د شخړو منځته راتګ او د سولییز ژوند اهمیت

 سریزه
سوله تر شخړو زیات اهمیت لري. سوله په عمومي توګه د خلکو تر منځ او په ځانګړې توګه د مسلمانانو تر منځ د ډېرو ښو کړنو څخه ګڼل شوې, چې خدای (ج) یې د تامین په موخه امر کړی دی, چې په کولو یې الله تعالی د زیاتو ښېګڼو زیری کړی او په نه کولو سره یې د ډېرو فسادونو د منځته راتلو خبرداری ورکړی دی. د دې اهمیت اړخونه ډېر زیات دي, چې مهم به یې د دې لیکنې په لړ کې و لولی او هم به په دې اړه پوهاوی تر لاسه کړی, چې ولې شخړې منځته راځي. 

 شخړه
شخړه د هغو دوو يا ډېرو خواوو «كسانو، ډلګيو، سازمانونو يا هېوادونو...» تر منځ د نه موافقيت يوه پروسه ده, چې مخالفې موخې لري. انسان هغه وخت له خپل ځان سره شخړه کوي, چې کله ورته ځان د ټولنې له نورو وګړو کم ښکاره شي. اکثره وخت انسان له ځان سره د غربت له وجهې شخړه کوي. کله چې همدا انسان له کور یا بل ځای د باندې وځي نو د رواني ستونزې له وجهې له بل فرد سره جنګ کوي, چې د دې په پایله کې د ټولنې د دوو افرادو تر منځ شخړه راځي. شخړه نه یوازې دا چې په پيسو منځ ته راځي, بلکې ډير داسې ټولنیزې او اداري کړنې شته, چې شخړې ته لار هواره وي. ملي شخړې زیاتره وخت د سیاست او چوکۍ لپاره وي, ځکه چې د دوی اهداف فرق سره لري.

 د سولییز ژوند اهمیت
خدای (ج) په تکرار سره په ډېروآیتونو کې د خلکو تر منځ د سولې د منځته راتلو په هکله ټینګار کړی دی, تر څو په ټولنه کې یووالی، مینه او سمون راشي. دغه ډول امرونه درې ځایه په حجرات سورة او یو ځلې په انفال سورة کې راغلي دي. طبیعي خبره ده, چې خدای (ج) خپلو بندګانو ته په هغه څه امر کوي, چې د زیات اهمیت وړ وي. خدای پاک د انفال په سورت کې فرمایلي دي: «فاتقوالله و اصلحوا ذات بینکم» الانفال ۱ آیت[1] ژباړه: د خدای څخه وویریږﺉ او په خپل منځ کې سوله وکړﺉ.

د ښه والي انعکاس
د دې لپاره چې په سوله کې د نړۍ لپاره لویه ښېګڼه نغښتې ده; نو په اسلامي ارشاداتو کې د هغې مقام ته په ډېره درنه سترګه کتل شوي او لوی خدای(ج) د نساء د سورت په ۱۲۸ آیت کې فرمایلي دي: «والصلح خیر» [9] ژباړه: او سوله څرګنده بریا ده.

د سلامتیا ضامن
سوله په زړونو کې امن، سلامتیا او امان ته لاره ورکوي، د سولې په موجودیت سره زړونه ډاډ حاصلوي او دغه ډاډ د ژوند د هر اړخیزو چارو په برخه کې حاصلیږي او وګړي د هر ډول ویرې، یرغل، شخړه یي حالت او د یو بل د احتمالي ضرر رسولو څخه په امن کیږي.

ستر اجرونه
په سوله کې لوی اجرنه دي. خدای (ج) په دې اړه فرمایلي دي: «و من یفعل ذالک ابتغاء مرضات الله فسوف نوتیه اجرا عظیما» النساء/ ۱۱۴  ژباړه: څوک چې دا کار د الله(ج) د رضا لپاره وکړي، نو ژر ده, چې هغه ته به لوی اجر ورکړو.

د بېلتون وقایه
سوله د انسانانو د ژوند ضمانت کوي. ځکه چې د هر ډول شخړو په صورت کې د یوې ټولنې هر اړخیز ځواک له نشت سره مخ کیږي او د کمزورتیا له وجهې د بیوزلۍ او ډول ډول ناخوالو په لومو کې بندیږي. الله(ج) فرمایلي دي: «ولا تنازعوا فتفشلوا و تذهب ریحکم» الانفال، ۴۶ آیت. ژباړه: تاسو شخړه مه کوﺉ, ګني بزدله او رُعب به له منځه لاړ شي.

پایله
دا چې سوله یو الهی امر دی; نو الله تعالی هم خپلو بندګانو ته په هغه څه امر کړی, چې زیات اهمیت او د بندګانو د ښېګڼې لپاره وي. د سولې د راتګ سره سم د ټولنې وګړي کولای شي, چې د ژوند ټولې چارې په سم ډول پر مخ یوسي. د سولې په تامین سره د انسانانو دین, کلتور او هر اړخېزې شتمنۍ په ښه دوام سره پر مخ روانې او خوندي کيږي. په سولییز ژوند کې انسان کولای شي یو له بل سره مرستې وکړي او ټولنه له تباهۍ وژغوري. په ټولیزه ټوګه سوله ټوله خیر او شخړه د یوې ټولنې لپاره شر ده.
ماخذونه
احمدي وردګ, ګل آغا, د سولې اهمیت
سن, سټيف, فایټ منجمنټ, ۲۰۱۹