ولې ډاریږو؟ 

دا پوښتنه به ډېره وار له مخه وي چې ډار نه پېژنو او په علت یې خبرې وکړو خو په کار ده چې لومړی په ډار تمرکز وشي. ایا وجود لري کنه، اغیز یې څنګه دی او کله یې مقابله کولی شو؟ 

موږ له پیدایښت تراوسه اورو چې پلانکی ډاریږي یا دا، دا کار که وکړو نو وبه ډار شو او حتی کوشش کوو چې له کوم څه که ویریږو نو ځانونه ترې ساتو. 

تاسو هم همداسې یاست، نه غواړئ چې د ویرې قرباني شئ خو ځانونه ترې ساتل هم ستونزمن دي ځکه اوس ویره زموږ د وجود برخه ګرځېدلې مګر راپورې سریښ شوې یوه ټوټه نه ده؛ یعنې کولی شو چې مبارزه ورسره وکړو. 

د ویرې په تړاو زه غواړم تاسو ته یو ښه زیری دا درکړم چې ویره اصلاً وجود نه لري. د انسانانو د تعاملات برخه نه ده خو دا یو داسې تصور دی چې موږ سره زموږ له وړوکوالي، کتنو، تجربې او حتی لوستلو وروسته راسره ملګری شوی او زموږ په لاشعور کې یې ځای نیولی دی. کله، کله مو چې ور پام شي، بیا مو زوروي. 

موږ که هرڅه کوو، وایو یې او یا یې ګورو نو تر شا یې د یوې داسې انرژۍ ځواک دی چې موږ یې خلق کړي یو، یعنې خدای یادوم. هغه ذات چې ډار له موږ دفعه کوي نو څنګه بیا ډار منلی شو. هیڅکله نه، له همدا نننه باور وکړی چې ډار نشته. 

د ډار په اړه مې د وړکتوب خبره وکړه چې له هماغه مهاله راسره ملګری کېږي ځکه لیدلي څه چې ممکن کشرانو سره مو خپله هم کله داسې عمل کړی وي چې په یو نا یو ډول مو هغه ته ډار ور پیچکاري کړی وي. لکه د مه او نه خبرې، دا خبرې خپله یوه ویره زېږوي. 

د کوچنیانو ځانته زندګي ده، که لویان مازې هم ورسره تېروتنه وکړي، لاشعور یې له هماغو تېروتنو ډکېږي چې مهم لامل یې د هعه ډار دی. 

لیدنو او کتنو هم زموږ ذهن ته ډار درولی. وطن مو په بدبختیو کې راګیر دی. هره ورځ بلها جنجالونه او پېښې وینو چې هره یوه یې یو ډول ډار راښیي. 

لوست مو هم په فشار  دی، د ذوق او وړتیا خلاف د امکاناتو پیدا کېدو لپاره په تلوار یو ترڅو ګټه وکړو خو د ګټې پر ځای مو ذهن له مصنوعي ویرو مالامال کړی او هره شېبه ترې زیانمیږو. 

د تجربې اغیز هم ځکه د پام وړ دی چې تجربه ډېر ښه او بد را زده کوي، یعنې د ډېرو بدو پېژندلو هم راته یو داسې ډار پیدا کړی چې کله، کله مجبور یې په ژوند هر پل په احتیاط واخلو. 

اصلاً احتیاط خپله د ډار یو ډول دی ځکه ولې دې حالت مجبوریږو، په داسې حال کې چې موږ د خدایي انرژۍ(ځواک) پایله یو. پوښتنه دا ده چې هماغه دې موږ وساتي ولې باید احتیاط وکړو؟ 

د دې پوښتنې ځواب لپاره د نفس د تذکیې خبره مهمه ده چې خدای ته انسان باید نیږدې وه اوسي ترڅو د خدایۍ په دایره کې ژوند وکړي او هیڅکله یې احتیاط ته ور فکر هم نه وي، له همدې امله به یې ویره د تل لپاره مړه وي خو دا کار ډېر ریاضت غواړي. 

هغوی چې لږ هم په خپل ځان باور لري یعنې تمرکز یې پر ځای وي نو وار له واره د معمولي ویرو په کېسه کې هم نه وي، لکه غر داسې مقاومت کوي. هر څه په خپل فکر مخته وړي، که چاسره مشوره هم کوي نو پر ځان دومره باور لري چې څوک یې نه شي تېرباسلی یا یې زړه ته کومه ویره هم نه شي اچولی.