کرزی: واشنکټن ته د ولسمشر غني سفر او بايډڼ سره لېدنې ته يې نه هيلې لرم او نه ورته خوښ يم 

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي له سکای نيوز خبري رسنۍ سره په خپلې وروستۍ مرکې کې ويلي دي، چې افغانستان کې د امريکا او ناټو ماموريت يو ناکام او پاتې ماموريت وو. کرزي د پورته ادعا د شننې برخه کې ويلي دي چې امريکا او ناټو افغانستان ته د ترهګرۍ د ځپنې په پار  راغلی وو؛ دې لپاره راغلي وو چې افغانانو ته امنيت او هوساينه راولي، خو د بهرنيو ځواکونو په شتون کې افغانستان کې داعش ډلې هم ظهور وکړ او افغانانو هوساينه او امنيت پيدا نه کړ، نو ويلی شي چې د دوی ماموريت يو ناکامه ماموريت وو. 

پخواني ولسمشر ويلي  دي چې د افغانستان وضعيت ته په کتو پايله دا کيږي چې په خپله افغانان بايد له شته وضعيت هېواد بهر کړي او د ژغورنې لار پيدا کړي. حامدکرزي د پاکستان په اړه ويلي دي چې افغانستان بايد له پاکستان سره ستونزې حل کړي؛ پاکستان او افغانستان دې د دوه ښه ګاونديانو په ډول سره پاتې شي او په لويه کې د افغانستان د جګړې د پای لپاره د ټولنې دننه د ستونزو حل پيدا شي. 

پخواني افغان ولسمشر واشنګټن ته د ولسمشر محمد اشرف غني او مل پلاوي د سفر په اړه ويلي دي، چې ياد سفر ته ډېرې هيلې نه لري او ورته خوش بين نه دی. حامدکرزي سکای نيور سره په خبرو کې ويلي  دي، چې ولسمشر محمد اشرف غني او د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر جوبايډن بايد د افغانستان د سولې په اړه سره خبرې کړې وای نه دا چې امريکا افغانستان ته دا ژمنې ورکوي، چې نور چورلکې به ورته رالېږي. 

حامد کرزي ويلي دي چې د امريکا متحدو ايالتو له جمهوريت غوښتونکي سناتور لیندزي ګراهام سره په خبرو کې يې په افغانستان کې د دوی له لا نور شتون سره مخالت ښوودلی او پوښتنه يې کړې چې ولې بايد امريکا افغانستان کې نور پوځي شتون ولري؟ کرزي ويلي  دي چې سناتور لیندزي ګراهام ته يې خبرداری ورکړی دی چې که چېرې امريکايي ځواکونو نور هم په افغانستان کې پاتې کيږي، نو افغانان به ور سره هغه چلند وکړي کوم يې چې له پخواني شوري يووالي ځواکونو سره کړی وو.