لمر د لمريز نظام تر ټولو لوی او مرکزي ستوری يا سياره ده. لمر کابو ګرد او کروي بڼه لري. د لمريز نظام تر ټولو ستره برخه چې نېږدې ۹۹ سلنه کيږي، لمر جوړه کړې ده. د ځمکې او لمر ترمنځ واټن ۱۵۰ مېلېونه کيلو متره ښوودل شوې ده. دا چې د لمر وړانګې تر موږ رسيږي اته دقيقې وخت نېسي. د هغې سرعت پر يوې ثانيې ۳۰۰ زره کيلو متره دی.
د لمر په اړه څو په زړه پوري حقيقتونه:
۱ - د لمر تودخه د هغې په قشرونو کې سره توپير کوي. د لمر په هسته کې تودخه تر ټولو لوړ دی، چې ۱۵ مېلونه د سانتي ګراید درجې ته رسيږي. د لمر هغه برخه چې انسانانو ته د لېدو وړ ده د Surface برخه ده؛ هلته د تودخي درجه شپږ زره سانتي ګراید ده.
۲- سپيڅلي قران کريم الله ج د ځمکې او لمر د خلقت په اړه فرمايلي دي؛ ساينسي موندنې ښيي چې لمر څلور مېلیارده او شپږ سوه مېلونه کاله وړاندې منځ ته راغلی دی او آټکل دا دی چې پنځه مېليارده کالونه نور هم دوام وکړي.
۳- د لمر کتله د ځمکې له کتلې درې سوه زره ځلې لويه ده. د ټولو لمريز نظام ۹۹،۸۶ سلنه کتله لمر جوړه کړې ده.
۴- د لمر په جوړښت کې اوويا سلنه هيدروجن شتون لري؛ څېړنې ښيي چې لمر د خپل دغه هيدروجن نېږدې نيمه برخه تر اوسه مصرف کړې ده.
۵- په کايناتو کې نورې سيارې او ستورې هم شتون لري چې له لمر ډېر غټ دي. داسې ستورې هم شته چې له لمر ۷۰۰ ځلې لوی دي، خو دا چې له ځمکې يې واټن ډېر دی، کوچني ښکاري او يا هم هېڅ انسانانو ته نه ښکاري.
وروستي