د ونو سره نږدېوالی د ماشومانو د ذهنونو د پراخوالي لامل کېږي!

 د یوې نوې څېړنو پایلو موندلې ده چې د ونو سره نږدېوالی او په ونو کې لوبې کول د ماشومانو ذهنونو ته وده ورکوي نو په همدې دلیل ماشومانو ته اجازه ورکړئ ونو ته نږدې شي ځکه چې دلته د هغو کسانو دماغو وده کې زیاتوالی راځي چې هلته وخت تیروي. لکه څنګه چې د ونې څانګې وده کوي ، همداسې د ماشومانو ذهنونه هم وده کوي.

دغه څیړنه چې په لندن کې ترسره شوې، چې د ۹ کلونو څخه تر ۱۵ کلونو پورې ۳۵۶۸ماشومانو باندې کتلي. هغه ماشومان چې په ونو کې وخت تیر کړی د زده کړې غوره وړتیاوې او غوره رواني روغتیا درلوده. مګر د حیرانتیا خبره دا ده چې طبیعي ځایونه لکه شنې ځمکې، سیندونه او جهيلونه په مغز دومره مثبت اغیز نلري.

پدې توګه موږ کولی شو ووایو چې په ونو لګول شوی وخت د بلوغت ته رسیدو ماشومانو دماغونو لپاره خورا ګټور دی. مګر دا د ونو او د انسان دماغ ترمینځ لومړۍ مطالعه نده.