ولې ډېری خلک چې له خوبه پورته شي د خپګان احساس لري؟


په مونږ کې ځینې کسان کله چې له خوب څخه راپورته شي، نو د طبیعت بدلون حس کوي. او له دې طبیعت بدلون سره سمدلاسه خپګان، اندېښنه، غوسه، ډېره ستړیا او نور مله وي.دا بد احساس د دې سبب کېږي چې زمونږ پر ټولې ورځې خپ منفي اغېره پرېباسي.

دا چې مونږ د سهار لخوا نه ولې سټریس لرو، لاملونه او د حل لارې یې په دې لیکنه کې راسره ولولئ:

۱ـ لږ خوب کول
منظمه او پوره خوب کول د بلې ورځې پيل لپاره ډېر اړین وي، که چېرې مونږ د شپې لخوا ۶ یا ۷ ساعته خوب ونه کړو، نو دا مو به روح او روان باندې ډېره بده اغېزه کوي.

که مونږ د ښپې لخوا پوره خوب وکړو نو په سهار کې به د سټریس له ناوړې ستونزې څخه وژغورل شوو.

۲ـ بد خوی او جنګ کول
کوښښ وکړئ چې یو ارامه او صمیمیت څخه ډګ چاپيریال ځانته جوړ کړئ، نه دا چې کله له خوبه پورته شئ نو نورو ته بدې خبرې کول پیل کړئ، او په هر څه باندې غوسه وکړئ.

ځیني خلک داسې انګېري چې غوسه کول یو ډول سیاست ده، چې پر غواړی ځان پرې له نورو غوره ښکاره کړي، خو پر دې نه دي پوه چې ستاسو هره منفي خبره او بد خوب خپله ستاسو پر غوږو هم ننوځي، او ذهن مو په خرابېږي.

۳ـ په بدو فکرونو کې ویده کېدل
د ژوند په چارو کې ډېر فکر او په ځانګړي ډول منفي فکر کول د دې لامل کېږي چې ستاسو ارامښت درنه واخلي.

کله چې تاسې له اندېښنو ډک ذهن سره ویده کېږئ، خوب مو سم نه وي، او څو څو وارې د بدو خوبونو له لاسه کښته پورته شئ، او بیا هم چې سهار شي تاسې په هماغه فکرونو کې پاتې شئ، نو تاسو ته یو ډېر بد زېری ده.

منفي فکر کول د ژور خپګان یا سټریس تر ټولو لوی لامل ده ، او که چېرې تاسې همدا فکرونه وپالئ، نو په دې پوه شئ چې دېر ژر به په رواني ناروغیو اخته شئ، چې بیا به د ژوند چارې مخته وړل ډېر ستونزمن شي. ځکه سټریس د د ډېرو ناروغیو مور بلل کېږي.

څنګه وکولی شو چې د سهار سټریس ورک کړو؟
د دې لپاره چې خوب مو منظم او له سهاري سټریس څخه خلاص شو نو په دې لیکنه کې د حل لارو باندې بحث شوی ده:

۱ـ ورزش کول
سهاري ورزش کول د انسان روح او روان ته غورې پایلې لري. کله چې مونږ ورزش شو زمونږ بدن خبله سلامتیا ترلاسه کوي، او زمونږ روح ارامښت.

۲ـ په ښه فکر سره ویده کېدل
مخکې له خوبه کوښښ وکړئ، هغه هر څه چې تاسې ځوروي او یا هم د ټولې ورځې اندېښنه مو ورسره ده هېر یې کړئ، کله چې تاسې له اندېښنو سره ویده شئ، نو دا د دې لامل کېږي، چې ستاسو ذهن ګډوډ وي او بد خوبونه وګورئ.

۳ـ د هرې ورځې لپاره هدف لرل
دا چې مونږ د هرې ورځې لپاره موخه ولرو، نو زمونږ ذهني تمرکز ټول زمونږ پر اهدافو وي، او له اضافي فکرونو او چرتونو په امان پاتې کېږو.