د Cloud Computing پېژندنه؛ دې سره Google Cloud او Cloud Account اصطلاحات زده کړئ

د غوښتنې سره سم  کمپيوټري سرچينو  ته لاس رسی په ځانګړي ډول د مالوماتو ذخيرې ته په داسې ډول لاس رسی پيدا کول چې کارن په کې په مستقيمې بڼې دننه نه وي او يا دا چې کارن په کې مستقيمه لاس وهنه ونه لري، Cloud computing ورته وايي. که په ساده ژبه يې ووايو، نو Cloud computing څخه موخه؛ د انټرنېټ پر مټ د بېلابېلو خدمتونو (services) لېږد، چې سرور، ډاټابِس، نيټورکېنګ، آپلېکېشنز او نور پوستغالي يا software په کې شامل وي. په  Cloud Computing باندې ځکه د Cloud نوم اېښودل شوی دی، چې مالومات  په کې يوې لېرې او رېموټ فضا کې ساتل کيږي، یعنې د اړوند ډيوايس دننه نه وي.  د Cloud Computing  لنډ مفهوم دا دی چې کمپنۍ د خپلو مشتريانو مالوماتو او خپل خدمات په يو لېرې او واټنيز سرور کې ساتي او د اړتيا او د کارن د غوښتنې پر مهال د انټرنېت پر مت ورته رسيږي. 

Cloud Computing څنګه کار کوي؟ 
د Cloud Computing هر سرويس (storage space, processing power, application software) په متحرک ډول سره شتون لري او د غوښتنې پر مهال کارن ته رسيږي. که چېرې Cloud Computing په يو ځانګړي شرکت او کمپنۍ پوري تړاو ولري نو enterprise clouds ورته وايي او که بيا چېرې د ډېرو شرکتونو لپاره د لاس رسي وړ نو public cloud ورته وايي. د Cloud Computing  ستره ګته دا ده چې شرکتونو له دې خلاص وي چې د خپلو ای ټي او کمپيوټري سېستمونو لپاره پانګونې وکړي او ورته زېربناوې جوړې کړي. 

- Google Cloud Platform د ګوکل شرکت يوه مهمه Cloud Computing برخه ده. ګوګل شرکت له نن ۱۳ کاله وړاندې Google Cloud سرويس وړاندې کړ. اوس مهال د ګوګل شرکت هر کال نېږدې ۱۳ مېلیارده امريکايي ډالر له Google Cloud څخه تر لاسه کوي. د ګوګل کارن کولی شي چې هم په موبايل او هم کمپيوټرونو کې د ګوګل کلاوډ اکونټ يا حساب ولرئ.