د پښتو داستاني ادب سرلاري او ليکوال نصير احمد احمدي ژوندليک

نصير احمد احمدي د  فتح الله احمدي زوی وو، دی په ۱۳۵۳ل کال کې د غزني ولايت په کره باغ ولسوالۍ کې زېږېدلی وو‌. نوموړي لومړنۍ زده کړې په جومات کې کړې وې؛ بيا غزني ولايت کې د سلطان محمود غزنوي په ښوونځي کې شامل او تر درېيم ټولګي يې هلته زده کړې وکړې‌.   نصیر احمد احمدي په غزني ولايت کې د امنيتي وضعيت په کړکېچن کېدو او نورو ستونزو له امله له خپلې کورنۍ سره کابل ته کډه شوه. د کابل په خوشحال خان سيمه کې د سپین کلي په ښوونځي کې شامل شو، د ښوونځي منځنۍ دوره يې بشپړه  او  د لېسې دورې زده کړې يې د کابل په حبيبيه لېسه کې پيل او بشپړې کړې.

کابل کې د کورنيو جکړو په پيل سره د کابل وضعيت ګډوډ شو او نوموړی له خپلې کورنۍ سره يو ځای بېرته خپل کلي ته ګډه شو. دوه کاله يې غزني کې د ښوونکي دنده تر سره کړه. 

 افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ وروستۍ ورځې وې، چې نصير احمد احمدي  د کانکور په ازموينه کې يې ګډون وکړ او د کندهار پوهنتون کرنې پوهنځي ته بريالی شو. ده هلته زده کړې پيل خو د ځینو ستونزو پر بنسټ د ليسانس دورې زده کړې ترې پاتې شوې. نوموړي بيا د يو څه وخت لپاره د کرنې برخه کې له ځينو موسېسو سره کار وکړ او يو وخت د خپلې کورنۍ لپاره ايران ته لاړ او دوه کاله يې هلته مزدوري وکړه. 

خدای بخښلي احمدي په يوې مرکې کې ويلي وو، چې له ماشومتوب يې د کيسو او داستانونو له اورېدو سره لېوالتيا وه او د لېک لوست په پوهېدو يې ناول لوستل ډېر خوښېدل. دی ويلي وو چې لیکوالي يې له  يوې لنډې کيسې له لیکنې پيل کړه او هغه وخت چې ياده لنډه کیسه يې چاپ شوه نو دی ډېر وهڅېدو او په دې سره يې لیکوالي پيل کړه.  نصير احمد احمدي د پښتو نثر لیکنې او په ځانګړي ډول د پښتو ژبې داستاني ادب برخه کې مخکښ وو او خدای ج ورته ځانګړې وړتيا ورکړې وه. د نصیر احمد احمدي ناول زړه ټکونکی وو او په داسې بڼې يې په کې انځورونه وړاندې کول، تاوا چې لوستونکی په هغې صحنې کې شتون لري. نصير احمد احمدي د لیکوالۍ سبک توپیري وو؛ نوې جملې او کلمې به په کې وې چې له بديلو کلمې پرته يې مفهوم د پوهېدنې وړ او روان وو. 
نصير احمد احمدي ټول ۲۵ کتابونه لېکلي دي: 
سړه سيلۍ (د لنډو کيسو ټولگه) د ۱۳۸۳ ل کال چاپ.
مينه (د لنډو کيسو ټولگه).
په فلسفه کې تلپاتې پيښې (ژباړه).
بوډا او د لېوانو پلونه (ناول) د ۱۳۸۷ ل کال چاپ.
د واورې سړى (لنډې کيسې) د ۱۳۸۸ ل کال چاپ .
رڼا (ناول) د ۱۳۸۷ ل کال چاپ .
بړبوكۍ (ناول) د ۱۳۸۸ ل کال چاپ.
خونکار (ناول) د ۱۳۸۹ ل کال چاپ.
بغدادي  پير     ناول چاپ
راځئ کيسه وليکو (تيوريکي نښير) د ۱۳۹۰ ل کال چاپ .
يوه خبره درته وکم ؟ (ناول) د ۱۳۹۱ (۲۰۱۲) ز کال چاپ .
اغزن سيم (ناول) د ۱۳۹۱ ل کال چاپ .
جوجو (ناول) د ۱۳۹۲ ل کال چاپ؛ د ښاغلی احمدي چاپ شوي کتابونه دي.
د پښتو ژبې د داستاني ادب دغه لیکوال نصیراحمد احمدي د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ میاشتې په ۱۹مه شپه د کابل په یوه روغتون کې ومړ. هغه له څو اونیو را په دېخوا په کرونا اخته او د کابل په یوه روغتون کې بسترو. د ارواښاد احمدي کورنۍ ته نیژدې کسان وایي هغه له څو ورځو را په دیخوا د روغتون په بیړنۍ څانګه کې بسترو، چې تېره شپه یې ساه ورکړه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم د هغه په مړینه خواشینې ښودلې ده. د دغه وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال هارون حکیمي پرفیسبوک پاڼه لیکلي:« ‎احمدي په کم وخت کي ‌‌‌‌‌‌ډېر، ارزښتمن، لوړ او روان داستاني آثار وپنځول. ‎د ټولني ذهني تنویر، فکري تعمیر او هیوادپالنه یې په ‌‌‌‌‌‌ډېره خوږه بڼه وپالله. خو لا ‌‌‌‌‌‌ډېر داستانونه سته چي تاریخ کړي یې وای او لا ‌‌‌‌‌‌ډېر تاریخونه سته چي داستان کړي یې وای.‎موږ به یې د فکر، آثارو او یاد درناوی کوو.»