ويکيپيډيا څومره د باور وړ ده؟

نن سبا که څوک غواړي چې د یو نوم سمه بڼه یا یو نېټه پیدا کړي نو ویکیپېډیا ته مخه کوي.  ډېر کم څوک به وي چې تر اوسه ویکیپېډیا نه پېژني، د هغوی د معلوماتو له پاره به همدومره ووایو چې ویکیپېډیا (http://wikipedia) یو انلاین دایرة المعارف دی چې په دوامداره توګه د کاروونکو له خوا بیا بیا لیکل کېږي. په بله وینا که تاسې د «ناپلیون» په اړه پلټنه کوﺉ او پام مو شي جې ځینې مالومات ناقص یا ناسم دي کولای ﺷﺊ چې وېبسایټ ته ورننوځﺉ ، نا سم مالومات سم کړﺉ او بېرته یې په ډېټابېس کې خوندي کړﺉ.

طبعاً په دې تو ګه بد نیتي او غیر مسوول کسان کولای شي چې غلط مالومات خپاره کړي خو د دې وېبسایټ په ملیونونو کاروونکي هم د یو بل د تاییدونکو نقش لري. که څوک د «ناپلیون بوناپارت» په اړه لیکنه کې ګوتې ووهي او د هغه د مړینې ځای له «سنت هلن» څخه «سان دیېګو» ته واړوي نو سمدلاسه به یې نور کاروونکي بېرته سم کړي. ( ګومان کوم چې د یو لړ شکایتونو په نتیجه کې یوه څارډله هم ګومارل شوې چې بدناموونکي مواد کنټرول او اصلاح کړي). په دې ډول و یکیپېډیا د امریکایي فیلسوف چارلز سآنډرس پیرس) (Charles Sanders Peirce) نظریات چې په یوه علمي ټولنه کې یو ډول نېکمرغه هملارې توب اشتباهات له منځه وړي، نويو اکتشافاتو ته مشروعیت وربخښي او د حقیقت ډیوه بله ساتي.

خو که دغه متقابل کنټرول د ناپلیون بوناپارت په اړه د مقالې سموالی تضمینولای شي نو آیا، مثلاً، د «احمد احمدي» په اړه د مالوماتو کره والی تضمینولای شي؟ خو که بیا هم د بېلګې په توګه د داسې چا په اړه مالومات لټوو چې د «احمد احمدي» په نسبت ډېر مشهور وي خو د ناپلیون شهرت ته نه وي رسېدلای – لکه زه – نو حال به څه وي؟ څه موده وړاندې ما د «اومبرتو ایکو» په اړه لیکنه سمه کړه ځکه چې یو لړ ناسم مالومات یې درلودل. د نورو له ځانه جوړو شوو خبرو تر څنګه زما په اړه لیکل شوي وو چې ګواکې زه د د یارلسو خویندو وروڼو مشر وم. دا خبره زما په برخه کې نه، زما د پلار په برخه کې صدق کوي. خو هر ځل چې کنجکاوﺉ دې ته اړایستی یم چې د ځان په باره کې مالومات چک کړم نوي نوي چټیات به مې په کې موندل نو آخر زه هم ترې تېر شوم.

په دې نېږدې وختونو کې چا را ته وویل چې زما په اړه مقاله کې راغلي دي چې ما ګوندې د خپل پخواني کارځای د مشر، ایټالوي ناشر «والنتینو وامپیانو» له لور سره واده کړی دی. دا په هېڅ ډول زما له پاره بدناموونکې خبره نه وه، خو د هغه لوڼو – زما نېږدې دوستانو« جینیورا» او «ایمانوېلا» - داسې انګېرله نو اصلاح مې کړه. په دې دوهمه واقعه کې دا هم نه شو ویلای چې دا به د یوې مشروعې اشتباه زېږنده وه، لکه زما او زما د پلار ترمنځ د التباس په کیسه کې چې وه. د هېچا فکر ته به هم کله دا خبره نه وي راغلې چې زه دې له دغو مېرمنو سره واده وکړم. د ویکیپېډیا بې نومه لیکونکي غوښتي چې زما په اړه خپل غلط خیالونه خپاره کړي او د هغې د کره کولو هڅه یې هم نه ده کړې.

نو له ویکيپېډیا څخه لاس ته راغلي مالومات څومره د باور وړ دي؟ کله چې زه ترې کار اخلم نو د مسلکي څېړونکو له کاري تخنیک څخه استفاده کوم : زه له ویکیپېډیا څخه اخیستل شوي مواد لولم او بیا یې له دریو یا څلورو نورو وېبسایټونو څخه د اخیستل شوو مالوماتو سره پرتله کوم. که یوه خبره درې سرچينې تایید کړي نو ډېر احتمال شته چې دا مالومات به کره وي خو هغو د ویکیپېډیا پارازیت (طفیلي) سایټونو ته هم باید توجه وشي چې د ویکیپېډیا ناسم مالومات تکراروي.

یوه بله لار دا ده چې له ویکیپېډیا څخه یو مطلب په دوو بېلابېلو ژبو کې واخیستل شي. که تاسې په اردو ژبه ښه نه پوهېږﺉ نو فرق نه کوي له ایټالوي یا فرانسوي څخه کار واخلﺉ.* که دا بڼې یې له لومړﺉ هغې سره توپیر ولري تاسې کولای شﺉ چې دلته یو تناقض ووینﺉ. کېدای شي چې دا حالت تاسې دې ته و هڅوي چې پاڅېږﺉ او ، پر کمپیوټري دنیا له کلک باور سره سره، په کتابتون کې یو چاپي دایرة المعارف ته مراجعه وکړﺉ.

دا د هغه ځېړونکي د کار طرز دی چې دا یې زده کړي چې ځرنګه د مراجعو د پرتلې له لارې واقعیتونه راوسپړي. خو نور؟ هغه چې په دې شیانو باور لري؟ هغه ماشومان چې ویکیپېډیا په ښوونځي کې د خپلو کورنیو کارونو له پاره استعمالوي؟ دا هم په خیال کې وساتﺉ چې هغه څه چې ما دلته د ویکیپېډیا په هکله وویل د نورو سایټونو په برخه کې هم تطبیقېږي. ما ډېره موده هلې ځلې وکړې چې د اسې یوه د کارپوهانو کومیټه جوړه شي چې په انټرنېټ کې خپاره شوي مواد و څاري او د کره او ناکره تشخیص یې وکړي.

خو راځﺉ په یو بل مثال هم فکر وکړو چې د ناپلیون (په ګوګل کې دوه ملیونه واره پلټل شوی) غوندې تاریخي څېره نه وي. لکه واخلې، یو ځوان لیکوال چې تر پروشږکال پورې په تیارو کې و خو د ايټالیې تر ټولو معتبره ادبي جایزه (د سترېګا جایزه) یې وګټله. «پاولو جیوردانو» یادوم چې «د اومړیو عددونو یواځې والی» تر سرلیک لاندې ناول یې لیکلې دی. په ګوګل کې د هغه د نوم ۲۴۲۰۰۰ وارې موندل شوی دی. دا ټول سایټونه څرنګه کنټرولېدای شي؟

ما فکر و کړ چې یوازې هغه سایټونه و څارل شي چې د یوازې یو لیکوال په اړه وي او شاګردان یې اکثره په لټه کې وي. خو که «پیرس»، چې ما د دې لیکنې په سر کې یاد کړ، و پلټل شي نو نیم ملیون واره به و میندل شي.

ځکه خو دې نتیجې ته رسېږو چې په دغه ځای کې یو شتره ستونزه شته چې تر اوسه چاره نه لري.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اومبرتو ایکو: ايټالوی ژبپوه ، فیلسوف، کره کتونکی او لیکوال «اومبرتو ایکو» (Umberto Ecco) په ۱۹۳۲ کال کې د ایټاليې په شمال لوېدیځ ښارګوټي «الساندریا» کې زېږېدلی دی. د سمیوتیک (د سمبولونو ځیرنه)، ژبې او د علم د تاریخ په برخه کې یې اکاډیمیک کارونه نړۍوال شهرت لري.