ولسمشر غني:  د کانونو کېندنې بهیر دې چټک شي


 
روهي (څلور نۍ/۱۲ د غبرګولي)، د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د هیواد د کانونو د امنیت تامین په اړه جوړه شوې غونډه کې د هلمند د رخام کان د کارونو د پرمختګ په اړه بحث وشو. 
 
د ارګ په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې په پیل کې د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري د کانونو کېندنې بهیر او په ځانګړي ډول د هلمند د رخام کان د کارونو راپور غونډې ته وړاندې کړ. 
 
جمهوررئیس د راپور تر اورېدو وروسته وویل، غیر رسمي اقتصاد باید په رسمي اقتصاد بدل شي او د کانونو د کېندنې بهیر دې چټک او د پېرلو لپاره ورته ملي، سیمه ییز او بین المللي بازارونه وموندل شي.