ستر جنرال بسم الله محمدي په ۱۳۴۴ل کال کې په پنجشير ولايت کې زږېدلی دی. دی د احمد شاه مسعود له نېږدې کسانو پاتې شوی؛ په پنجشير او يو شمېر شمالي ولايتونو کې د نوموړي جنګي قومندان وو. بسم الله محمدي تر ۱۴م ټولګي زده کړې کړې وې او بيا چې کله افغانستان کې د برهان الدين رباني په رياست د اسلامي دولت په نوم د مجاهدينو حکومت جوړ شو، نو بسم الله محمدي کابل کې په حربي پوهنتون کې ځان شامل او له هغه ځای ورته د ليسانس سند په پوځي برخه کې ورکړل شو.
کله چې بسم الله محمدي له حربي پوهنتون د فراغت سند واخېست، نو بيا د برهان الدين رباني په حکومت کې د ۴۰م پلي لښکر مشر وټاکل شو. هغه مهال چې طالبانو د برهان الدين رباني حکومت چپه کړ نو بسم الله محمدي هم پنجشير کې د احمد شاه مسعود په مشرۍ د طالبانو پر وړاندې د دوی د مقاومت نومي جګړې يو قومندان شو.
په ۱۳۸۱ لمريز کال کې چې افغانستان کې د امريکا په ملاتړ او د حامدکرزي په رياست نوی حکومت جوړ شو؛ بسم الله محمدي په کې د افغانستان د وسله وال پوځ لوی درستيز وټاکل شو. په ۱۳۸۹ل کې دی د کورنيو چارو وزير شو. نېږدې دوه کاله يې د کورنيو چارو وزير په توګه دنده تر سره کړه. په ۱۳۹۱ کال کې په هېواد کې د ناامنيو د زياتېدو او د پاکستان له خوا پر افغانستان د راکټي بريدونه له امله ولسي جرګې له بسم الله محمدي د باور رايه بېرته واخېسته او دی يې په کور کېنولو.
هغه مهال چې بسم الله محمدي د وسله وال پوځ لوی درستيز وو؛ جنرال عبدالرحيم وردګ ملي دفاع وزير وو. د يو شمېر رسنيو د مالوماتو پر بنسټ په ملي دفاع وزارت کې د جنرال عبدالرحيم وردګ او بسم الله محمدي اړيکې سره ښې نه وې. بسم الله محمدي په ملي دفاع وزارت کې د هغه سمونونو په اړه چې جنرال عبدالرحيم وردګ رامنځ ته کول مخالفت کولو او پر وړاندې به يې ورته خنډونه جوړول. دا هم ويل شوي دي چې عبدالرحیم وردګ څو ځلې امريکايي او ناټو ځواکونو مشرانو ته هم د بسم الله محمدي په اړه شکایتونه کړې وو، خو دا چې بيا د هغه وخت ولسمشر حامد کرزی د عبدالرحيم وردګ په پرتله له بسم الله محمدي سره ښه وو، نو بسم الله محمدي پر خپلې دندې پاتې او د عبدالرحيم وردګ سره مخالفت يې بې پروا او ملاتړ لرونکی وو.
د بسم الله محمدي په اړه ويل شوي دي، چې هغه وخت چې دی د پوځ لوی درستيز او کورنيو چارو وزير وو، ناټو او امريکايانو ته د خوښې نه وو. که څه هم بسم الله محمدي دې برخه کې چې د ناټو او امریکايي ځواکونو ملاتړ خپل کړي؛ ډېرې هڅې کړې او اړيکې به يې نېولې؛ خو د دوی په نوملړ کې بسم الله محمدي د بدلون ضد او په فساد کې ککړ کس حساب شوی او شمېرل شوی وو. د حامد کرزي په حکومت يو ځل نړيوالې ټولنې نوموړي ته خبرداری ورکړی وو چې هغه کسان چې په کورنيو جګړو کې دننه وو او په انساني ضد جنايتونو او د بشر حقوقو په نقض تورن دي، بايد حکومت کې ځای ونه لري. بسم الله محمدي هم يو له هغه کسانو وو، چې د کورنيو جګړو پر مهال پر جنګي جنايتونو کې ککړ حساب شوی وو. ويل شوي دي، چې په توکيو کنفرانس کې چې کله پخواني ولسمشر ته د نړيوالې ټولنې له خوا وويل شول چې جنګ سالاران او د بشري حقوقو نقض کوونکي يې بايد په حکومت کې شامل نه وي او که چېرې په کې شتون ولري نو مرستې به پرې بند شي؛ نوموړي (کرزي) بسم الله محمدي هم له حکومت ګوښه او په کور کېنولو. د حامد کرزي له خوا د بسم الله محمدي ګوښه کول د مارشال محمد قسيم فهيم او پخواني ولسمشر حامد کرزي اړيکې سره بې خونده کړې. محمد قسيم فهيم په دې خپه وو چې بسم الله محمدي له دندې لېرې شو او پر حامد کرزي يې د فشارونو په پايله کې کرزی اړ کړ، چې درې اوونۍ وروسته بيا بسم الله محمدي د کورنيو چارو وزير وټاکي او ولسي جرګې ته يې د باور رايې اخېستو لپاره ورولېږئ.
هغه مهال چې بسم الله محمدي د ملي دفاع وزارت لوی درستيز وو او د جنرال یفتلي نوم کس د ملي دفاع وزارت د روغتيا رئيس وو، چې وروسته بيا هغه هم لوی درستيز شو؛ د شهيد سردار محمد داوود خان له روغتون څخه ۴۲ مېلېونه امريکايي ډالر غلا شول. رازق مأمون لېکلي دي چې د شهيد سردار محمد داود خان له روغتون پرمختللي وسايل جنرال يفتلي د بسم الله محمدي په امر ناڅرګند ځای ته وړل او له دې موضوع د وخت د ملي دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردګ خبر نه وو. بسم الله محمدي په دې هم تورن وو، چې هغه وخت چې دی د کورنيو چارو وزير وو، نو امريکا ۲۵ مېلونه امريکايي ډالر د ولسي جرګې د غړو د ساتنې په پار کورنيو چارو وزارت ته ورکړي وو، خو يادې پيسې هم د بسم الله محمدي له خوړل شوې او حساب يې تر اوسه ورک دی.
نوموړی تازه نن ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني په فرمان د ملي دفاع وزارت نوماند او چارسمبال وزير ټاکل شوی دی.
وروستي