د افغانستان د سولې پر وړاندې فرصتونه، ننګوونې او وړاندیزونه  

د سولې ارزښت او اهمیت د ټول ملت د سولې هیلې لرلو له امله کلیشي شوی، هر څوک یې په خوند او ارزښت پوهېدلي. ټول په یوه خوله، د ملت او هېواد بربادي د دې ډمې سولې نه راتګ یادوي، ټول په وتلو سترګو او ويښو غوږو د دې کبرجنې انتظار ته لالهاند ولاړ دي. حالات اوس د دې راتګ ته تقریباً عیار شوي، اوس یې دښمنان د وژلو پرځای په راپخلا کولو بوخت دي، سوله غواړي، خپلو ګټو ته یې شا کړې او ولس هم د دې د راتلو پر شرنګار موسک موسک کېږي.
 
د سولې سړې خبرې د روسیې، ترکیې کنفرانس پر کېدو او تېاریو، د امریکا د نوي ادارې د سولې ژر راتلو کې زړه راښکون، د امریکا ولسمشر جوبایډن له لوري تر سیپټمبر یوولسمې د ټولو امریکایي او متحدو ځواکونو د وتلو اعلان او روانې د اورکم فضا، ګرمې کړې او ولس یې یو ځل بیا د سولې ارمان پوره کېدو ته هیله مند کړی.
 
د سولې روانې پروسې کې لاسته راغلي فرصتونه:
ورستیوو څو اونیو کې د سولې برخه کې د پام وړ پرمختګونه وشول، چې د سولې پروسې ټکنی شوی بهیر به ورسره ښه ګړندی شي.  ولسمشر جوبایډن چهارشنبه ناوخته د یوې سختې جنجالي پرېکړې د اعلان جرئت وکړ، چې خپل ټول ځواکونه به د روان کال تر سيپټمبر یوولسمې پورې له افغانستانه وباسي. جوبایډن وویل: « موږ نه شو کولای نور په افغانستان کې خپلو ځواکونو شتون ته دوام ورکړو او په دې تمه و اوسو چې د ایستلو لپاره یې مناسب شرایط برابرشي. زه د دوحې تړون ته درناوی لرم.  موږ به د ټولو پوځیانو له ایستلو ورسته هم له دې هېواد سره مرستو ته دوام ورکوو، خو په پوځي توګه نه.»
 
د ناټو سازمان هم د ولسمشر جوبایډن له پرېکړې ورسته وویل، چې د راتلونکې مۍ میاشتې له لومړۍ نېټې به له افغانستانه د خپلو ځواکونو ایستل پیلوي. دا د سولې روانه پروسه کې ډېر لوی پرمختګ دی، چې د سولې اساسي خنډ مخ په ورکېدو دی. طالبانو هم  د امریکا دې پرېکړې ته نرم غبرګون وښود، په خپره کړې اعلامیه کې ولیکل، چې: « له افغانستانه څخه د ځواکونو دایستلو دغه څو میاشتنی ځنډ د دوحې د توافقنامې نه څرګنده سرغړونه ده او د شویو ژمنو خلاف کار دی. اعلامیه کې یې په هغو هېوادونو غږ کړی، چې د توافقنامې تظمین کوونکي وو، چې په امریکا فشار راوړي، تر څو خپل ځواکونه د مۍ تر لومړۍ نېټې وباسي. او زیاته کړې ده، چې د دې پرېکړې د بدو عواقبو پړه به د امریکا پر غاړه وي.»
 
د جوبایډن له پرېکړې ورسته ولسمشر محمد اشرف غني د ټوېټ له لارې وویل: « زه د امریکا د دغې پرېکړې درناوی کوم. موږ به له امریکایي ملګرو سره د بې ستونزو وتلو لپاره شریکه کار وکړو. او لیکلي یې دي، چې افغان پوځ د خپلو خلکو او هېواد دفاع کولای شي.»
 
د دې نرمو او یو بل ملاتړو غبرګونونو نه ښکاري، چې روان ځنډ د ښکېلوو اړخونو سره په سلا او مشوره شوی، چې ممکن د دوحې  په توافقنامې او د سولې په روانې پروسې کوم منفي اغېز ونه کړي، ځکه د ځنډ منلو نه بغیر طالبان هم بل داسې بدیل افشن نه لري، چې د سولې روان بهیر سره مرسته وکړي. که خبره بېرته د امریکا او طالبانو تر منځ جګړې ته ځي، واضح ده، چې بیا به په کلونو کلونو د سولې څرک ونه وینو، دهېواد او ولس د خیر لار داده، چې  طالبان شاوخوا د څلور میاشتني ځنډ عذاب وزغمي، چې دا به د دوی د زرګونو بندیانو له خلاصون او تور لېسته د دوی د مشران له لرې کولو بهیر سره هم اغېزمنه مرسته وکړي. کېدای شي، چې طالبانو د دې دوو او ځینې نورو شرطونو بدل کې دا ځنډ ورسره منلی وي، چې دا د سولې لپاره ښه قرباني ده.
 
ولې امریکا او متحدیین یې وعده خلاف شول، ټاکل شوې نېټه وتلو ته چمتو نه شول!؟
لومړی دا، چې د امریکا افغانستان ته د سولې راوستلو تړون او پروسې څخه هدف د نړیوالو په سترګو کې خاورې اچول او ځانته د وتلو لپاره د خټې پوزې جوړول وو، چې نړیوالو ته وښيي، چې موږ افغانستان ته د ابادۍ، سولې او رغون لپاره تللي وو او د دوی له وتلو ورسته به دلته ټول شموله دولت جوړېدل  به د دوی په شل کلنو جنایتونو یو پرده شي. بل لامل یې دا وو، چې امریکا افغانستان ته د امریکا او امریکایي ګټو خوندیتوب لپاره راغلې وه، ځانګړي ډول افغانستان وخت تېرېدو سره د دوی او ملګرو ګټو په لار کې خنډ کېده، اوس چې وځي، باید له افغانستان بیا د امریکا او متحدینو ګټې تخریب نه شي، دوی په دې هلته ډاډه کیږي، چې دلته یو جوړ نظام د دې تظمین ټټر ووهي. نور ګڼ اهداف او لاملونه وو، چې د ځنډ لامل شول، لکه د امریکا د ولسمشر او کابېنې بدلون، په افغانستان او سیمه کې استخبارتي او نظامي حضور را نغاړل، ځینې قومي، ژبني او مذهبي تعصبونو ته لمن وهل او د هغو کسانو ترور او هدف کول، چې د دوی لپاره په سرخوږي بدلېږي.
 
تېره مارچ میاشت په روسیه کې افغان سولې په تړاو کنفرانس د سولې په ټپه درېدلو خبرو لپاره ډېر ګټور وو او ټولو ښکېلو خواوو په نظر شیریکونه، راتلونکو موضوعاتو او نظام په اړه بحثونو او نژدې لیدنو او کتنو له اړخه د سولې روان بهیر لپاره پوره ښه اقدام وو. په استانبول  د افغان سولې په اړه را روان کنفرانس، چې د اپرېل له ۲۴ څخه د مۍ تر څلورمې نېټې به دوام کوي،  د سولې په اړه ډېر مهم او تاریخي فرصت دی، باید چې ټول اړخونه ترې سولې ته رسېدو لپاره سالمه او اعظمي استفاده وکړي. راپورونو په اساس ملګرو ملتونو، امریکا، ترکیې او قطر، افغان دولت او طالب پلاوي ته د ګډ اصولو تر عنوان لاندې یو نهه ماده ییز لیک سپارلی، څو د ترکیې ناسته کې ورباندې هوکړې ته ورسېږي، چې مهم یې اوربند، انتقالي حکومت او همدې حکومت له لارې ټول شموله دولت ته زمېنه برابرول، د بشري حقوقو درناوی، د تېرو لاسته راوړونو ساتنه، ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره ښې اړیکې ساتل د دغه متن مهم ټکي دي. خو  طالبانو یو ځل د ګډون او ورستی ځل د نه ګډون وویل. څو ورځې وړاندې طالب ویاند ډاکټر محمد نعیم پر ټويټر ولیکل: « تر هغو چې ټول بهرني ځواکونه زموږ له هېواد څخه ونه وځي، د افغانستان اسلامي امارت په هېڅ کنفرانس  به چې د افغانستان په هکله په کې تصمیم نیول کیږي ګډون ونه کړي.»
 
ښایي طالبانو دا پرېکړه پر امریکا د دې فشار راوستوو لپاره کړی وي، چې ژر د ځواکونو ایستوو او نه ایستوو په اړه پرېکړه وکړي. کېدای شي، کنفرانس نېټه مۍ مېاشتې ته وغځېږي، چې د بهرنیو ځواکونو د وتو بهیر سره طالبان کنفرانس کې د ګډون زړه ښه کوي که یا، خو د طالبانو په نه ګډون سره به کنفرانس بې پایلې وي، ځکه طالب لوری د سولې مهم اړخ دی.
 
د سولې برخه کې بله ښه فرصت، د افغانانو په جوړ جاړي کې د امریکا بېړه ده، غواړي له هرې ممکنه لارې دا مسولیت له وتو مخکې ډېر ژر ادا کړي، او راتلونکی نظام د دوی ښه ډیپلوماټیک دوست شي. د امریکا نوې ادارې ته سولې رسېدو لپاره بین الافغاني خبرو لار سسته او بې ګټې ولیدل شوه، اوس په داسې فوق العاده لارو موندلو بوخته ده، چې کم وخت کې دواړه اړخه یو تفاهم ته ورسوي، کټمټ په داسې لار لکه تېر د بون کنفرانس.
 
سولې په روان بهیر کې بله نېکمرغي داده، چې ولسشمر محمد اشرف غني  او د ټیم دریځ  یې نرم ښکاري، له نېټې مخکې انتخابات، په انتخاباتو کې نه ګډون او واک پرېښودو د زهرو خوړپ ته تېار شوي.
 
روانه د اورکم فضا د سولې راوستو لپاره بل زرین فرصت دی، چې طالبانو امریکا ته څو اونۍ وړاندې د اورکم دری مېاشتنۍ طرحه سپارلې وه او په ټینګار سره یې په افغانستان کې د اورکم پلي کېدو ویلي وو.
 
د افغان سولې پر وړاندې خنډونه او ننګونې:
افغان سوله کې د دومره فرصتونو سره سره ډېر اساسي خنډونه لا پر لار پراته دي، چې د سولې بهیر له فلج کېدو سره مخ کولای شي، که چېرې له دې خنډونو سره مسلکي او ماهرانه چلند ونه شي، د سولې خولې ته راغلې ګوله به مو  له خولې وغورځېږي. اوربند، راتلونکي نظام جوړښت، د واک وېش، په امارت او جمهوریت ټینګار، د پاتې طالب بندیانو خلاصون، له تور لېسته د طالب مشرانو پاکول، د بین الافغاني خبرو په ټپه درېدل، امریکایي ځواکونو په ټاکلې نېټې نه وتل، د بهرنیو مداخله او هر لوری د ډېر واک ترلاسه کولو هڅې دا ټول هغه خنډونه او ننګونې دي، چې موږ یې د سولې له خوږې غېږې بې برخې کړي یو، خدای خبر لا به مو څومره په جنګ او ویرونو وځوروي.
 
خپل وړاندیزونه:
ـ د سولې په جوړ جاړي کې باید په اسلامي او افغاني ارزښتونو معامله ونه شي.
 
ـ امریکا باید خپل ټول ځواکونه او متحدیین خپلې اعلان کړې نېټې سيپټمبر یوولسمې پورې وباسي؛ که دا ځل وعده خلافي کوي، بیا د نظامي لارې نه بله حلاره نه لري.
 
ـ بین الافغاني خبرو پروسه دې د پام وړ چټکه شي، د امریکا له لوري د ځواکونو د نېټې تمدید د جوړجاړي ښه فرصت دی.
 
ـ د سولې په جوجاړي کې باید د بون ناکامه تجربه تکرار نه شي، چې د محدودو اشخاصو لخوا واک او چوکۍ چور شي.
 
ـ د خبرو د بې ځایه اوږدوالي مخه دې ونیول شي؛ هېڅ لوری دې د مذاکراتو په اوږدوالي کې خپلې ګټې نه پالي.
 
ـ اسلامي دولت ته باید دواړه لوري بې مزاحمته غاړه کېږدي. که طالبان اسلامي دولت غواړي، ولس او حکومت خو یې باید سل ځله وغواړي، ځکه طالبان د اسلام د تحریف او ځان په ګټه یې د استفادې وړتیا نه لري، اسلام بشپړ او ثابت دین دی، هر اړخ  یې پوره واضح دی. که څوک د اسلام نه وتلي څه په موږ تحمیلوي، موږ د نه منلو حق او جرئت لرو، څوک یې راباندې تحمیلولای نه شي؛ که چېرې اسلام څنګه حاکمیت غواړي هغه موږ نه منو، بیا خو باید پر خپلې مسلمانۍ له سره فکر وکړو!
 
دا هم باید ومنو، چې ډیموکراسي پردی پرتوګ دی، دې کې زموږ پت نه پټېږي، که پټېدای، داشل کاله به مو له فساد، نا امنۍ، جرمونو، غلاوو، اختطاف، مالي او اخلاقي فساده پاک تېرکړي وی.
 
ـ هېڅ یو لوری( که حکومت وي، که طالبان) په یوازې ځان دې د دې ادعا نه کوي، چې هغه ملت تمثیلوي.
 
ـ د سولې پروسې د څار، کنټرول او ارزونې لپاره باید د ولس او ځوانانو یو بې پرې ادرس رامنځته شي.
ـ د سولې روانه پروسه باید د سیمې او نړۍ د استخباراتي کړیو له اغېزه وساتل شي.
 
ـ دواړه لوري باید خپلو غوښتنو کې انعطاف وښيي، ډېر پر خپل دریځ او غوښتنو کلکېدل د سولې پروسه ټکنۍ کوي.
 
ـ افغان حکومت باید په دې برخیلک ټاکوونکي وخت کې، بې پرې د سولې مشورتي لویه جرګه راوبلي، چې د افغانستان هر قوم او اړخ ځان پکې وویني.
 
په سوله کې د ځوانانو ونډه
ځوانان د هېوادونو انقلابیان بلل شوي او ځوانان هغه ټولی دی، چې هېوادونو ته له ناخوالو او جنګونو نجات ورکوي او د سکون او نېکمرغۍ په لور یې رهي کوي. د ټولنې په پرمختګ او هوساینې کې د ځوانانو رول ډېر مهم دی.
 
ځوانه طبقه د خپلې ځوانې انرژۍ، هر اړخیزې پیاوړتیا له امله د ټولنې په ثبات، خوندیتوب، امنیت او سولې راوستوو کې ډېر اغېزناک رول لوبولی شي. ځوانان د ټولنې د بقا او زوال بنسټونه دي، د هغو هېوادونو راتلونکی روښانه دی، چې زیات شمېر ځوانان ولري. له ښه بخته افغانستان د نړۍ په کچه زیات ځوان نفوس لرونکی هېواد دی، چې د اټکل له مخې د هېواد د نفوس  دېرش سلنه هغه ځوانان جوړوي، چې عمرونه یې د ۱۵ـ۳۰ کلونو تر منځ دي.
 
د سولې په راوستوو او ټولنې په پرمختګ کې تر هر وخت اوس زیاته اړتېا لیدل کیږي، چې باید حکومت دې باریکي ته پام وکړي، او ځوانانو ته په فرهنګي، ټولنیزو او سولې اړوند فعالیتونو کې ډېره اغېزناکه ونډه ورکړل شي، تر څو د قوي وړتېا او زغم له برکته ټولنه له روانو بد مرغیو خلاصه کړي. اوس باید جدي افغان حکومت له ټول افغانستانه د ځوانانو یو داسې بې پرې ادرس جوړ کړي، چې د سولې په روانې پروسې څار، کنټرول او ارزونه وکړي. د دې برسېره په سوله کې د ښکېلو اړخونو تر منځ اسانتېاوې رامنځته کړي او دواړو تر منځ ژر جوړ جاړي ته لار پرانیزي.
 
د ځوانانو دا ټولی باید له داسې مدبرو، ويښو او ځیرکو ځوانانو نه جوړ شي، چې هم دواړه اړخه باور پرې وکړي او هم روانه د سولې پروسه مدیریت کړي. 
 
ځوانانو! تاسو د سولې راوستو کې ډېر اغېزناک رول لوبولای شئ، دا پروسه خپل مدیریت لاندې ونیسئ، هېڅوک مه پرېږدئ چې د ولس په حقونو سودا وکړي، که داسې خوبولي او ځانونه بې خبره پاتې کړئ، د هېواد د بربادۍ، ملي ارزښتونو د له منځه تلو، ملي شتمنۍ چور کېدو او محدودو کسانو له لوري د واک انحصار د دې ټولو ناخوالو مسوولیت به ستاسو پر غاړه وي او دا به ستاسو په ټنډه د بې غورۍ او بزدلۍ تور داغ شي.
 
ځوانان باید روانه د سولې پروسه کې څه وکړي؟!
 
ـ  ځوانان باید یو قوي سرتاسري د ځوانانو بې پرې ملي بنسټ جوړ کړي، چې د سولې په بهیر څارنه او کنټرول ترسره کړي.
 
ـ د ځوانانو دغه ټولی د سولې دواړه خواوې له داسې څه له منلو راوګرځوي، چې د اسلام، هېواد او ولس په زیان وي.
 
ـ د سولې په روانه پروسه کې باید د پردیو استخبارتي کړیو لاسونه له سولې لنډ کړئ، مه پرېږدئ چې کوم لوری د پردیو فرمایشات ومني.
 
ـ د دې ادرس له لارې د ټولنې اغېزمنو قشرونو سره اړیکې ساتل، هغوی متحرک کول او لازمې مشورې او لارښوونې یې په پام کې نیول.
 
ـ د سولې په اړه رسنیز فعالیتونه، له رسنیو سره د سولې اړوند بحثونو کې مرکې، ټولنیزو رسنیو لپاره قوي مسلکي ټیم برابرول او روانې پروسې او خپلو فعالیتونو نه ولس خبرول.
 
ـ د سولې بهیر د ګړندیتوب په موخه، د هغو بهرنیو هېوادونو له استازو سره اړیکې لرل او لیدنې ورسره کول، چې سولې برخه کې لیواله وي.
 
ـ لاریونونه، سیمنارونه او ډول ډول ابتکاري پرګرامونه په لار اچول، چې د ولس، نړۍ او رسنیو توجه جلب کړي او له دې لارې د سولې غږ ولس او نړیوالو ته ورسېږي.
 
ـ سوله کې د دواړو ښکېلو اړخونو سره مناسبې اړیکې ساتل او د دواړو تر منځ اسانتیاوې رامنځته کول.
 
د سولې خبرو وروسته د افغان ښځو راتلونکی
 
زه د افغان مېرمنو او خویندو لپاره د ډېر روښانه ژوند راتلو زیري اورم. د سولې خبرو ورسته د اسلامي دولت جوړېدو ورسته به ښځه د تلف شويو حقوقو نه برخمنه شي او روان د بې لارۍ او شهوت پرستۍ له توپان نه به د امان ساه واخلي.
 
هېڅوک له ښځې هغه حقوق نه شي اخیستلای، چې اسلام ورکړي دي، ډاډه اوسئ خویندو راتلونکی مو روښانه دی! هېڅوک ستاسې په حقه حقوقو د معاملې جرئت نه لري. ځینې هغه له لارې کږې شوې ښځې، چې د غرب په غوړو شعارونو لار ورکې شوې، وارخطا دي، ځکه وارخطا دي، باغي شوې، له مسلمه ټولنې باغي شوې. خکه وارخطا دي، چې د غرب بې لارې فرهنګ، ژوند او حقوق یې د نجات لار بللې وه، هو دوی خطا شوې دي!
 
غرب خو یواځې ښځه د شتمنۍ ګټلو او شهوت سړولو وسیله ګڼي، هغوی پر نازک جسم او فطرت یې ډېر دارنه او ملا ماتوونکي پېټې ور له غاړې کړي دي. د هغوی وړکتوب په وړوکتون، پیغله توب یې په نایټ کلبونو او زړښت یې د زړو ساتلو په ّځانګړي ځایونو کې تېرېږي، ټول ژوند خپل ځان، عفت ساتلو، خیټې مړولو لپاره سرګردانه وي، ته خو مسلمانه ملکه یې، د عزت او غفت ژوند لرې.
 
که ښځې اسلامي دولت له راتلو ورسته خپل راتلونکی تېاره ویني، غلط فهمي کوي. اسلام درنې خور، مور، مېرمنې ته دومره عزتمن حقوق ورکړي، چې والله د غرب ښځې یې په لاسته راوړلو ستړې شوې او په زرګونو غربي ښځو په خپل ذلیل په ذلالت اعتراف کړی، وای کاش شرق کې پیدا وی!
 
زه له سولې ورسته د ښځو راتلونکی مثبت ارزوم، ورته خوښ یم. خویندې دې ډاډه اوسي، راتلونکی نظام به یوازې له هغو ښځو د پردیو رنګ وتروړي، چې د دوی غزتمن ژوند یې بې خونده کړی.