د طبعي منابعو اقتصادي اهمیت

کانۍ زیرمۍ اوبه، ځنګلونه دا هغه ټولې منابعې دي چې د اقتصاد په پیاوړتیا کې رغنده رول لري. طبعي منابعې د هیوادونو د اقتصادي نظام د پیاوړتیا د ملا تیر بلل کیږي.

که چیری په هیواد کې د بشري منابعېو نظام پیاوړی وي د هیواد طبعي منابعې په موثره طریقه د استعمال وړ ګرځي. د هیوادونو د پرمختګ لپاره طبعي او بشري منابعې لازم او ملظوم دي
منرالونه!

منرالونه هغه کیمیاوي مواد دي چې په طبیعت کې په مختلفو شکلونو سره پیداکیږي. ټول تولیدات د مختلفو منرالونو څخه ترلاسه شویدي لکه مالګه د مختلفو منرالونو څخه ترلاسه کیږي مالګه په طبیعت کې د څو مختلف ډوله منرالونو څخه جوړه ده چې د پروسس د عملي څخه وروسته خالصه د خوړو مالګه ترلاسه کیږي همدارنګه مونږ نور ډیر مثالونه ور کولې شوو:

منرالونه د اقتصاد په پیاوړتیا کې ډیر موهم رول لري. ټول تولیدات د مختلف ډوله منرالونو څخه جوړ دي لکه رنګونه، رنګ په خپله د مختلفو منرالونو د ترکیب مجموعه ده.

قلم د مختلفو منرالونو څخه جوړ دی؛
پینسل کې مختلف منرالونه موجود دي؛
همدارنګه موټرونه د ډیرو مختلفو پرزو څخه جوړ دی او بیا هره پرزه یې د مختلفو منرالونو څخه جوړه ده؛
خو په لنډو کې باید ووایم چې په چاپیریال کې هر څه چې وینو د مختلفو منرالونو څخه به جوړ وي.

طبعي ګاز:
طبعي ګاز د الله (ج) لویه لورینه ده چې خپلو بنده ګانو ته یې ورکړیده طبعي ګاز د هیوادونو په اقتصادي پرمختګ کې ډیر موهم رول لري هغه هیوادونه چې ددغه نعمت څخه برخمن دي اقتصادي نظام کې ډیر پرمختللی دی.

ګاز د سون د مادې په ډول استعمالیږی، د کورونو په تودولو کې د صنعتي کارخونو، زراعت، ترانسپورت، فضایي سیستونو او داسی نورو ځایو کې استعمالیږي.

Liquefied Petroleum Gas: LPG
یوه مایع ده چې د چاپیریال لپاره کوم زیان نه لري یاده مایع ډیره اقتصادي ده چې په نقلیه او ترانسپورتي وسایلو کې استعمالیږي.

Compressed Natural Gas: CNG
په نورو هیوادونو کې د CNG استعمال د قانون له مخی یوه شرط دی ترڅو طبیعت زیانمن نه شي. یاده ګاز په نقلیه ترانسپورتي وسایلو کې زیات استعمالیږي.

د انرژي سکتور
په طبیعت کې مختلف ډوله د انرژي منابع شتون لري لکه تیل، ګاز، اوبه، باد، سولر یا لمریزه بریښنا، بشري.
قوه او حیوانات
پورته ذکر شوي منابعې هر یو په خپل وخت کې خاص اهمیت در لوده خو د وخت په تیریدو او د نوی ټکنالوژی په راتګ سره د انرژي منابعو اهمیت د یوه منبعی څخه بلۍ منبعی ته انتقال شویدی
د صنعتي انقلاب څخه مخکې د صنعت د ماشینونو لپاره د حیواناتو، بشري او بادي انرژي څخه ګټه پورته کیده.

د نوی ټکنالوژۍ په راتګ سره یاده انرژي د تیلو، ګاز، اوبو، بریښنا، یورانیمو او داسی نورو منابعو څخه لاسته راوړو.

تیل
تیل د انرژي د ترلاسه کولو موهم عنصر دی.

اوبه
اوبه د بریښنا د ترلاسه کولو لپاره ډیر اقتصادي عنصر دی چې حکومتونه د ملت لپاره د خپلو اوبو څخه یاده انرژي لاسته راوړي.

د ډبروسکاره
د ډبروسکاره هم یوه موهمه انرژي ده خو د پخوا په پرتله د ډبرو د سکرو استعمال کم شویدی.

سولر یا لمریزه بریښنا
لمریزه بریښنا د نورو انرژیو په پرتله ډیره اقتصادي انرژي ده.