د نړۍ له هېوادونو سره بلد شئ؛ د نيپال هېواد

مخکې له دې چې نيپال سره متحد او يو واحد هېواد شي، د دغه هېواد اوسنۍ پلازمېنه (کاتمانډو) د نيپال په نوم يادېده او د نيپال دره ورته ويل کېده. د نيپال کلمې ذکر د هندوستان په لرغونو لېکنو کې شوی دی او له ميلاد څلور پېړۍ وړاندې د نيپال نوم شتون لري. په انګلېسي ژبه د نيپال نوم Nepal لېکل کيږي او ويل کيږي چې د نيپال کلمه د Ne يا Muni يا Nemi نوم څخه اخېستل شوې ده؛ Muni يا Nemi يو عالم او حکيم وو، چې د اوسني‌نيپال په سيمو کې مېشت او ورڅخه یې ساتنه کوله. 


وګړي او پرخوالی:
نيپال نېږدې ۱۵۰ زره کيلو متره مربع پراخوالی لري او په همدې بنسټ د نړۍ ۹۶ هېواد شمېرل شوی. نيپال په وچه کې پروت دی. هندوستان، چين، بنګلادېش او بوتان سره ګډې پولې لري. د هیمالیا د غرونو لړۍ چې د نړۍ ترټولو لوړه څوکه يا اورست ده، د نيپال او چين ترمنځ یې ګډه پوله جوړه کړې ده. د دغه غر نيمه برخه چين او نيمه یې په نيپال کې شتون لري. نيپال کمې اوبه لري او يوازې درې سلنه پراخوالی یې اوبو پوښلی دی. نيپال ۲۸ مېلونه وګړي لري‌ او د نفوس پر اساس د نړۍ ۴۹ هېواد دی. د قومي جوړښت پر اساس نيپال کې ټول قومونه لږکي دي او اکثريت په کې نشته. د دغه هېواد ۸۰ سلنه وګړي هندوان، نهه سلنه بودايان او پنځه سلنه په کې مسلمانان دي. 

 
حکومت او سياست: 
نيپال ګڼيز ګوندي سېسټم لري او دري سياسي ګوندونه یې د اغېز وړ دي. نيپال يو فدرالي ديموکراتيک جمهوريت دی. درې قواوې لري، چې لومړی وزير  پارلمان له لوري ټاکل کيږي. د نيپال اساسي قانون سېکولار دی يانې دا چې هېڅ دين د دولت د رسمي په نوم په رسميت نه پېژني؛  د ګڼو ژبو، مذهبونو او کلتورونو شتون په رسميت پېژندلی دی. نيپال د ملګرو ملتونو غړی هېواد دی او سارک سازمان کې د غړېتوب ترڅنګ فعاله ونډه لري. دغه هېواد له فرانسې، آلمان، جاپان، مالېزيا، سويلي کوريا سوئیس، هندوستان، امريکا متحدو ايالتو سر دوه اړخيزې او  انګلستان سره ځانګړې اقتصادي، سياسي او پوځي اړيکې لري. په ختيځه اسيا کې نيپال لومړنی هېواد وو چې اسرائيل یې په رسميت وپېژندل او سياسي اړیکې یې ور سره ټېنګې کړې. تر ۲۰۰۸ز کال نيپال شاهي حکومت درلود او له هغې را وروسته یې د حکومتوالۍ ډول جمهوريت ته واوغوښت. 


اقتصادي وړتيا: 
نيپال په نړۍ کۍ د ګړندۍ اقتصادي ودې له هېوادونو دی. په اقتصادي وده کې نيپال ۱۶۲ ځای خپل کړی دی. د نپيال د وګړو څلورمه برخه د غربت تر کرښې لاندې ژوند کوي، چې په دې سره دغه هېواد د نړۍ د  غرېبو هېوادونو په ډلې کې شامل شوی دی. نپيال کې د غربت تر کرښې لاندې د خلکو شمېر ۲۵ سلنه او که چېرې له افغانستان سره پرتله شي، نو دلته بيا ۴۲ سلنه دی. نيپال نېږدې يو لک وسله وال پوځ لري او په دې شعار سره (له ډاره مرګ غوره دی Better to die than to be a coward) جګړه کوي.


د نيپال په اړه پنځه په زړه پوري خبرې: 
۱- د نيپال بيرغ پرتوږګ ته ورته بڼه لري، چې دوه تېرې څوکۍ یې د هماليا د غرونو ښودنه کوي. د بيرغ د منځ سور رنګ یې د زوروتيا او شنې کرښې یې د سولې سمبولونه دي. بيرغ کې لمر او سپوږمۍ رسم شوي او مفهوم یې دا دی چې تر هغې چې لمر او سپوږمۍ وي تر هغې به د ځمکې پر مخ نيپال وي. نيپال د نړۍ هغه يوازینی هېواد دی چې د بيرغ بڼه یې مستطیلي شکله نه ده. 

۲- نيپال د خپلواکۍ ورځ نه لري او دا په دې پار دی چې دغه هېواد  هېڅکله استعمار او يرغل شوی نه دی. 

۳- د بودايي دين بنسټګر، ګوتاما بودا نيپال کې زږېدلی وو. 

۴- نيپال ۸۰ قومي ډلې او  ۱۲۸ ژبې لري، خو تر جوړېدو یې بيا تر نن، د قوم، ژبې او دين پر سر هېڅ جګړه نده  شوې او په همدې اساس ورته د همپالنې هېواد وايي. 

۵- غوا د نيپال ملي حيوان حساب شوی او حللول یې منع دي.