اداري فساد د ښې حکومتوالۍ پر وړاندې اساسي خنډ

اداري فساد پرمختللي هېوادونه او هغه هېوادونه، چې د پرمختګ په حال کې دي اغېزمنوي؛ اقتصادي پراختیا فلجوي او د پانګونې مخه نیسي، د بېکارۍ ګراف لوړوي.

 
د فاسد کلمې لفظي معنا بربادي ده، دا لاتیني کلیمه لومړی د ارسطو لخوا او وروسته د سیسرو لخوا کارول شوې وه.

 
اداري فساد: فساد د اصلاح ضد کلمه ده، چې لغوي مفهوم يې خرابوالی او وروستوالی دی. د قانون خلاف هغه عمل ته وايې چې د دولتي کار کونکو او د عامه خدمتونو د نورو مٶظفينو لخوا د شخصي ګټو او مقاصدو يا ډله ايزو اهدافو په خاطر ترسره کيږي، اداري فساد له منابعو څخه ناوړه استفاده کول، چې د ټولنې د نارضايتي او ورسته پاتېوالي سبب ګرځي اداري فساد بلل کيږي.

 
د فساد ویی له هغه مفهوم سره چې پکې فساد ځای نیولی وي د پسوند په ډول راځي.
 
لکه: اداري فساد، مالي فساد، اخلاقي فساد، اجتماعي فساد او…
اجتماعي فساد هر هغه عمل ته ویل کیږي، چې د ټولنې د نظم له منځه وړونکی وي، یا هغه عمل چې په ټولنه کې د ګډوډیو د نا سم عدالت سبب کیږي، د ټولنې د عمومي مصلحت خلاف وي او ټولنیزو نابرابریو او بې عدالتیو ته زمینه برابروي.

 
که د یو چا اخلاق خراب وي د مثال په ډول پردیو ښځو ته په بد نظر ګوري او یاهم د فاعل او یامفعول په حیث د ناروا لارو څخه په استفاده د خپلو غرائزو د سړیدو هڅه کوي اخلاقي فساد بلل کیږي.

 
مالي فساد بیا د پیسو غلا، اختلاس، ناسم مصرف، په شرکت، اداره ، دوکان او یا بانک کې د پیسو پټولو، کم و زیات حسابولو او د شخصي استفادې لپاره کارولو ته وايي.
 
اداري فساد په یوه اداره کې خراب کار او سوء استفادې ته ویل کیږي، چې ځانته انواع لري.

 
له خپل موقف څخه ناسمه ګټه اخیستنه اداري فساد دی.
کار د اهل پرځای نا اهل چې وړ یې نه وي که هغه اشنا، دوست او یا ملګري ته وي سپارل هم اداري فساد دی او د کارونو ځنډول هم د ادارې د وروستوالي معنا لري.

 
دا نږدې شل کاله شاوخوا کېږي، چې په افغانستان کې شته حاکمان او واکمنان د اداري فساد په وړاندې د مبارزې ژمنې کوي او ددې له پاره په ډول ډول  تېر ایستونکو فعالیتونو او اعمالو لاس پورې کوي اما پایله یې منفي او د اداري فساد ګراف ورځې تر بلې لوړ وي.
 
زموږ ګران هېواد افغانستان لکه څنګه چې د نشه یي توکو په تولید، قاچاق، جګړه، ترهګریزو فعالیتونو کې لومړی مقام لري په همدې ډول په نړۍ کې د اداري فساد په برخه کې هم د ټولې نړۍ مخکې دی او لومړۍ مقام لري.

 
دا چې د افغانستان مظلوم ولس به ددې ناوړې او پرمختګ وژونکې ستونزې تر کومه ځوریږي، دا لا نه ده مالومه، ځکه چې دلته حاکمان تر ټولو ژور او پلان لرونکی لاس لري.

 
که څه هم په ټولو نړیوالو کنفرانسونو او نړیوال مرسته کوونکي هېوادونه، د هیوادونو مشران د افغان چارواکو څخه د اداري فساد مخنیوی له پاره ژمنې اخلي او ژمنې کوي، مګر بیا هم په اداري فساد کې ددې پر ځای چې مخنیوی یې وشي او یا لږوالی پکې راشي، زیاتوالی پکې راځي او ټول خبرې بر عکس تمامیږي له دې امله په نړۍ کې  لوړ مقام خپلوي.

 
زموږ زیاتره چارواکي او واکمنې څېرې په دې بوخت دي، چې څه ډول عامه ملکیتونو، د خلکو شخصي شتمنۍ، ملکیتونه، نړیوالې مرستې له ولس څخه په مختلفو او ناروا لارو خپلې کړي.

 
په نظام کې شته اقتصادپوهان، چې د نورو بهرینو هېوادونو څخه راغلي او د خپلو غلطو تیوریو له امله یې افغانستان د یوه ستر اقتصادی ناورین سره مخ کړی دی. دوی ددې په ځای چې د خپلو پلانونو د عملي کولو له امله په هېواد کې وزګارتیا او لوږه له منځه یوسي، بدبختانه برعکس د دوی ناوړه پلانونه ددې سبب شوي دي، چې په هېواد کې د وزګارو کسانو شمېر لاپسې زیات او په ښارونو کې د ګدایانو لښکرې جوړې شوې دي. ښایي په ښارونو کې داسې سیمه نه وي چې ګدایان پکې په سوال کولو اخته نه وي د رسنیو د ارقامو له مخې د اداري فساد او د شته ظالمو حاکمانو له امله په هېواد کې د لوږې کچه ۷۲ سلنو ته لوړه شوې.

 
په هېواد کې ډېری ځوانان د بېکارۍ له امله سر ټکوي، چې له مخې یې د دوی ژوند تریخ شوی، دوی وايي، چې د همدې اداري فساد کار اهل کار ته نه سپارلو له امله دوی اړ کېږي، چې له هېواد څخه بهر په غیر قانونې توګه نورو هېوادونو ته مهاجرت وکړي او هلته د ژوند تأمین په موخه د عایداتو یوه وسیله لاسته راوړي.

 
ډېر ځوانان چې خپلې زده کړې یې تر لیسانس درجې پورې په ډېر زحمت او د هر ډول ستونزو په مقابل کې سرته رسولې دي،  په اوس کې ځانونه د نالوستو او ان  تر دې چې د سوالګرو په لېست کې حسابوي او حتا پیغورنه او بدې خبرې هم په ځان مني، نالوستي ورته وایي، چې له تاسو خو موږ هم ښه یو چې پرته له زده کړو او کړاوونو ځانته روزګار پیدا کولای شو، دا او دې ته نورې بېلګې د اداري فساد ثمره ګڼلی شو.

 
په تېرو کلونو کې په نظام کې شته افرادو او ښامارانو د افغانستان د خلکو او د نړیوالی ټولنې د تېر ایستلو لپاره، د فساد د منځه وړو او مخنیوي په خاطر لسګونه سازمانونه او ا دارې رامنځته کړې او په دې اړه یې ډول، ډول پروګرامونه اعلان کړل، چې پایله یې همغه تېر ایستل او اوبو ته خوب ښودل دي.

 
دغو چارواکو د خپلو رسنیزو امکاناتو څخه په ګټه اخیستنې سره دا خلکو ته په ډاګه کړې ده، چې ګویا دوی د اداري فساد پر وړاندې په مبارزه کی صادق دي یعنې دوی ولس ته د فساد ضد تمثیل کړی نه عمل.

 
له بده مرغه هغه ادارې چې د فساد د مخنیوي لپاره رامنځته شوې وې په خپله د فساد په زیږونکو ادارو باندې بدلې دي، د دولت په چوکاټ کې عدلي ارګانونه چې د اداري فساد د له منځه وړلو مسؤلیت یې یو له دندو څخه ده، هم په دې هکله پاتې راغلي دي او په خپله د فساد لویې منبع ګرځېدلې دي، دا ځکه چې په تېرو لسو کلونو کې تر ډېره بریده نوموړي ارګانونه د اداری فساد څخه کړیدل.

 
په هېواد کې ولس په عدلي ارګانونو باندې د اداری فساد له امله باور له لاسه ورکړی دی، په ځینو مواردو کې یو شمېر خلک اړ کیږي، چې خپلی ستونزې د رواجونو له مخې هوارې کړي، چې تر ډېره د حق او نا حق تفکیک نه کوي فقط د ستونزې حل یې د لنډې مودې لپاره وي، چې په پایله کې یې ګڼ شمېر نورې ستونزې هم رامنځته کوي، په اکثرو ولسوالیو کې ډېر شمېر خلک د خپلو ستونزې د منځه وړو په خاطر د دولت مخالفینو ته مراجعه کوي، چې دا په خپله د اداري فساد ستره زېږنده او پر شته نظام د ولس کم باورۍ سبب کېږي.

 
اوس مهال د رسنیو د رپوټونو له مخې په سلګونو دوسیې د اداري فساد په هکله په عدلي ارګانونو کې شته دي. مګر تر اوسه دا ارګانونه په دې نه دي توانیدلي چې دا دوسیې حل او فصل کړي، دا ځکه چې د یوې خوا په خپله عدلي ارګانونو کې د فساد د شتوالي په هکله ادعا کیږي او د بلې خوا، دولتي لوړپوړې چارواکي او د نفوذ لرونکي کسان نه پریږدي چې په فساد کې ککړو کسانو ته د قانون له مخې جزا ورکړل شی.

 
په اکثرو اداراتو کې د بنډونو او ډلګیو جوړیدل ددې سبب شوی، چې ولس د قانون او نظام په هکله نا سم برداشت کړی او نا سم ذهنیت یې خپل کړی دی، چې دا په لوی لاس د نظام او قانون بدنامیدل دخلکو او حکومت ترمنځ واټن رامنځته کېدل دي.

 
په تېرو لسو کلونو کې په نظام کې شته مشرانو هڅه کوله، چې په دولت کې د ټیټو رتبو لرونکي کسان په فساد کې ککړ وبولي. دوی دا دلیل درلود، چې ددې کسانو شته معاشونه لږ دي نو له دې امله چې د کورنۍ اقتصادی ستونزې هوارې کړي دوی فساد ته مخه کوي.

 
بدبختانه په اوس وخت کې دا ډېر بد کلتور پیدا شوی دی، په اداري فساد اخته کسان ددې پر ځای چې د خلکو او ټولنې په وړاندې، افغانی کلتور سره سم، د شرم احساس وکړي برعکس دوی خلاصې تڼۍ ګرځي او د ناروا لارو د شتمنیو په راټولولو سره د غرور او لوړتیا احساس کوي.

 
په نظام کې شته واکدران د فساد د له منځه وړلو لپاره یو شمېر ادارې را منځته کوي خو تر هغه چې د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره کلکه  سیاسي اراده را منځته نه شي او د موجوده نظام واکمنان دا کلکه اراده پیدا نکړي چې خپله به هم په اداري فساد کې نه ښکېل کېږي او نه به بل څوک دغه ناروا او غیرې قانون عمل ته پریږدي، چې اداري فساد ته مخه کړي. تر هغه د فساد په ضد شعارونه، کنفرانسونه او غونډې هسې چټیات او بابولالې دي. موږ ګورو چې په نظام کې تقریباً پنځه نوي سلنه کسان په فساد اخته دي.

 
دا پنځه نوي سلنه کسان هېڅکله د اداري فساد د لمنځه وړلو هوډ او اراده نه لري. همدا خبره ده، چې په افغانستان کې فساد هغه مهال له منځه تللی شي، چې د فاسدو، لوټمارو او قانون ماتونکو کسانو څخه په بشپړه توګه پاکه اداره را منځته شي. باید ووایو چې د فساد په وړاندې په مبارزه کې نه یوازې د فاسدو کړیو سیاسي او اداري حاکمیت ستر خنډ دی، بلکې د نورو استخباراتي ډلو فعالیتونه هم ددې سبب شوي دي، چې په هېواد کې د فاسدو ډلو سیاسې حاکمیت نورهم اوږد او لا قوي شي.
 
د اداري فساد له منځه وړل طرحو ته نه بلکې سیاسي ارادې ته اړتیا لري، سیاسي اراده هله رامنځته کېدای شي، چې په ریښتنیني ډول په ولس او وطن زړه بد شي، نه دا چې تش تمثیل او ولس تېر اېستل وي.