د رسول الله صلی الله عليه وسلم څلوېښت حديثونه - لومړۍ برخه 

لیکوال: كندهارى 
 حضرت محمدصلی عليه وسلم فرمايلی:
مَن حَِفَظ َعَلي ا ُمُتِي اَربَِعينَ حَدِيثًا فِي ا َمرِ دِينِهَا بَعَثَهُ اللهُ َفِقيهًا وَ كُنتُ لَه يَومَ الِقيَامَةِ شَاهِدًا وَشَِهيدًا (ترمذی)
څوک چه زما دامت دديني ګټو دپاره څلويښت حديثونه جمع کړی (راټول يا یې ياد کړی او نورو خلکو ته یی ورسوي) الله تعالی به هغه سړی دقيامت په ورځ فقيه راپورته کړی، زه به خپله دده شفاعت وکړم او خپله به دهغه شاهد شم.

۱- اِنَّمَاالاَعٌمَالُ بِالنِّيَاتِ (بخاری اومسلم)
د عملونو قبليدل د نيت سره تعلق لری.

۲- مَن اَحَبَّ اَن يُبسَطَ لَه فِي ِرزقِه وَيُنسَا لَه فِي اَثَر ِه فَليَصِل رَحِمَه (متفقٌ عليه )
څوک چې خپله روزي ډيره او عمر زيات غواړي نو هغه ته په کار ده چې خپلوۍ ښې وپالي.

۳- اَلله ُاَفرَحُ ِبتَوبَةِ عَبدِه مِن اَحَدِكَم سقَط َعَلي بَعِيره وَ قَد اَ ضَلَّه فِي اَرِض فَلاةٍ (بخاري مسلم).
چې د يوه کس نه په يوه دښته يا صحرا کی خپل اوښ ورک شوی وی او هغه پيدا شي نو دغه کس به څومره خوشحاليږي – بس الله تعالی ددې نه هم زيات د خپل بنده په توبه ويستلو خوشحاليږي. 

۴- مَنٌ غَشَّ فَلَيٌسَ مِنَّا (مسلم)   فريب وركونكي له موږ څخه نه دی
.
۵- السَاعي عَلي الاَرملة وَ المِسكين كَالمُجَاهِد فِي سَبِيل الله وَفِي رَوَاية او كَالذي يَصوم النَهَار ويَقوم الليل (بخاري مسلم).
د کونډو او محتاجو خلکو په کار کې کوښښ کوونکی داسې دي لکه مجاهدين فی سبيل الله او په بل روايت کې داسې ثواب لري لکه چې د ورځې روژه او دشپې عبادت کوي.
دنيا يو سامان دی؛ ددې سامان يوه غوره حصه نيکه دينداره ښځه ده.

۶- الغَيبَة ُاَشَدُّ مِّنَ الِزّناَ (مشکوة )   غیبت کول تر زنا هم بدتر دی. 

۷- زنَا الٌعَيٌنِ النَّظَرُ (مشکوة)       دسترګو زنا ناروا ته کتل دي
.
۸- لاَيَدٌخُلُ الٌجَنَّةُ مَن لاَّ يّأمَنُ جَارُه بَواَءقَة (مسلم )
هغه سړی به جنت ته داخل نه شي چې دده  همسايګان دده له شر او ضرر نه په امن نه شي.

۹- کُلُ مَسٌکِر ٍحَرَام (ابوداؤد)   هر شی چې سړي ته نشه راولي حرام دی.

۱۰- ِمفتاحُ الجَّنةِ الصَّلوةُ وَمفتَاحُ الصَّلوةِ الطَّهُورُ (ترمذي).
دجنت کلي لمونځ دی او د لمانځه کلي اودس دی.

-۱۱ السِّوَاكُ مُطَهِّرَةُ لِّلفَِم وَ مَرٌضَاةُ لِلِرّبِّ (نسايي) .-۱۱ السِّوَاكُ مُطَهِّرَةُ لِّلفَِم وَ مَرٌضَاةُ لِلِرّبِّ (نسايي) .
دمسواک وهل خوله پاکوي او دالله (ج) دخوښۍ سبب ګرځي.

۱۲- اَفضَلُ الَاعمَاِل اَلحُبُّ فِي اللهِ وَالبُعضُ فِي اللهِ (ابوداؤد)
بهترين عمل دوستي د پاره د الله(ج)  او دښمنۍ د پاره دالله(ج)  وي.

۱۳- مَن بَنَا ِللهِ مَسجِداً بَنَي اللهُ لَهُ بَيتًا فِي الجَنَّةِ (بخاری مسلم ).
چا چې د خدای (ج) لپاره جومات جوړ کړ خدای (ج) دده لپاره په جنت کې ځای جوړ کړی.

۱۴- مَآ اَسفَلَ مِن الكَعبَين مِن الِازَاِرفِي النَّاِر(بخاري اومسلم).
د هر چا پايڅې چې تر بجلکو ښکته وي هغه حصه دب دن به یې د وزخ ته ولاړه شي.

۱۵- ِايَّاكُم وَالحَسَدَ يَأكُلُ الحَسَنَاتَ كَمَاتَأكُلُ النَّارُ الحَطَبَ (ابوداؤد).
د حسد او بغض څخه ځانونه وساتئ ځکه چې حسد او بغض د انسان نيکې داسې خوري لکه اور چې بوټي خوري.

۱۶- سَبَابُ المُسلِِمِ فِسقٌ وَّقِتَالُه كُفرٌ (بخاري مسلم)
مسلمان لره نا لايقه وينا او په نا حقه سره وژل لويه ګناه او د کفر سره برابری دی.

۱۷- اِرحَمُوامَن ِفي الاَرِض يَرحَمُكُم مَّن فِي السَّمَآءِ (ترمذي ابوداؤد).
تاسې د ځمکې په مخلوق رحم کوئ رحم به وکړي پر تاسې هغه (الله ج ) چه دآسمانو خالق دی.

۱۸- لَِقّينُوا مَوتَاكُم لآاِلهَ اِلَّاالله (مسلم)
خپلو مړو ته دځنکدن په وخت تلقين ورکوئ په کلمه د لآ اله الاالله .

۱۹- لَايُؤمِنُ اَحَدُكُم حَتيّ\' اَكُونَ اَحَبّ اِلَيه مِن وَّالِدِه وَوَلَدِه وَالنَّاِس اَجمَعِينَ (بخاري مسلم ).
ستاسې څخه  هيڅ سړی تر  هغې کامل مؤمن نشي کيدای ترڅو  چه زما محبت تر خپل مور او پلار، اولاد او تر ټولو خلکو ډير نشي.

۲۰- كُن فِي الدَّنيَا كَاَنَّكَ غَِريبٌ اوَعَابِِرِسَبِيلٍ (بخاری) .
په دنيا کې د مسافر او لارې تيريدونکي په شان ګوزاره  او ژوند کوه.