دا دوه به چېرته وي!؟ 

احمد ضيا مسعود او صلاح الدين رباني له هغې ورځې چې ولسمشر غني په کورونو کېنول له حکومت او نظام سره يې دښمنۍ هم پيل شوې. له ولسمشر محمد اشرف غني سره د دغه دوه ښاغليو دښمني په يو څه ده او هغه هم قدرت او څوکي. احمد ضيا مسعود د ۲۰۱۴ کال ولسمشريزو ټاکنو پر مهال له غني ځان په دې قربانولو چې واک او ځواک ورکړي، خو چې کله يې د ښې - حکومتوالۍ په برخه کې د ولسمشر د ځانګړي استازي له دندې د نه - وړتيا له امله لېرې کړ، نو په سپکو - سپورو يې پيل وکړ. 

صلاح الدين رباني هم د جمعيت ګوند د رياست په څېر په زور او تحميلي ډول څو کاله ځان د بهرنيو چارو وزير کړ او په ياده موده کې يې پرته له دې چې وزارت کې د برهان الدين رباني او احمد شاه مسعود د مړينې ورځې ولمانځي بل داسې کوم کار چې په لويه کې د هېواد په ګته اوسي نه يې دی کړی. 

د طالبانو او حکومت په موضوع کې د دغه دوه څېرې هم طالب - ضد او هم د حکومت پر وړاندې وې. په سياسي برخه کې يې د حکومت تخريب ته مټې رانغښتې وې او هم يې د طالبانو پر وړاندې له دښمنۍ او کرکې بله خبره نه کوله. د دوی د لافو خبرې دومره لوړې وې چې که ورته غږو وای نو هم يې په يوه ورځ کې  حکومت نېولی شوای او هم يې د خپلو ملېشه ځواکونو پر مټ يې طالبان ماتولی شول. 

په دې وروستيو ورځو کې چې د حکومت او طالبانو ترمنځ جګړې زور واخېست نو د تورن اسماعيل خان، عطا محمد نور او يو شمېر نور پخواني جهاديان د طالبانو پر وړاندې د جګړې ډګر ته لاړ؛ دوی نمايشي لاړ او که په رېښتنې مانا خو انځورونه به يې له وسلو او خپلو ملېشو سرره پورته کول او دايې ښوودل چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي. 

احمد ضيا مسعود او صلاح الدين رباني که څه هم په دې دوه کالونو کې سخت بيکارۍ او بې بوختيا په سر اخېستې وو، دا يې ونه شول کړی چې حتی په نمايشي ډول غر او سنګر ته لاړ شي. غټ کار چې دوی کولو هغه د فېسبوک له لارې د تورن اسماعيل خان او عطا محمد نور تشويق او ستاينه وه چې جګړه کوي.

هغه صلاح الدين رباني چې د جمعيت ګوند او تاجک قوم پر مټ يې د ټول افغانستان د نېونې، نفوذ او کڼترول ويل؛ په دې هم بریالی نه شو چې خپل پلارني ولايت بدخشان کې د خلکو حال واخلي. بدخشان طالبانو ونېولو او صلاح الدين رباني طالب ته په خوله له دښمنۍ او کرکې بله کلمه نه راتلله. دغه ښاغلي د بدخشان په اړه څه چې د خپل نېږدې جمعيتي تورن اسماعيل خان د نېونې په اړه هم چوپتيا غوره کړې. اسماعيل خان پرې ور تشويق کړ چې جګړه وکړه او د طالبانو مخې ته ور شه خو چې کله اسماعيل خان دا وکړل او بيا ونېول شو، دوی هغه يوازې په فېسبوک هم د ښه او بد په اړه څه ونه ويل. 

د جمعيت ګوند د يوې برخې دغه مشران په لندن او تاجکستان کې د خپلې خوښې ژوند لري او د ژوند ټول سهلتونه ته ورته برابر شوي دي او ښايي اوس يې هم له هېواد پښې سپکې کړې وي او يا هم په راتلونکې کې سپکې کړي، خو په خپل قومي او ګوندي سياست کې يې دا څو لسيزې خلک دې هڅول چې يو مرکزي حکومت شتون ونه لري او دوی وکولی شي چې په قومي ډول د افغانستان واک وېش کړي.