افغانستان کې د بریټانیا د ۲۰ کلن شتون لګښت نږدې ۳۲ میلیارډ ډالر شوی

روهي (دوه نۍ/۱۷ د غبرګولي)، د بريتانيا دفاع وزیر جیمز هیپي د پارلمان د پوښتنې په ځواب کې پر لیکنۍ بڼه څرګنده کړې؛ د ۲۰۲۱ زېږدیز کال تر می پورې د دغه هېواد له خزانې ۳۱ اعشاریه ۳ میلیارډ ډالر لګېدلي دي.

امریکا او د هغې د ناټو متحدینو په ۲۰۰۱ کې پوځي عملیات پیل کړل. دغه عمليات د همدې کال د سپټمبر د يوولسمې د تروريستي برید په غبرګون کې د پرېکنده ماموریت ځواکونو لخوا تر سره شول.

په افغانستان کې د ۲۰ کلن پوځي او امنیتي شتون بشري او مالي لګښت خورا ډیر دی. په دغو کلونو کې له۲۳۰۰ ډېر امریکایی نرینه او ښځینه سرتېري وژل شوي او له ۲۰۰۰۰ ډېر ټپیان دي. دغه راز له ۴۵۰ ډېر بریټانوي سرتېري او په سلګونه نور د نورو هېوادونو د اردو سرتیري ټپیان شوي دي.
 
امریکا او انګلستان په افغانستان کې له ۲۰ کلنې جګړې وروسته خپل پوځي شتون پای ته رسوي.