د افغان ملت په ګټه يو څو خبرې

 
غواړم د هېوادوالو راتلونکی ژوند، سولې، کورني او بهرني سياست، د هغوی د ګټو په اړه څه وليکم، چې د زموږ بهرنی سياست د نړۍ له ولسونو سره د دوستۍ او همکارۍ پر بنسټ يو ولاړ سياست دی، چې وکولای شو برياليتوب او خپلې ګټې په کې په ښه توګه يوځل بيا تأمين کړو.
 
کله چې په هېواد کې د خپلو ګټو په اړه خبرې کوو، په ملک کې د ټولنيز عدالت ټينګول او د بشري حقوقو احترام د نړۍ د سولې يوازينۍ وسيله ګرځېدای شي. په بدو او سختو حالاتو سره، چې نن په افغانستان کې په دغه ملت حاکم دي زړونه مو د آبادۍ، خوشحالۍ لپاره هرکلی کوي، فکر مو د دې لويې نيک بختۍ تأمين ته د هغو ولسونو لپار وقف کړی، چې تر اوسه لا د دې لوی نعمت څخه، چې هغه سوله ده، بې برخې پاتې دي.
 
د برياليو، سوله ساتو او خپلواکو ملتو خوشحالي په يوه ټولنه کې هغه وخت پوره کېدای شي، چې د نړۍ ټول وګړي يو ډول روا حقوقو له نعمت څخه ګټه واخيستلای شي. له دې حقوقو د افغان ملت محروميت په هغه ټولنه کې، چې د خپلې خپلواکۍ او خپلو حقوقو د غوښتلو لپاره مبارزه او مجادله کوي لا ډېر زموږ د پرېشانۍ سبب شوی په تېره، چې دوی خپلې ټولنې ته ستانه شوي او د دوی روا غوښتنې په دې ځای کې تر تهديد او فشار لاندې نيولي، چې بشريت په افغانستان کې د داسې مصيبت له زغملو نن منکر دی. سره له دې په افغانستان کې اکثره ځوانان د کار او سياست له پلوه په قوي روح خپل کار او سياست تعقيبوي او د خپلو حقوقو د غوښتلو لپاره د ملاتړ په لاره کې اخلاقي او تاريخي دندو ته نور هم دوام ورکوي، چې په دې کار سره کولای شو په ټولنه کې خپل ژوند او افغاني سياست ته يو مثبت بدلون ورکړي.
 
افغان ملت د سولې له ملي جشن څخه په خپل هېواد کې د بهرنۍ نړۍ له خوا د افغان سياستوالوله لاسه يو بې برخې ملت ګڼل کېږي. نن يوځل بيا له خپلې خپلواکۍ بې برخې ملت دی، دولتي ادارې په خپل واک کې نه دي، حکومت کمزوری دی، د هېواد په ګټه سياستوال کار نه کوي، د پردۍ نړۍ د غلامۍ زنځير دواړو رئيس جمهورانو او تر څنګ يې طالب جان او داعش خان په غاړه کې اچولي، لنډه دا د افغان ملت په خدای (ج) ډېره کلکه عقيده ده، چې په مهربانۍ سره ډېرې ټولنې آبادۍ او خپلواکۍ ته رسېدلي او رسېږي. موږ به هم د خپل تاريخي او فطري حق په غوښتلو او اخيستو سره که خدای (ج) کول بريالي او د ژوند په خوږو به مړېږو.
 
موږ غواړو او غوښتي مو دي، چې د افغانستان د آبادۍ او ترقۍ په اړه غوښتنې وکړو، ترڅو ملت بيداره شي، له خواږه خوبه راويښ شي، له نورو ملتو سره په يوه ليکه کې د برياليتوب په لاره کې ودرېږي، بل ملت په هره برخه کې وکولای شي له نورې نړۍ سره نږدې اړيکې پيداکړي، د ملګرو ملتو د مقرراتو اړوند او د نړۍ د دې څنډې د سولې د دوام په نيت د حمايت شي او په دې لاره کې له هېڅ ډول ستونزو ونه وېرېږي او ځان موخو ته ورسوي.
 
سوله او خپلواکي نن سبا په افغانستان کې د هر افغان خپل فردي او معنوي حق دی، چې تر لاسه کړي او خوشحالي پرې وکړي، د سولې په مجادله کې هغه ځوانان، چې بوخت دي له دې کبله دي، چې خپلواکي د هر ولس خدای (ج) وربخښلی حق ګڼي، افغان ملت د په دې يقين او باور ولري، چې د کار او عملي اقداماتو په نتيجه کې به وکولای شو بېکاره څېرې د سياست له ډګر څخه شاه ته کړو او ځای هغه چا ته په برخه شي، چې په راتلونکي کې به د دوی تاييدات او غوښتنې همدغه د اهل کسان پوره کړي.
 
څرنګه چې د هېواد په ګټه خبرې کوو، د افغانستان او نورې دښمنې نړۍ سياسي اړيکې مو د ملک د آبادولو په اړه نه دي اصلاح شوي، بلکې په هېواد کې لا نوره هم سياسي فضاء د خړېدو په حال کې ده، چې په نتيجه کې افغان ملت د دې پېښې په ډېرېدو سخت خفه دی او له حکومت او نړېوالې ټولنې په جدي توګه نن غوښتنه کوي، چې د سمون لپاره عاجل او اړين اقدامات ترسره شي، مګر له بده مرغه، چې دې مسئلې ته څوک د خپلو شخصي ګټو په وړاندې کوم اهميت نه ورکوي او په دې هېواد کې د سولې مسئله يې څو سوه کاله نوره هم شاته غورځولې ده، چې په هغې د په رښتينې توګه څوک کار وکړي. حال دا چې پنځلس کاله وشول، چې د سولې عالي شورا تش په نامه يوه اداره لرو، چې کار کوونکي په ډېره لوړه تنخوا کار کوي ولې تراوسه دوی په هېواد کې يو جنګيالی هم د سولې ميز ته په خپل وخت حاضر نه کړ، چې د سولې په اړه دواړه خواوې خبرې وکړي، چې هېوادوال له جګړې په امن او امان کې پاتې شي.
 
د حکومت او هېوادوالو په اړه د ګټې خبره نن سياستوالو نه ده په ګوته کړې، چې پرې روان شو او ځانونه له جګړې د ساحل غاړې ته کړو، بلکې دا ټولې جګړې، بېکاره کارونه او تنګونې د تاريخ په زمانې کې د دې لپاره پر موږ وشول او کېږي، چې له هر پلوه مو سياسي لوبغاړي او تر څنګ يې بهرنيانو په دې لاس پورې کړی، چې خپله ګټه په کې و ويني او وکولای شي موږ له خپلو حقوقو او هيلو له ملګرتيا او طرفدارۍ خلاص کړي.
 
غواړم دا خبره ټول ملت په ځانګړې توګه پښتنو ته څرګنده کړم، چې د افغانستان په څلوېښت کلنه جګړه کې مو د زلميانو سياسي موقف هماغه دی، چې وينه به مو د هېواد د آبادولو لپاره رنګ راوړي او هېڅ ډول فشار او زور به د افغانستان د حکومت دښمنان که هغه په داخل کې دي او که بهر ونه شي کولای له خپل سياست څخه وګرځوي، بلکې په دې برخه کې خپلو مشرانو او ترڅنګ يې بهرنيانو ته ډېر ښه نيت لرو او غواړو د ورورۍ او برابرۍ پر بنسټ له ټولې نړۍ سره نږدې اړيکې رامنځ ته کړو او هغه سياسي اختلافات، چې افغان حکومت په کې راګير دی په پراخه سينه د دوستۍ له لارې له نورې نړۍ سره د تل لپاره حل کړو.
 
د افغانستان د خلکو هېلې او حقوق د نورو حکومتو او ملتو په نزد په خپل هېواد کې روا او سالم دي که د افغانستان سيمه ييز دښمنان غواړي د حقايقو په پټولو او يا په زور او ځواک سره په افغان ملت فشار راوړي او دغه د جګړې مسئله نوره هم ګرمه کړي حل او فصل يې نه کړي او يايې له حل کولو بېخي انکار وکړي او د افغانستان خلک په خپلواک ډول د خپلو سياسي فعاليتو له حق څخه بې برخې کړي په دې صورت کې څرنګه، چې موږ په خوا ويلي بيا هم وايو دا رويه ښه نه ده او دا لاره د کاميابۍ په خوا نه ده تللې. د افغانستان ټول ملت او حکومت سره نه بېلېدونکې اړيکې لري، چې دوی د سره جوړ نه شي يوه ورځ به بياهم سره جوړېږي او يو پراخ بنسټه حکومت به د خپل دردېدلي ملت لپاره جوړوي او خپلې چارې به په ښه توګه مخ په وړاندې وړي.
 
له دې کبله د خپل سرنوشت او ژوند مسئله د افغان ملت د هر سړي د عواطفو جز ګرځېدلې. بل پردي سياستونه او سياسي څېرې مو په هېواد کې اړ باسي، چې د افغانستان حکومت او خلکو ته څرګنده کړو کومې ملي مجادلې، چې د افغان حکومت خلکو ته د خپلواکۍ حق ورکړی هغه د آبادۍ خلکو ته هم ورکړي او په يقين سره به دغه حق د خپلو هېوادوالو په لاسو کې که ژوند باقي وه وګورو.
 
څرنګه چې هر ملت او هر هېواد د خپلو ګټو او توليداتو په ډېرولو سره کوښښ کوي. موږ هم اړيو له ګاونډيو هېوادو سره د خپل هېواد اړيکې ټينګې کړو او دا توسعه خپلو هېوادوالو ته وکړو، چې د دې مناسباتو د لا ډېرولو هيله په معمول ډول او د خوښې وړ شرايطو په متقابل احترام او ورورۍ په بنا د جريان پيدا کړي. هغه يوازينی هېواد، چې تراوسه ورسره د خپلو سياسي کشالو په هوارولو کې بريالي شوي نه يو او متاسفانه په دې لاره کې مو خوارۍ څرنګه، چې هيله ده سر نه دی نيولی هغه تور پاکستان دی. له دې هېواد سره د اختلافاتو جاري پاتې کېدو يوازينی دليل د پښتونستان د لانجې په اړه د هغه هېواد له پاليسۍ څخه عبارت ده، چې تراوسه دغه کشاله د افغانستان او پاکستان د حکومت ترمنځ نه ده هواره شوې. د افغانستان موقف په دې اړه څرګند او ښکاره دی او وخت په وخت نړېوالو وګړو ته اعلان شوی دی.
 
افغانستان د تل په څېر د حق او عدالت اخلاقي او بشري مکلفيت او له هغو نه شکېدونکو اړيکو پر بنسټ او ايجاب، چې د پښتونستان له ملت سره لري د هغه  ملت د روا هيلو، حقوقو او غوښتنو ملاتړ کړی او کوي به يې.
 
افغانستان هر وخت د روغې جوړې د بنياد ټينګار تر سترګو لاندې له طالب سره نيولی او د دې کشالې د هوارولو لپاره شين څراغ بل کړی، ترڅو د پاکستان له حکومت سره د مفاهمې لار او هم په پاکستان کې خپلو طالب وروڼو ته د توصيې کولو په وسيله هېڅ کمی نه دی کړی او دا ځکه ترڅو پورې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پښتونستان قضيه هواره نه شي د نړۍ په دې څنډه کې به د روغې او امن ټينګول امکان ونه لري او همدغه شان د ښو اړيکو مرستې او ملګرتيا پيدا کېدل، چې د دې سيمې د نيکبخته ژوندانه له لوازمو دي  له امکان څخه يوه لرې خبره به وي.
 
د تاريخ په درشل کې د جهاد له دورې رانيولې تر خلقي، پرچمي، رهبر، طالب او داعش پورې د پاکستان د حکومت له سياسي سرتمبګيو سره به د افغانستان حکومت بيا هم دا کوښښ وکړي، چې د دې کشالې هوارولو لپاره د پښتونستان د خلکو د کاملې خوښې او قناعت سره د روغې جوړې په لار روان او هغه څه به مو په ګټه تمام شي د کومو، چې نن په هېواد کې هيله لرو.
 
کله چې د ځان او له خپل هېواد څخه جګړې د لرې کولو په اړه خبرې کوو، نو د افغانستان سياسي موقف د دې خاورې د وګړو په روا تکل او خپلواکې ارادې باندې نن بنا دی دا ځکه په نړېوالو مقرراتو، په بشري اخلاقو او حقوقي مناشيرو د خپلو پرنسيپونو په عدالت او سوله د امن او هوسايي په ارزوګانو او د نړۍ د خلکو او ملتو ترمنځ په ورورۍ باندې متکي يو، چې دا اصل يوازې او همدا اصول په مجموعي توګه د بين المللي ژوند او بشري اړيکو خورا يو کلک بنسټ جوړوي او د افغانستان حکومت نن پرې پوره باور لري، چې دغه مضبوطې ستنې هېڅکله بشري ځواک نه شي لړزولی او يوه ورځ به افغان ولس په خپل کور کې په هر دښمن که هغه د جهاد په جامه، د طالب په جامه او يا د داعش په جامه کې وي په هغوی به خپلو موخو ته رسېږو او يو بريالی حکومت او ملت به د نړۍ پرمخ راپورته کېږو.
 
نن د نړۍ په کچه افغانستان د ټولو خير غوښتونکو افکارو له هرې خوا او له هر لوري، چې وي خو د مفاهمې لارې د نننۍ جګړې لپاره پرانيستل شي او دغه حکومت او ملت به ورته هرکلی وکړي او داسې لاسوهنې او مداخلې، چې حالات نور هم ګډوډوي او د نړۍ د دې څنډې سوله او روغه جوړه په افغانستان کې خرابوي او بدې پايلې لري موږ يې په کلکو ټکو او الفاظو عاملين غندو او د تاريخ په پاڼو کې نومونه په بدنامه ثبتول غواړو، ځکه په افغانستان کې د سولې، آبادۍ، رښتيني پرمختګ او بې ځايه وژنو او ځانمرګو بريدونو په اړه ټولو سياستوالو خپل امتحان ورکړ او د هرې حملې مسؤليت يې په خپل وخت سره په غاړه اخيستی، چې اوس به ملت ته په کومو سترګو ګوري او په کوم ډول به د افغانستان په سياست کې خپله ناوړه او ناکامه څېره څرګندوي. په حقيقت کې دا خلک د افغانستان په ګټه نه دي دا د نورې نړۍ غلامان دي او د افغانستان په ورانولو پسې سوي لرګي را اخيستي، چې دا يو هم د دې هېواد او ولس په ګټه نه دی او نه ورته کار کوي.
 
په هېواد او ننني عصر کې په کارده، خپلو افغان وروڼو ته د نوو حکومتو په راتلو سره مبارکي و وايو، د هغوی دنيمګړتياو په ګوته کولو سره په کلکه مقابله وکړو، خپلې نيکې هيلې او قلبي تمنيات له افغان ملت سره د سولې په راوستو او د جګړې په ختمولو کې شريک کړو. په ډېر کامل يقين او باور دوی ته دا ډاډ ورکوم، چې خدای (ج) د حق حامي دی او د ملتو سپېڅلې مجاهدې خپلو برياليتوبونو او کاميابيو ته رسېدلې دي او موږ به هرو مرو په خپلو حقيقي ارزوګانو کې برياليتوب او کاميابۍ ته يوه ورځ رسېږو.
 
د خپلې خاورې او ننني جګړه ځپلي ملت په اړه که هر څومره خبرې وکړو، زموږ هدف د دوی له جګړې څخه نور خلاصول دي، چې نن ورځ په يو داسې باريک موقف او حساس موقعيت کې واقع يو، چې په هغه کې زړه نازړه توب، غفلت، غلامي، شخصيت او پېسې خوړل نه ځاېږي، چې موږ د نور دغه اعمال د خپل هېواد د آبادۍ په وړاندې وکړو، بلکې دلته په شخصيتونو ګوتې وهل په کاردي، هغوی پسې په پوره اخلاص ودرېدل په کاردي، د خپلو ملتو يوځای کولو ته سخته اړتيا ليدل کېږي، د غلامو څېرو سرونه پرېکول په کار دي او بلاخره د سيمه ييزو حکومتو له بد چلند څخه د افغانستان خلاصول په کار دي، چې دغه ملت بيداره شي او خپل ځان د سياست په ډګر کې لوړو اهدافو ته ورسوي.
 
په افغاني ټولنه کې نور رڼې سترګې، رسا ذهن، ويښوالی غواړو، ثبات او استقامت، زيار او کوښښ او د خپلو ګټو د تأمين لپاره له ځانه تېرېدل په موږ لازم دي. ترڅو د اړيکو او ستونزو په وړاندې نا هيلي نه شو او د زمانې له ناخوالو ونه ډار شو بايد دا ايمان او عقيده په خپلو زړونو کې ټينګه وساتو، چې دا حق راته حاصل دی، چې په دې نړۍ کې د يو ژوندي ملت په توګه شرافتمندانه ژوند وکړو او که مو ايمان او عقيده د خپلې عقيدې په مشروعيت او د اعمالو په قدسيت ټينګه او نه بدليدونکې وي، نو د لوی خدای (ج) په مرسته دغه هدف ته ژر يا وروسته رسېدونکي يو.
 
په کارده، د خپل ژوند او غوره تګلارو او ګټو په وړاندې ښې پاليسۍ په مخ کې ولرو، پياوړی ملت له ځان څخه د نړۍ پرمخ جوړ کړو او هېڅ يوه فاسده ټولنه له دې وروسته ونه شي کولای نور مو په ټولنه کې په جنګ او جګړه کې ښکېل کړي او ځان له جګړې د تل لپاره خلاص او په خپلو ګټو پسې لاړ شو. موږ په هېواد کې ډېرې ګټې لرو که فکر پرې وکړو کولای شو په ښه توګه ترلاسه او بريالی ملت وګڼل شو.
 
څرنګه، چې د خپل ځان په اړه د ګټو په ترلاسه کولو خبرې کول غواړو څرګنده خبره ده، چې د وګړو له خوا د خپل سرنوشت د ټاکلو حق په اړه د خپل راتلونکي ژوند د تکل او تصميم تاييد وکړو. ولې د افسوس خبره ده، چې د افغانستان حکومت خپل ملت تل له پامه غورځولی، د يوه داسې هېواد په توګه، چې د استعمار د شپو ورځو ډېرې ترخې خاطرې ورسره دي د افغانستان د خلکو په اړه د دې مهم اصل مراعات نه کوي او د سيمې د هېواد په ځانګړې توګه د پاکستان حکومت د وکړي، يوازې دانه، چې د افغان ملت رښتينې هيلې تر پښو لاندې کوي، بلکې افغان ملت ترمنځ د نفاق اور ته لمن هم وهي.
 
بله تر ټولو لويه او د غم او خپګان خبره او ځای مو د ګټو د تأمين په اړه داده، چې د يو مسلمان هېواد له خوا د استعمار او غلامۍ د تحصيل تکل او اراده د داسې ناوړه حالات او په تېره د سيمې او په ځانګړې توګه د پاکستان له خوا ځينې بې ځايه مداخلو ته اجازه ورکول لکه په سيمه ييزو پېښو کې د افغانستان په ضد د شاملو هېوادو ښکاره مداخله داسې خوځښتونه دي، چې د يووالي او سولې غوښتلو د روحيې هغه اساس او احساس متزلزلوي، چې افغان ولس د خپل هېواد د پرمختګ لپاره لري.
 
د خپلو ګټو د ترلاسه کولو په اړه خبرې کول، چې موږ په هغو هېوادو کې د آسيايي، امريکايي او اروپايي سيمو سعادت د نړۍ د سولې او سلامتيا سره مرستيال ګڼي دوی اړ دي، چې کله د نړۍ د ملتو د يووالي خاطرات په زړه کې تېروي د داسې سياسي انحرافونو او کږلېچونو په اړه اندېښنه ښکاره کوي او د آسيا او امريکا ملتونو د همکارۍ او مفاهمې په اډانه باندې يو سخت ګوزار وګڼي او د داسې لارې نيولو په وجه غم او خپګان وښيي پرته له سولې نه شي ورکېدای.
 
په هېواد کې د سولې پلويان څرګند او د جګړې د نظر ټکي روښانه او ښکاره دي او پښتون ملت پرته له دې بل څه نه غواړي او په خپله د افغانستان خلکو ته  د نوره د سولې د تأمين په اړه موقع ورکړل شي، چې په خپله خوښه د خپل هېواد لپاره د سولې يوه غوره لاره وټاکي او بل د سيمې د هېوادو په ښکاره لاسوهنو د کار وشي، چې د پښتونستان مسئله د افغانستان لپاره تر دې اندازې يوه حياتي او په زړه پورې ار زښت لري، چې دغه مسئله د هېڅ چا په وړاندې له هېڅ چا څخه پټه نه شي ساتل کېدای او افغانستان هيله لري، چې د دې مسئلې په حل کولو سره د دغه هېواد ترمنځ خپلو امنيتي ستونزو ته د پای ټکی کېدي او دغه موضوع نوره په دوستانه ډول حل او فصل شي.
 
د پښتونستان مسئله زموږ له بحث څخه فکر کوم لږ لرې ده بيا هم زه يې خپله خاوره ګڼم او اساسي موضوع ده، البته د بحث په ضمن کې ياده شوې. نورو ليکوالو وروڼو، چې په دې اړه ليکنې کړي دا بلکل پرځای او زه يوځل بيا په خپل وار سره تاييدوم. موږ په دې اړه ناهيلي نه يو او هېڅکله نه نا اميده کېږو، ځانګړی کار او فکر لرو او که دا آرزو او هيله له پاکستان سره موجوده وي، چې په افغانستان کې به تل د جګړې اور بل وي دا سوچ د نور له خپل پوچ ذهن څخه وباسي، يوه ورځ به دلته سوله راځي او افغان ملت به ژوندی کېږي او اور به که خدای(ج) کول په پاکستان کې بلېږي، چې بيا به افغانان ننداره کوي.
 
تر هغه ځايه، چې د افغانستان ودانول په ملت او سياسي څېرو پورې اړه لري په کار ده، دې مسئلې ته په خپل ذهن او د هېواد په سياسي چوکاټ کې د سولې په اړه يو عادلانه ځای ورکړو او دغه اصل په خپل هېواد کې وپالو او بل د افغانستان د جګړه ييز وضعيت د حل لپاره کوښښ وکړو او د دې اصل لپاره خپل ذهني پلانونه وټاکو او يوازې دومره نن وپوهېږو، چې سوله د هر افغان حق دی. ولې په دې اړه څوک کوم جدي عکس العمل د سياست په ډګر کې له ځانه نه ښيي ترڅو د برياليتوب چانسونه ترلاسه کړو.
 
د غوره سياستونو او ګټو د ترلاسه کولو په اړه دا ډول پوښتنې ډېرې زياتې د افغاني ټولنې په څېر په يوه ټولنه کې شته  او له هغو انکار نه شي کېدای. ولې د هغې د حل لپاره بېله پوښتنه ده، چې په دې اړه مو اساسي هدف دادی، چې د افغانستان د سولې له دښمنانو سره په دې اړه له با صلاحيته کار کوونکو سره وغږېږو او د حل لاره يې پيدا کړو، چې آيا نور به په هېواد کې د حوادثو پېښېدل ستاسو په نظر بس نه وي؟
 
د افغانستان د دښمنانو هدف له دې جګړې څه دی؟، چې دوی تل په دې جګړه کې لاس لري او غواړي په دې هېواد کې د جګړې اور ګرم وساتي. آيا دغه هېواد په آسيا کې يو پېژندل شوی هېواد نه دی، مقصد او موخه به بالاخره په دې ملت د تپل شوې جګړې د کورنيو او بهرنيو دښمنانو له دې حالت څخه څه وي؟ دا هغه څه دي، چې له ما نيولې ټول ملت که هغه وړوکی او که لوی، خلکو په جګړه کې خپلې ګټې په پام کې نيولي او ملت يې له پامه غورځولی، چې داسې حالات به د يوه ملت په ګټه نه وي پرته له زيان څخه خو راځئ د داسې حالاتو مخنيوی ‎ وکړو نه، چې نور هم د بادار په هيله کېنو او خپلې شپې سبا کړو.
 
په افغانستان کې د سولې د راوستو په اړه د دښمنې نړۍ پروپاګند دادی، چې د خپلې خاورې خپل کسان او چاودېدونکي توکي په بله جامه کې زموږ هېواد ته راولېږي، چې په دې کار سره د جګړې اور ګرم وساتي. البته دا خبره بېخي غلطه ده، چې په دې کار لاس پورې کړي او امنيتي ستونزې پيدا کړي او داسې حادثې هره ورځ پېښېږي، چې د خلکو د قناعت دليل نه شي کېدای او ملت هره ورځ خپل مخونه له دولت او ملګرو ملتو څخه ګرځوي او دولت هم په خواږه خوب ويده دی او نه غواړي، چې د پښتونستان مسئله د د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې نوره له تور پنجاب سره حل او فصل کړي.
 
د تاريخ په زمانه کې مو د خپل زيان په اړه ډېرې داسې علامې او پېښې وليدې او خلک شته، چې د خپل هېواد د پرمختګ په اړه ډېرو عملياتو سره په ښکاره مجادله کوي او سياسي مشران هم د خپلو ګټو په وړاندې د افغانستان پر ضد خپل غږ پورته کوي او افغان حکومت دومره نه کوي، چې دا ډلې په بنديخانو کې واچوي دا او داسې نورې ډېرې پېښې په افغانستان کې موږ په خپلو رڼو سترګو هره ورځ وينو، چې د دغو پېښو توطيه د افغانستان د دښمنانو له خوا د هغوي په پيسو سره بهر کېږي.
 
دا هغه ګوزارونه دي، چې هره ورځ يې افغان ملت ويني او که د زور زياتي پوښتنې دوام ومومي افغان ملت به د اخلاقي او باتعهدي مکليفت له مخې د دوی ملاتړلو ته مجبور وي، چې له خپل حکومت سره لاس يوکړي او دغه بېړۍ چې نن په لوی سمندر کې د ډوبېدو په حال کې ده، د ساحل غاړې ته کړي هغه د وينې توېدلو وېره، چې له افغان ملت سره ده هغه به دې حالاتو ته په کتو سره يو په دوه شي دا به هغه ناوړه عواقب له ځانه ولري، چې بيا به کنټرول کول د حکومت له واک څخه يوه وتلې خبره وي او همدغه سياسي لوبغاړي به د دې پېښې او بېکاره سياست مسؤليت په غاړه اخلي.