لس مهمې سياسي اصطلاح ګانې له پښتو ژباړې او تشريح سره 

۱- Ascriptive Indenties: انتسابي هويت يا پېژندنې ته وايي. هغه هويت ته وايي چې وګړي د تولد پر بنسټ نه؛ دا چې په خپلې خوښې يې ځان ته وټاکي ور سره تړلي وي. 

۲- Civil Regulation: مدنيی څارنه هغه فعاليت ته وايي چې مدني فعاليیت کوونکي  د چاپيريال په اړه د شرکتونو فعالیتونه او ژمنې په کې څاري. 

۳- Clash of Civilization: دا د ساموئل هانتينګتون نظريه ده چې د تمدنونو د ټکر په اړه يې په کې ويلي دي.  ساموئل هانتينګتون دا نظريه له سړې جګړې وروسته ورکړه. د تمدنونو له ټکر څخه د  ساموئل هانتينګتون موخه د لوېديځ مسيحيت او ختيځ اسلامي تمدنونو ستونزې او د يو او بل پر وړاندې ټکر کېدل ذکر شوي دي. 

۴- Delegative Democracy: نيابتي ديموکراسي د ګيلرمو او دانل نظريه ده. نيابتي ديموکراسي دوی هغه حکومتونو ته  استعمال کړې ده چې يو کس د ټاکنو له لارې په کې واک ته رسيږي خو واک ته په رسېدو سره د ديموکراټيکو اصول په خلاف د خپلې خوښې حکومت رامنځ ته کوي. 

۵- Human Capital: انساني پانګه؛ د يو هېواد دننه د وګړو زده ګړو، وړتياوو او نورو مهارتونو ته ويل کيږي. 

۶- Juche: د کوريايي ژبې کلمه ده. دا کلمه د شمالي کوريا اوسني مشر کېم جونګ اون کړنو پورې ځانګړې ده. په کوريايي ژبه کې Juche په دې مانا ده چې يو هېواد بايد پر خپل ځان تکيه ولري او Juche اوس په شمالي کوريا ملي اصل دی. 

۷- Only Game in Twon: دا اصطلاح په دې مانا ده چې د خلکو باور داسې جوړ شوی وي، چې يوازې ديموکراسي او ټاکنې واک ته د رسېدو لا او د دولت سياست دی. يانې نورې آيديالوژۍ او مسايل دومره ډېر د اهميت وړ نه وي. 

۸- Social Collapse: ټولنيزه وېشنه هغه وضعيت ته وايي چې ټولنې هم له حکومت لېرې شي او هم په خپل منځ کې سره ووېشل شي. 

۹- State Failure:  هغه وضعيت دی چې يو دولت په کې له منځه نه وي تللی او پاشل کېدو او ړنګېدو ته په کې نېږدې شوی وي. 

۱۰-  Wealth Theory of Demcracy: دا نظريه داسې وايي چې اقتصادي او اقتصادي - ټولنيزه پراختيا پر يوې ثابتې ديموکراسۍ باندې تيکه کوي او په ديموکراتيک وضعیت کې شونې ده.