکشن عبارت دی له...» ته ورته جمله هره يوه خطا وتلي ده—نښه يې نه‌ده ويشتې (Powell، ۲۰۰۷، م ۱۰). اما دا لږ تر لږه ويلی شو چې ديکانسترکشن د متن د لوستنې يوه تګلاره ده. اوس نو دا پوښتنه راولاړېږي چې ديکانسترکشن له عادي لوستنې سره څه فرق لري؟ درېدا، لکه څنګه چې وړاندې وويل شول، سترکچرليزم بې‌رحمانه نقد کړی او د ژبې په اړه يې عجيب او غريب نظريات ارايه کړي—دا پوښتنه به د ده د انتقاداتو او نظرياتو د توضېح په جريان او پای کې ممکن ځواب شي.
يو نقد، چې د سترکچرليزم پر ادرس وشو، دا و چې د ژبې او نړۍ تر منځ اختياري اړيکه يې ساده او سرسري راخيستې. سترکچرليستانو باور درلود چې د نښې او مصداق يا د نړۍ او ژبې تر منځ کومه ذاتي او طبيعي اړيکه نه‌شته. که نه‌، ولې د انسانانو هر ټولي د يوه لمر لپاره دومره ډېرې مختلفې کلمې کارولي؟ هو، موږ پوهېږو چې نړۍ يوازې زموږ په ژبه نه‌بيانېږي. اما، يو څه ته چې سترکچرليستان متوجه نه‌وو، دا دی چې د هرې ژبې ويونکی د خپلې ژبې پر طبيعي‌والي پوره باور لري—هېڅ يو داسې فکر نه‌کوي چې ژبه يې ګواکې د نړۍ د بيان په برخه کې پاته راځي. موږ ته دا فکر کله هم نه‌دی رالوېدلی چې د لمر لپاره به تر لمر بله کلمه مناسبه وي؟ لمر راته تر آفتاب، الشمس، سورج او (Sun) ډېره مناسبه ښکاري. مګر که له موږ څخه د افغانستان، پاکستان، ايران، عربستان او يا انګلستان د توليداتو په اړه پوښتنه وشي، د ښه او بدوالي تصميم به يې اسانه نيولی شو.
له بل لوري، سترکچرليستانو ژبه د ژبې په مټ راپېژندله—لکه کب ته چې اوبه د اوبو په ذريعه معرفي کوې. د يو بل مثال په توګه، که فرض کړو چې يو پکتياوال غږېږي او د خپلو خبرو په جريان کې وايي: «ټول پکتیاوال درواغجن دي.» که ټول پکتياوال درواغجن وي او دی چې په خپله هم پکتياوال دی نو په خبره يې څنګه باور وکړو؟ د ده خبره به هم درواغ وي. او يا ممکن د يوه ځل لپاره يې رښتيا ويلي وي، سړی نه‌پوهېږي. دا ستونزه هغه وخت راولاړېږي چې ويناکوونکی په خپله د هماغې ډلې وي چې په اړه يې غږېږي. که دا خبره يو بېروني کس وکړي، مثلاً که يو ننګرهاری يې وکړي، د درواغو او رښتيا اثبات يې په اسانه کېدای شي. نو، سترکچرليستانو د ژبې په باب داسې اظهارات کول چې ته به وايې چې له ژبې بهر دي؛ حال دا چې دوی، او موږ ټول، که د ژبې په باب هره خبره کوو، له ژبې بهر کېدای نه‌شو. موږ که پر ژبې هر څومره نيوکه ولرو، يا د ژبې په اړه توضېح او تشرېح ورکوو، مجبوره يو چې بېرته د ژبې لمن ونيسو—که موږ غواړو ووايو چې ژبه نيمګړې ده، نو زموږ همدا وينا به هم نيمګړې وي؛ په دې خاطر چې له همدې نيمګړې ژبې مو استفاده کړې—او که رښتيا ووايو، بله چاره هم نه‌لرو (Bertens، ۲۰۰۱، م ۱۲۱). همدا وجه ده چې ژاک دريدا د ديکانسترکشن پر هر تعريف شکمن دی.
فرديناند دي سوسور د ژبې او نړۍ—د نښې او مصداق—تر منځ کرښه راوکښله؛ خو ويې ويل چې نښه بيا لکه پاڼه دوه مخونه لري: ۱) دال (لفظ) او ۲) مدلول (مانا). ده باور درلود چې دال او مدلول نه‌سره جلا کېږي—که د پاڼې يو مخ څيرې شي، بل هم ورسره څيرې کېږي. خو ژاک دريدا راولاړ شو او د دال او مدلول تر منځ اړيکه يې هم پسې وشوکوله. د ده په نظر نښې ثابت مدلولونه نه‌لري. له بلې خوا، ده د سوسور دا خبره نه رد کوله چې کلمې ګواکې د ژبې په سيستم کې له يو بله د تفاوت په اساس مانا مومي. اما، ده يو بل څه هم اضافه کړل: ځنډېدل. د دريدا په باور کلمات د خبرو په جريان يا په متن کې د لومړيو او وروستيو کلمو د اغېز لپاره پرانيستې وي. په بله وينا، په خبرو او متن کې د يوې کلمې د مانا په تثبيت کې له دې کلمې څخه دمخه او ورپسې راغلې کلمې نقش لري او تر هغې چې متن پای ته نه‌وي رسېدلی، مانا بدلېدای رابدلېدای شي. مثلاً «په افغانستان کې ژوند يو تصادف دی» جمله کې د «ژوند» کلمه له دې څخه دمخه کلمې، «افغانستان»، او ورپسې کلمې، «تصادف»، لپاره پرانيستې ده او تر هغې چې «دی» ويل شوی نه‌وي، مانا یې نه‌تعينېږي. په بله وينا، دلته د «ژوند» په مانا کې د «افغانستان» او «تصادف» اغېز شته دی. دا جمله که څومره اوږدېږي او يا نورې جملې وړاندې او وروسته اضافه کېږي، د «ژوند» کلمه هماغومره د مانا له پلوه تغير او تبديل مومي. که فرضاً د «دی» په ځای «نه‌دی» ووايو، مانا هغه نه‌پاتېږي. په دې اساس، د دريدا په قول، مانا د کلمو د تفاوت[6] تر څنګ د ځنډېدو[7] فاکتور هم لري. نوموړي دا مسئله د ده خپل نيولوجيزم، ديفيرانس[8]، کې رانغښتې ده چې په فارسي کې د  تفاوط نيولوجيزم ورته غوره شوی دی.
ژبه، لکه وړاندې چې وويل شول، اختياري ده—يعني موږ پوهېږو چې اساساً د يو ټولنيز قرارداد له مخې رامنځته شوې. خو ولې دا اختياري‌توب موږ نه‌ځوروي؟ کله چې په خپلې مورنۍ ژبه خبرې کوو، فکر کوو چې نړۍ يا هغه څه چې موږ پرې پوهېږو، کټ مټ بيانوو.  د ادب تيورۍ اساسات د دې پوښتنې په ځواب کې ليکي چې موږ ژبه اصلاً د يوې وسيلې په بڼه ګورو: د ژبې په مټ هاغه څه، چې موږ فکر کوو پرې پوهېږو، بيانوو. د مثال په ډول که موږ غواړو څه وليکو، د قلم د ډول او د رنګ کله دومره پروا کوو؟ که قلم خودکار وي، توش وي، پنسل وي، نری پنسل وي، يا يې رنګ تور وي، شين وي، آبي وي، زېړ وي او آن سور وي، فرق نه‌کوي—ځکه پوهېږو چې ليک يوه وسيله ده او يوازې هغه څه پرې ليکو چې موږ ړومبی په ذهن کې تجسم کړي/مشاهده کړي. په همدې ډول، ژبه يوه وسيله ده—زموږ په ذهن کې ړومبی څه راټوکېږي يا حاضرېږي او بيا د هغې د اظهار لپاره لغات ګورو او په دې ډول ژبې ته لاس غځوو. فکر وکړه چې د سړک پر غاړه ولاړ يې. غواړې د سړک بلې غاړې ته واوړې. په همدې وخت کې دې څوک له شا داسې سخت وهي چې وار له واره بې‌هوښه کېږې. کله چې په هوښ کېږې، ګورې په يوه تياره او بې‌غږ او غوږه خونه کې يې. هېڅ نه‌پوهېږې چې دا څه وشول؟ په هېڅ څه شي ډاډه نه‌يې: حتی شک کوې چې دا خونه تياره نه‌ده؛ ممکن نظر دې له لاسه ورکړی وي. اوس نو په څه پوهېږې؟ يوازينی څه چې مطميناً پرې پوهېږي، ستا وېره او ستا غوسه ده. په دې ځکه پوهېږې چې دا درته عملاً حاضر دي. نو حاضرېدا ستا د وروستنیو معلوماتو لپاره يوازينی بنسټ او اساس دی او ژبه دا وړتيا درکوي چې دا معلومات بهرنۍ نړۍ ته انتقال کړې. دريدا همدا د حضور او ژبې پر ترکيب اعتماد ته لوګوسنتريزم وايي (‌Bretens، ۲۰۰۱، م ۱۲۳). يعني همدا باور چې ژبه هغه څه چې موږ ته معلوم شوي، لېږدوي، د لوګوستنريزم يو اړخ دی. موږ د بل په خبرو بيا دا اعتماد نه‌لرو. ځکه د هغه خبرې موږ ته اجازه نه‌راکوي چې د هغه وضعيت نېغ په نېغه لمس کړای شو—ممکن درواغ ووايي او هغه څه چې غواړي بيان کړي، ممکن بيانولی يې ونه‌شي. په فارسي کې يو متل دی: «شنيدن کی بُوَد مانند ديدن.»
اما دريدا ادعا کوي چې پر ژبه ښايي اعتماد ونه‌شي—ځکه ژبه د اعتماد وړ نه‌ده. په بله وينا، په ژبه کې مانا د کلمو له تفاوته رازېږي؛ هېڅ کلمه له خپل مصداق يا د نړۍ له کومې پديدې سره مستقيم لينک نه‌لري او مانا لکه وړاندې چې وويل شول، هېڅکله شفافه نه‌ده—د وړاندې او وروسته کلمو اغېز او «پل» په کې شته دی. د ترافيکي اشارې په سور رنګ کې شين او زېړ رنګونه حضور لري، که څه هم اګاهانه نه‌احساسېږي. که نه سور رنګ په نورو ځايونو کې نورې ماناوې ښندي—د يو ګل په شکل کې ممکن د مينې مانا وښندي. دريدا همدا مسئله د کلمو په حق کې هم مطرح کوي. د ده په باور په هره کلمه کې د يوې ژبې د نورو ټولو کلمو نښې او نښانې شته دي (Bretens، ۲۰۰۱، م ۱۲۵). د بېلګې په ډول د «ژوند» کلمه په پام کې ونیسئ. په دې کلمه کې د روغتيا، ناروغۍ، مرګ، دنيا، آخرت، قبر، ميراث او بلې هرې کلمې څرک ليدل کېږي؛ لکه په پورتنۍ بېلګه کې د «افغانستان» او «تصادف» تاثير په کې ښکاري. په بله وينا په يوه حاضره کلمه کې ټولې غيرحاضرې کلمې موجودې دي—اخر هماغه غيرحاضرې کلمې د دې کلمې مانا ټاکي. ضمناً، په خبرو اترو او يا متن کې هره يوه کلمه تر ځان دمخه او تر ځان وروسته کلمې متاثره کوي او په مانا کې يې بدلون راولي.
په دې ډول، حضور ته پر غير حضور ترجېح ورکول، پر غږېدا تر اورېدا ډېر باور کول، خبرې پر ليک معتبرې ګڼل، ورځ تر شپې ښه ګڼل او دې ته ورته نور لوګوسنتريک برخوردونه دي چې دريدا په يو نه يو ډول تر پوښتنې لاندې راوستي دي. همدا خبره ده چې «هغه د فلسفې، تاريخ، ادبياتو، کره‌کتنې، ځان‌پېښې، ټولنپوهنې او نورو تر منځ منل شوي سرحدونه وننګول، ژانرونه، سکبونه او مضمونونه يې سره خلط کړل[9] (Wheeler، ۱۹۹۷، م ۳۳).»
سربېره پر دې، دریدا ادعا کوي چې ژبه او د ژبې قواعد تر موږ وړاندې پر دې نړۍ موجود دي. موږ هر يو چې دې دنيا ته مو سترګې پرانيستې، له هغې وروسته مو ژبه زده کړې. يعنې ژبه تر موږ مشره ده. نو په دې اساس کله چې موږ له ژبې استفاده کوو، ژبه هم په اتومات ډول له موږه استفاده کوي—ژبه زموږ په خوله غږېږي. د دريدا په قول، کله چې موږ له ژبې کار اخلو، په عين زمان کې، خپل ځان د ژبې په اختيار کې ورکوو؛ د ژبې قواعد او اصول موږ کنترولوي. اوس نو چې ژبه لکه وړاندې چې وويل شول، له نړۍ سره نېغه اړيکه نه‌لري، مانا د کلمو له تفاوته او د يو بل تر اغېزې رامنځته کېږي او د جملې يا متن تر پايه د دې امکان شته چې په مانا کې بدلون راشي، څنګه کولی شي چې زموږ د اعتماد وړ وي او فکر کوو چې څه وايو هغه دې دقيق برداشت شي؟ په دې خاطر هم لوګوسنتريزم يا پر ژبه او خوداګاهۍ اعتماد يوه اندازه د غور وړ دی.
يو بل بحث، چې لومړی د سترکچرليستانو له خوا رامنځته شو، د دوه‌ګوني تقابل[10] و. د دوی په باور په ژبه کې کلمات تر ډېره د دوه‌ګوني تقابل په اساس ترتيب شوي: ورځ/شپه، رڼا/تياره، تور/سپين، دوست/دښمن، ژوند/مرګ او داسې نور. دا قضيه د ژبې د غږونو او الفبا په برخه کې هم صدق کوي: واول/کانسوننت، غږن/ناغږن، مونوفتانګ/ديفتانګ او نور. د سترکچرليزم له مخې د دې دوه‌ګوني تقابل يو اړخ پر بل تکيه لري: که ورځ نه‌وي، شپه مانا نه‌لري او که داسې وای ممکن د شپې کلمه هېڅکله رامنځته شوې نه‌وای. که تياره نه‌وای، د رڼا کلمې ته به هېڅوخت ضرورت نه‌پيدا کېده. په بله وينا، ورځ شپه تعريف کوي او شپه ورځ؛ په همدې ډول رڼا تياره تعريف کوي او تياره رڼا: شپه هغه ده چې ورځ نه‌وي، ورځ هغه ده چې شپه نه‌وي؛ يا، تياره هغه ده چې رڼا نه‌وي او رڼا هغه ده چې تياره نه‌وي. دا د هر دوه‌ګوني تقابل کيسه ده.
ژاک دريدا دوه‌ګوني تقابل مني او وايي چې زموږ ذهن د يا/او يا منطق په اساس د نړۍ څيزونه او پديدې ډلبندي کوي. يو شمېر نورې داسې جوړې دا دي: شرق/غرب، ښځه/نر، ذهن/بدن، مسلمان/کافر، تور/سپين او داسې نور (Powell، ۲۰۰۷، م ۲۰). لاندې تصوير ته وګورئ:

تاسې څه وينئ؟ شمع که دوه يو بل ته مخامخ مخونه؟ تاسو ته به اوس شمع او مخونه دواړه همزمان ښکاري او که تر دې لا ډېر پرې تمرکز وکړئ، وبه ګورئ چې ذهن مو کله يو او کله بل ته درومي—په يوه باندې ثابت نه‌درېږي. نو د انسانانو ذهن د دې لپاره چې همزمان دواړه نه‌شي کتلی او غواړي يو ډول مصؤنيت ولري، يو مرکز ټاکي. سربېره پر دې کوښښ کوي يوه ته پر بل ترجېح ورکړي. نو په پورتني تصوير کې که مخونو ته ترجېح ورکړو، هغې ته به سترګې او د پوزې سوري ورکړو، د شونډو خطونه يې مالوم کړو او بالاخره مخونه مرکز کېږي او په دې ډول د ذهن لوبه پای مومي—نور يو او بل ته نه درومي. موږ غواړو خلک يوازې مخونه وګوري او شمع بېخي ورته ښکاره نه‌شي(Powell، ۲۰۰۷، مخ ۲۰).
د ادب تيوري اساسات ليکي چې کله په متن کې يو مرکز وټاکل شي، په اتومات ډول هغه څه چې په مرکز پورې تړاو نه‌لري، حاشيې يا څنډو ته شړل کېږي او په دې ډول د دواړو تر منځ ټکر رامنځته کېږي. سربېره پر دې، له دې سره، مرکز بيا پر حاشيې ممتاز ګڼل کېږي. مثلاً، نر پر ښځې هډور او قدرتمند ګڼل، ښي لاس ته پر چپ لاس ترجيح ورکول، زړه د مينې کور او عقل د ګټې وږی ګڼل او  په دې ډول د عقل په نسبت زړه ممتاز ګڼل او داسې نور موارد. او دلته ده چې د ژاک دريدا ديکانسترکشن رامخته کېږي.
په دې اړه د ميلر په حواله ليکل شوي: ۱) ديکانسترکشن د تفسير او تعبير د يو مېتود په توګه د هر متن په لوړو ژورو کې ډېر کرار او په احتياط وړاندې ځي؛ له شکل تر شکله، له مانا تر مانا او له موتيفه تر موتيفه تکراراً درومي رادرومي او په عين زمان کې د متن د برعکس او  خپل-ځان-تخريبوونکي ځواک څخه، چې په عين متن کې موجود دی، کار اخلي. ۲) ديکانسترکتيف نقاد کوښښ کوي چې په همدې جريان کې د متن داسې يو عنصر پيدا کړي چې غيرمنطقي دی، هغه تار چې ټول متن راسپړلی شي، يا هغه سسته تيږه چې ودانۍ پرې ولاړه ده او که وښورول شي، ټوله راونړېږي. ۳) ديکانسترکشن هغه ځمکه چې دا متن پرې ولاړ دی، له منځه وړي او ښيي چې متن په خپله په اګاهانه او يا غيراګاهانه ډول همدا ځمکه له منځه وړې ده. ديکانسترکشن د متن د ودانۍ رانړول نه‌دي بلکې د دې ښکاره کول دي چې متن په خپله ځان نړولی دی (Rajnath، ۱۹۸۹، م ۲۶۴-۲۶۵).
سربېره پر دې، د دريدا په باور متون لوګوسنتريک دي: د دوه‌ګوني تقابل يو اړخ مرکز او پر بل ممتاز ښودل شوی. ديکانسترکشن همدا سلسله مراتب تر سوال لاندې راولي. مثلاً، د خوشحال خان خټک لاندې بيت ډېر مشهور دی او د پښتنو د عمومي ځانګړنې په توګه، معمولاً شکايت‌ګونه، په محافلو کې زمزمه کېږي:
اتفاق پـه پښتانه کې پيدا نه‌شو
ګنې ما به د مغل ګريوان پاره کا
دا بيت ظاهراً د پښتنو د بې‌اتفاقۍ په اړه غږېږي. داسې احساسېږي چې په دې متن کې پښتانه د مرکز په توګه غوره شوي دي—لکه وړاندې چې د مرکز په اړه وغږېدو—او له دې سره جوخت غير پښتانه په حاشيه کې قرار نيسي. د يوې شېبې لپاره داسې ښکاري چې خوشحال خان خټک هم په حاشيه کې دی. په بله وينا، دی د دې بې‌اتفاقۍ برخه او لامل نه‌دی. اما، که لږ دقت وکړو، خوشحال خان په دويمه نيمبيتي کې د ده په سرکردګۍ د مغلو په خلاف د پښتنو جنګ دعوه کوي. نو، په دې اساس خوشحال خان که څه هم ظاهراً مرکز نه‌دی او په څنډه کې قرار لري خو په عين حال کې د مرکز ځانګړنه لري—پښتانه په ده بايد راټول شوي وای. په دې اساس، د ده دا ادعا هم د شک او ترديد باعث کېږي چې ګواکې پښتنو بې‌اتفاقۍ ته لمن وهله؛ په اصل کې ممکن ده بې‌اتفاقۍ ته لمن وهله.  
ګورو چې ديکانسترکشن دوه پړاوه لري: په لومړي پړاو کې د متن دوديزه او تثبيت شوې مانا راښيي او  په دويم پړاو کې، چې متن ډېر دقيق ولوستل شي، دوديزه مانا تر پوښتنې لاندې راولي او بالاخره داسې حالت ته رسېږې چې د متن په اړه تصميم ګرانېږي (Wheeler، ۱۹۹۷، م ۳۴).
که لږ نور هم جزئياتو ته ولاړ شو، دريدا فکر کوي چې ځينې وختونه دا تقابل او د يوه پر بل ترجېح واضحه وي خو په ځينو مواردو کې په ګرانه موندل کېږي او پټه وي. کله کله يو اړخ موجود وي او بل اړخ هېڅ نه‌وي ذکر شوی. مثلاً، پښتانه، که په ورځنۍ محاوره کې وګورې او يا شعر او داستان ته يې سر ورښکاره کړې، سپين پوست خوښوي، د يار مخ د سپين‌والي له وجې له سپوږمۍ سره تشبيه کوي. که دقت وکړو، دا په خپله يو لوګوسنتريک عمل دی: سپين پوست په مرکز کې قرار لري او ممتاز ښودل شوی او نور ډول پوستونه، په ځانګړي ډول تور، په څنډه او حاشيه کې قرار لري. ديکانسترکشن دا سلسله مراتب تر پوښتنې لاندې راولي. په بله وينا، مرکز بې‌ځايه کوي، يا متن له متمرکز حالته وباسي. په دې لړ کې، لوستونکی يوه پړاو ته رسېږي چې نور تصميم‌نيونه ورته ګرانېږي. دې پړاو ته، دريدا، اپوريا[11] وايي: اپوريا هماغه د دوو ماناوو تر منځ د انتخاب بُن‌بست دی (Rajnath، ۱۹۸۹، م ۳۷). 
د خوشحال خان خټک يو بل مشهور بيت را په زړه شو. دی وايي:
لا تر اوسه يې ماغزه په کرار نه‌دي
چا چې ما سره وهلی سر په سنګ دی
په دې بيت کې بيا خوشحال خان خټک په مرکز کې واقع دی او نور، چا چې له ده سره سر په سنګ وهلی، په حاشيه کې دي. د دې بيت يوه لومړۍ او دوديزه مانا دا ده چې د خان د مخالفو ماغزه لا هم کرار نه‌دي—لا هم په وېره او درد کې دي. خو ديکانسترکشن، چې مرکز او حاشيه سره بدلوي، خوشحال حاشيې ته ځي او نور په مرکز کې واقع کېږي او دا مانا بيا راوځي چې آيا دا خو به خوشحال خان خټک نه‌وي چې ماغزه يې په کرار نه‌دي او لا هم وېره او درد ورسره دی؟ اخر دی د نورو له ماغزو څه خبر دی؟
ډېریو ليکوالو له ديکانسترکشن څخه د تصميم‌نيونې په وړاندې د فلج کېدلو برداشت کړی. په بله وينا، ديکانسترکشن په اپوريا کې پيلېږي او ختمېږي. خو دا په حقيقت کې ديکانسترکشن نه‌دی. په ياد ولرئ چې ديکانسترکشن «عادي» مانا تر پوښتنې لاندې راوستل دي خو که دا په ذهني فلج تمامېږي، بيا نو ديکانسترکشن نه‌دی. ديکانسترکشن په اصل کې دوه‌ګونی تقابل او د دې تقابل د يوه اړخ پر بل ممتاز ښودل کمزوری کول دي (Powell، ۲۰۰۷، م ۲۷).
په هر صورت، ژاک درېدا د فرانسې او نړۍ په نږدې تاريخ کې يو مشهور، جنجال برانګېزه، خو ځيرک شخصيت تېر شوی دی. دی په ۱۹۳۰ زېږديز کې، د الجزيرې په البيا ښارګوټي کې زېږېدلی و—الجزاير هغه وخت د فرانسې مستعمره وه. کورنۍ يې يهودي-مذهبه وه. په ښوونځي کې، په لومړيو کې، تنبل و. غوښتل يې يو مسلکي فوتباليست شي. په ۱۹۴۲ زېږديز کې، د فرانسې د نوي قانون په اساس درېدا، لکه نور يهودي ماشومان، له ليسې په زوره ووېستل شول او بیا ډېر وخت به يې په کور کې له خپلې مور سره تېراوه. دی، چې يهودي و، په الجزاير کې د مسلمانانو او عيسويانو تر منځ واقع و—د درې واړو اديانو پيروانو يو بل ته چنداني درناوی نه‌درلود او له دې ناحيې ډېر ځورېدلی و. په ۱۹۴۹ کې، چې نولس کلن و، پاريس ته ولاړ او په يو معتبر پوهنتون کې يې زده‌کړې پيل کړې؛ يو با استعداده محصل شو خو ډېر ژر يې ځان په عجيب او غريب موقف کې موند: د تحصيل په اساس ممتاز و خو، په عين حال کې، په حاشيه کې و—ځکه چې د الجزاير يهودي و. درېدا د شلمې پېړۍ د شپېتمې لسيزې له وروستيو کلونو را په دې‌خوا نړيوال شهرت ته ورسېد. نوموړي په ۱۹۶۶ زېږديز په جان هاپکېن پوهنتون کې د (Stucture, Sign and Play in the Discourse of Humanities) په نوم لکچر وړاندې کړ او په همدې ځای کې يې د متن لوستنې مشهور، او تر ډېره ناسم توضېح شوی مېتود، ديکانسترکشن معرفي کړ او په فرديناند دي سوسور، لوي ستراس او نورو سترکچرليستانو انتقادونه وکړل. په دې پسې، يو کال وروسته، د ده (Of Gramatology) راووت. په ۱۹۹۲ زېږديز کامبرېج پوهنتون افتخاري ديګري ورکړه. که څه هم، ډېرو مشهورو امريکايي پوهانو مخالفت ورسره وښود—په باور يې دريدا د فلسفې او علم ماڼۍ راونړولې—خو دی وړاندې ولاړ، په امريکا او نورو هېوادونو کې یې لکچرونه ورکړل، څلوېښت کتابه يې وليکل، يو کال زندان ته هم ولاړ او بالاخره په ۲۰۰۴ زېږديز د پانقرانس له سرطانه ومړ.
درېدا که څه هم ځان‌پېښې نه‌دی ليکلي خو دا خبره ګرانه ده چې ووايو ليکنې يې ګواکې له تېر ژوند سره هېڅ تړاو نه‌لري—ځينې فکر کوي چې د ده اثار اصلاً د ده د ژوند د ناخوالو په وړاندې يو ډول ځواب دی.
د ژاک دريدا يوه ډېره مشهوره مقوله دا ده: «له متنه دباندې څه نه‌شته.» ده به ويل کله که د يوې کلمې په مانا نه‌پوهېږئ، قاموس پسې ګورئ، په قاموس کې دا کلمه د نورو کلمو په ذريعه تعريف شوي وي او که د دې تعريف په کومه کلمه يا کلمو پوه نه‌شې نو د قاموس بله برخه پسې ګورې او که بيا هم پوه نه‌شوې، دا لړۍ همداسې دوام مومي. همدا وجه به وه چې يو ماښام يو ماشوم ته د تيارې د پېژندنې په برخه کې پاته راغلم.
دريدا به پر کلمې کرښه راکاږله—مثلاً د وجود کلمه يې داسې ليکله: وجود. د ده په باور دا کلمه د وجود مفهوم په بشپړ ډول نه‌شي افاده کولی، نيمګړې ده، خو په عين حال کې دې کلمې ته ضرورت هم لرو . په بله وينا، ژبه موږ حقيقت ته نه‌رسوي خو له ژبې پرته بله چاره هم نه‌لرو.
اخځليکونه
Bretens, Hans. 2001. Literary Theory: The Basics. London: Routledge.
Powell, Jim. 2007. Deconstruction for Beginners. USA: For Beginners LLC.
Rajnath. 1989. Deconstruction: A Critique. India: The Macmillan Press LTD.
Wheeler, Kathleen. 1997. Explaining Deconstruction. Chennai: Macmillan India Press.
 
  [1] ‘il n’y a de hors-texte’
[2] Poststructuralism is unthinkable without structuralism.
[3] Sign=Signifier+Signified
[4] De
[5] Construction
[6] Difference
[7] Deferral
[8] Differance
[9] He challenged the accepted borders between philosophy, history, literature, criticism, autobiography, sociology, and so on, mixing genres, styles, and themes.
[10] Binary Opposition
[11] Aporia