دا اووه چارې زده او پلې کړئ؛ خبرې به مو اغېزمنې، ډاډمنې او پر ځان به مو باور لوړ وي 

۱- په څوکۍ کې شاته تکيه مه وهئ او له ميز لېرې مه کېنئ: 
هر کله چې په يوې ناستې او دفتر کې له خلکو سره خبرې کوی، نو په داسې بڼه مه کېنئ چې ځوکۍ کې مو شاته تکيه وهلې وي او له مخکې ميز مو واټن اخېستی وي. دې سره هغه کسان چې تاسې سره خبرې کوی تاسې شم نه شي لېدلی او د سترګو اړيکې کميږي. که په دې ډول کېنئ نو نور دا فکر کوي چې تاسې د  بحث په اړه ډېر جدي نه ياست او ډېر اړين درته نه ښکاري. دا ډول کېناستل دا هم ښيي چې تاسې ځان په خپله وړوکی او ټيټ وښياست. 

۲- د خبرو لپاره اجازه مه اخلئ: 
په يوې ناستې کې د خبرو کولو لپاره خپل نوبت ته منتظر شئ، خو چې کله خبرې کوئ نو مخکې ورڅخه لاس مه پورته کوئ او اجازه مه اخلئ. که داسې وکړی نو تاسې په خپله ځان ټيټ معرفي کړ. هغه وخت چې تاسې يوې ناستې ته غوښتل کېږئ يا تاسې ناستې ته نور راغوړی، نو تمه دا ده چې تاسې څحه وواياست. کله چې له تاسې د خبرو کولو تمه وي نو بيا ځان داسې مه جوړه وئ چې اجازې اخلئ او د خبرو لپاره لاس پورته کوئ. 

۳- دا انتظار مه باسئ چې بل کس بلنه درکړي: 
يو ناستې ته په دې پار بلل شوي ياست چې يو څه ووياست، نو هڅه وکړئ چې د يو کس د خبرو په خلاصېدو سره خپلې خبرې پيل کړئ. ځيني کسان داسې کوي چې د ناستې تر اخيره په دې تمه وي چې يو کس به ورته ووايي چې ښاغيله.... احمد....... فلانی تاسې څه وايئ او يا ستاسې نظر څه دی؟ 

۴- دا فکر مه کوئ چې نور پوهېږئ چې تاسې هم  د خبرو کولو لېوالتيا لرئ: 
کله چې يو ناسته کې ياست، نو دا تمه او فکر مه کوئ چې بل کس به تاسې ته نوبت درکړي او تاسې به خبرې وکړئ. هڅه وکړئ چې د خپل نوبت په پار څرګندې اشارې ولرئ. د بېلګې په ډول ځان ميز ته نېږدې کړئ او دا وښياست چې څه ويل لری؛ د نوبت اخېستو او چمتوالي د ښودلو په پار ساه واخلئ او ځان خبرو ته جوړ کړئ. که بيا هم د چا درته پام نه شي نو په جرئت سر لاس پورته کړئ. 

۵- ډېر تعریفونه مه کوئ او ډېرې بښنې مه غواړئ: 
هر کله چې د خبرو نوبت درته ورسېد نو خپلې خبرې مو لنډ او څرګندې وکړئ. له تشريفاتي خبرو، ستاينو او بښنو په کې تېر شئ. هغه ټکی چې په ذهن کې در سره دي  څرګند او شريک  يې کړئ. 

۶- ارام اوسئ: 
د خبرو پر مهال که موضوع ډېره جدي او د ستونزو هم وي خو تاسې هڅه وکړئ چې ارام اوسئ. هر هغه څه چې غواړئ وړاندې يې کړئ، خو احساسات او جذبې مو کابو کړئ. 

۷- د سترګو او مخ اړيکې وساتئ: 
د خبرو پر مهال ناسته کې يوازې پر يو کس تمرکز مه کوئ، ټولو ناستو کسانو ته وګورئ او داسې فرض کړئ چې ټول ناست مهم کسان دي او بايد ستاسې خبرې په غور سره واوري.