د ملي بيرغ په تړاو؛ د ملي بيرغ لنډ شاليد

د زمري مياشتي اوومه د هيواد په رسمي کاليزه کي د ملي بيرغ د ورځي په نوم نومول سوې. زموږ اوسنی وياړلی ملي بيرغ د بريتانيا څخه د خپلواکۍ اخيستلو وروسته په 1307 هجري لمريز کال کي د پغمان لويي جرګې لخوا په درې رنګونو کي د شاه امان الله خان په وړانديز تصويب او ومنل سو چي د لږ بدلون سره تاريخي مخينه لري.

د بيرغ رنګونه او اسلامي حيثيت يې 
ځيني تصور کوي چي يوازي سيپن, تور او شين رنګ بيرغونه په اسلامي دورو کي کارول سوي; خو داسي نه ده په نبوي مبارک دور , راشده خلافت او له هغه راوروسته په اموي , عباسي او عثماني حکومتونو/ اسلامي خلافتونو کي زېړ (ژړ), سور, تور, سپين ,زرغون (شين) رنګ او... بيرغونه کارول سوي او که له دې پرته کوم بل رنګ وکارول سي نو هم يې په اړه د ممنوعيت او حرمت صريح شرعي نصوص نسته په دې اړه د محترم ورور مولوي عبدالرحيم غياث کتاب (بيرغ د تاريخ , شرعيت او حقوقو په رڼا کي وګورئ).

ملي بيرغ ولي مهم او اړين دی
په اوسني عصر کي د مځکي کره په کوچنيو جغرافياوي ټوټو وېشل سوې چي ورته هيوادونه وايي په نړيوالو کنفرانسونو, ناستو او سفرونو کي د يو هيواد اتباع او په نورو هيوادونو کي د متبوع هيواد ډيپلوماټيکي او کنسولي استازولۍ د ملي بيرغ په واسطه پيژندل کيږي.

په پخواني عصر کي چي بشري نړۍ ډېر پرمختګ نه و کړی ان د دولتونو د تاسيس مخکي بيا د قومونو د ښکار , څړځايونو او اوبو حريم په بيرغ پيژندل کيده.

اوس چي څومره نړيوالي اړيکي ډيريږي او نړۍ د يوه نړۍ وال کلي بڼه غوره کوي د بيرغ اړتيا هم ډيريږي. د نړيوالو حقوقو له مخي د يو هيواد بيړۍ او الوتکه چي هر هيواد يا نړۍ والو اوبو او فضا کي وي د همغه متبوع (څښتن) هيواد قلمرو ګڼل کيږي خو د متبوع هيواد تشخيص يې د بيرغ په وسيله کيږي. په همدې ډول د سرحدونو تشخيص هم د بيرغ په وسيله کيږي.

د افغانستان ملي بيرغ او اسلامي حيثيت يې
زموږ ملي بيرغ د رنګونو له پلوه شرعي حرمت او کراهيت نلري خو ددې سربېره د طيبه کلمې او الله اکبر ذکر او د منبر او محراب موجوديت يې اسلامي داعيه لا پياوړې کړې. 

ملي ګرايي او اسلامي نړۍ وال فکر 
که اسلامي امت ددې متفرق حالت څخه ووځي او يو نړيوال بيرغ غوره کړي هغه وخت هم ددې لويي جغرافيې په دننه کي هر هيواد که ځانته بيرغ ولري زه پکښي کوم خنډ نه وينم او ترڅنګ خپل نړۍ وال بيرغ د امت په کچه ولري.
لکه اروپايي ټولنه واحد بيرغ لري خو هر غړی يې ځانته خپل ملي بيرغ هم لري.
له تاريخي پلوه هم احمدشاه بابا عثماني خلافت ته خپله وفاداري څرګنده کړې وه خو هغه وخت د لوی افغانستان او عثماني خلافت بيرغونه سره بېل وه.
 په اوسني عصر کي چي هر هيواد ځانته خپلواک حيثيت لري نو د ملي بيرغ لرل يو عيني واقعيت او غوښتنه ده.

پايله
د اسلامي علماو له نظره د ملي بيرغ لرل او هغه ته درناوی او سلامي کوم شرعي ممانعت نلري. د هند مفتي اعظم مفتي کفايت الله (9/378). 
د ډلو او ملي بيرغ بايد سره بېل وي تر څو له يوې خوا تشخيص وسي او له بلي خوا ټولي ډلي پر يو واحد بيرغ اتفاق ولري چي هغه ملي بيرغ دی. ملي بيرغ د هيڅ ډلي او شخص نه دی بلکي د هيواد (وطن) بيرغ دی.