دا چې نظام او حـکومت د خلکو د ارادې ممثِل دی نو په نړۍ کې چې تاسو کوم سیاسي نظامونه وینئ تر ډیره د خلکو د ارادې او مبارزې په پایله کې منځته راغلي دي.
نو په جرئت سره ویلای شو چې همدا د ملتونو ارادې دي چې نظام پرې تکیه کوي.
هرکله چې د خلکو ارادې د دولت او نظام په وړاندې متذلزلې شي د دولت ستنې هم ورسره په مستقیم ډول متذلزل حالت ته ځي. برعکس هر څومره چې د یوه دولت او نظام په وړاندې د خلکو ارادې قوي وي په هماغه اندازه د نظام ستنې هم قوي او مستحکمې وي. تاسو فکر وکړئ او تاریخ ته متوجه شئ هر وخت چې نظام سقوط کړی یوازینی علت یې د خلکو نا خوښي او د حکومت لخوا د ملت د ارادو په ښه توګه نه تمثیل کول دي.
نو په همدې سبب د افغانستان د دولت اوسنیو حالاتو ته په کتو د نظام ستنې د یوه خراب او متذلزله حالت سره مخ دي. لکه څنګه چې یې تاسو په خپلو سترګو وینئ او اورئ چې په ورځ کې ډیرې ولسوالۍ سقوط کوي او دا لړی به همداسې دوام لري .د دتر څنګ غلا ؛ فساد ؛ قتل او چور نن تر بل هر وخت ډیر شوی.
دا چې ولې ملت د نظام سره فاصله پیدا کوي عوامل یې روښانه دي لکه لومړی عامل: نن که چیرته موږ فکر وکړو دولت د خپل ځان په امنیت کې پاتې راغلی پداسې حال کې چې د حکوت اصلي او لومړنی دنده د نورو خلکو نه تنها فزیکي امنیت نیول دي بلکه د ټولنې د وګړو د معنویاتو د امنیت نیول هم دي بهرني لومړي او دوهمه درجه هیوادونه فزیکي امنیت ته نن دومره توجه نه کوي ځکه د وی یې د خلکو د فزیکي امنیت په ټینګولو کې هېڅ راز مشکل نلري هغوئ نن په رفاهي زیست محیطي او مجازي امنیت په ټینګښت تمرکز کوي. اما بدبختانه زموږ د هیواد یو وګړی د لس زرو افغانیو په سر خپل سر له لاسه ورکوي.
دويم: تر ټولو لوی عامل چې ملت د نظام او حکومت سره واټن پیدا کوي هغه د کاري ساحې نه رامنځته کول او خلکو ته د کار زمینه نه برابرول دي . نن زموږ اکثریت کدري ځوانان څوک په بهرنیو هیوادونو کې مزدوري کوي او څوک د هیواد په داخل کې یوې او بلې خواته لالهانده ګرځي.
درېیم : تر ټولو لوی عامل یې بې عدالتي نن که چیرته موږ فکر وکړو په افغانستان کې په لوړه کچه بې عدالتي شتون لري. یو کس چې آتلس شل کاله به یې زحمت ایستلی وي او یو بل چې د دولسم اسناد به یې هم په واسطه اخیستي وي د هغه بل څخه پورته موقف کې شتون لري.
څلورم: فساد او بډې وهل: بل هغه لامل دی چې ملت د حکومت څخه واټن نیسي نني نظام کې هر کس تر خپلې وسې غل دی تاسو یقین وکړئ د ریس جمهور څخه یې ونیسئ همداسې پایه پر پایه ښکته راځئ پر معلم او اجیر یې ختمه کړئ هر یو تر خپل توان پورې خیانت او فساد کوي . مثال یې معلم یو معلم چې باید حداقل په اونۍ کې شل ساعته زمره درس ورکړي اما دی ښاغلی دغو حداقل زمرې ته په خپل وخت نه راځي حداکثر خو یې بیخي پریږده.
نو په پایله کې ویلی شو چې د افغانستان داوسني حکومت څخه د هیواد اکثریت وګړي نور تر پوزې راغلي او هیله او اَمید یې دا وي چې اې خدایه ته مو نور لدې حکومت څخه خلاص کړې. نو تر کوم ځایه چې زه پوهیږم اوسنی موجود حکومت د سقوط په آخري پولو او آخري سلګیو کې شتون لري چې کیدای شي یوه میاشت دوه میاشتې حتی کیدای شي تر یوه کال هم دوام ونکړي.
نو د الله تعالی څخه هیله او آرزو لرو چې یا خدایه د د ساعت په آرمان مو مه کوې!
سوله مو لومړیتوب دئ!
جنګ د ورک شي رنګ یې د ورک شي
وروستي