د پراګراف مهمې برخې او عمومي جوړښت يې؛ يو پرګراف بايد څو جملې ولري؟


د پراګراف تعريف داسې کوو؛ پراګراف له يو بل سره د تړلو جملو ټولګه ده چې يو مفهوم جوړ کړای شي. يا په دې ډول سره چې پراګراف يوه جمله وي يا د څو جملو مجموعه ده چې يوه ايډيا ولېږدوي. پرګراف په خپله د يوې لېکنې يوه برخه شمېرل کيږي. هر کله چې لېکنه کوئ نو دا اړينه ده چې د پرګراف په اړه پوهه شئ. پراګراف څنګه جوړښت لري؟ څو جملې په يو پراګراف کې بايد ولېکل شي او اړوند نور مسايل يې، دلته ولولئ.
 
کله چې تاسې پرېکړه کوی چې يو پراګراف ولېکې يا خپله لېکنه په پرګرافونو ووېشئ، نو يو پرګراف بايد دغه درې بنسټيزې برخې ولري او تاسې يې د لېکلو پر مهال بايد په پام کې ونېسئ.
 
۱- د موضوع جمله: د موضوع جملې ته په انګلېسي کې Topic Sentence وايي. لکه څه ډول مو چې وړاندې وويل هر پراګراف د يوې سترې موضوع يا لېکنې دننه د يوې ځانګړنې ايډيا د وړاندې کولو لپاره لېکل کيږي. هر پراګراف په Topic Sentence سره پيلږي. هغه ايډيا چې تاسې په يو پرګراف کې وړاندې کوئ، په Topic Sentence پيليږي.
 
د بېلګې په ډول:
محمد اشرف غني ۷۲ کلن شو؛ که چېرې د يو پراګراف Topic Sentence په دې ډول شي نو يوه ښه د سر جمله نه ده. که چېرې د يو پراګراف Topic Sentence په دې ډول ولېکل شي، نو غوره به وي. محمد اشرف غني، د افغانستان اوسنی ولسمشر دی، نن يې د زېږون کليزه ده او اوويا کلن شو. موخه دلته دا ده چې په پورته دوه جملو کې دواړه د يو پراګراف د پيل جملې يا Topic Sentence دي، خو لومړۍ يوه بشپړه ايډيا نه شي وړاندې کولی او پر همدې بنسټ نېمګړي ده. دا هم په ياد ولرئ چې ستاسې ټول پراګراف بايد پر Topic Sentence باندې وڅرخيږي، يانې هغه خبره چې په Topic Sentence کې وړاندې شوې ده؛ د ټول پراګراف موضوع کيږي.
 
د يو پراګراف په سر جمله کې بايد موضوع تر ډېره روښانه شوې وي او لوستونکي په دې پوهه چې په Topic Sentence سره پيل شوي پراګراف د څه په اړه دی او دوی يې ولې بايد ولولي. په دې لومړۍ جمله کې بېلګې او نور مالومات نه وړاندې کيږي، بلکې يوازې ايډيا وړاندې کيږي.
 
۲- تشريحي جملې supporting sentences: د يو پراګراف دويمه برخه هغه جملې لېکل کيږي چې د لومړۍ جملې يا Topic Sentence وروسته راځي او د همدې لومړۍس جملې په اړه مالومات يو څه په ډېرې تشريح سره وړاندې کوي؛ بېلګې او مثالونه په کې لېکل کيږي. د پراګراف دغه برخه لويه هم وي چې د پراګراف متن يا باډي هم ورته وايي.
 
بېلګه يې داسې وړاندې کولی شو: ښاغلی غني له نن دوه اوويا کاله وړاندې زېږدلی او اوس مهال يې عمر ۷۲ کالو ته رسيږي. اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني په لوګر ولايت کې نړۍ ته راغلی او ورپسې يې د ژوند يوه ستره برخه په پلازمېنه کابل کې تېره کړې ده. که څه هم د محمد اشرف غني عمر ۷۲ کالونو ته رسېدلی دی خو دی په خپله او ورته نېږدې کسان وايي چې دی له ښې روغتيا برخمن دی او داسې کومه ستونزه او ناروغي نه لري چې د کار پر وړاندې يې خنډ شي.
 
۳- د پای جمله Closing Sentence: په دې جمله سره د يو پراګراف دننه يوه ايډيا پای ته رسيږي. د پای جمله يا Closing Sentence په خپله هغه  Topic Sentence ده، چې د يوه ځانګړې ايډيا په لنډ ډول سره بيا وړاندې کوي. د بېلګې په ډول: افغان ولسمشر محمد اشرف غني له نن پوره دوه اوويا کاله وړاندې زېږدلی وو او نن يې د ژوند ۷۳ پسرلی پيل شو.
 
پورته جوړښت په کتو ويل شو چې يو پراګراف درې جملې لري، چې د سر جمله، تشريحي جمله او د تړنې جمله ده؛ خو ځيني وخت د پرګراف په supporting sentences برخه کې درې جملې هم لېکل کېدای شي. نو غوره دا ده چې يو پرګراف بايد له درېيو کمې او له پنځو ډېرې جملې ونه لري.