د ټېکنالوژۍ په نړۍ کې د (IoT) اصطلاح سره بلد او په ګټه يې پوهه شئ 

IoT د Internet of Things لنډ حالت دی. د Internet of Things څخه موخه د انټرنېټ پر مټ د فزيکي څېزونو نښلول او ورڅخه کار اخېستل دي. د Internet of Things په مرسته اوس وخت کې کولی شو چې ځيني فزيکي چارې په هغه صورت کې چې انټرنېټ شتون ولري له لېرې واټن په ښه ډول تر سره کړو. 

د Internet of Things په راتګ سره د نړۍ په يو شمېر پر مختللو هېوادونو کې شيان او څېزونو چې په تېر کې يې له برېښنا او ډيجيټل سره کوم تړاو نه درلود؛ اوس په داسې بڼې جوړيږي چې دوی برېښنايي شوي او د برښنايي او انټرنېټ پر مټ کار کوي او انساني چارې يې انسانې کړې دي. 

د Internet of Things دوه بېلګې په دې ډول وړاندې کولی شو. پرمختللې نړۍ کې د دروازو قلفونه په داسې بڼې جوړيږي، چې برېښنايي وي او د انټرنېټ سره د نښلېدو وړتيا لري. اوس که يو چا د خپل کور او اپارتمان دروازې خلاصې پرېښوودلې وي نو اړ نه دي چې تر کور او اپارتمان لاړ شي او هغه بند کړي؛ د برېښنايي قلف په مرسته چې د وای فای سېسټم لري له لېرې واټن خلاص او بندولی شي.

همدا ډول د اشپز خونې ځيني وسايل د Internet of Things په بڼه جوړ شوي دي. که چېرې کور او اپارتمان کې منقل چلان پاتې شوی وي نو کولی شو هغه منقل چې د وای فای نښلونه په کې ځای پر ځای شوې ده، له لېرې واټن يې اور بند کړو. د موټر دروازې، د څراغ روښانه او خاموش کول، د تلويزون بندول او لګول، تشنابونو کې د اوبو کنټرول او نور کارونه چې له لېرې واټن د موبايل تيلفون په وسيله تر سره کيږي، د Internet of Things يو څو بېلګې دي. 

Internet of Things د ټېکنالوژۍ او انټرنيټ په برخه کې نوی پيل دی. اټکل داسې دی چې تر ۲۰۳۰ز کال پوري به ۵۰ مېليارده د کور او دفتر څيزونه برېښنايي او وای فای سره ونښلول شي چې کارونه به يې اسانه وي. د Internet of Things په برخه کې هر کال هم د سخت غالي يا Hardware او پوست غالي software نوې بڼې وړاندې کيږي او عملي ګټه اخېستنه يې هم ګټوره، ډېره خوندي او خت سپما کوونکې ده.