تعلیم کولای شي, یو هیواد له سیالانو سره سیال کړي. که چېرته په کوم هیواد کې تعلیم او علم نه وي, هیواد ذ بربادۍ په طرف روانیږي. له بدمرغه, دا چې په افغانستان کې تعلیم کوم خاص اهمیت نه لري او نه هم څوک ورته توجه کوي. نو افغانستان ورځ تر بلې خرابیږي او د بربادۍ په طرف ځي. د کرونا په نامه, چې تر ننه یې نه د کوم پوهنتون او نه هم د کوم مکتب شاګرد وژلی, نو ښکاره له تعلیم نه ځان پس پاتې کول دي, چې پوهنتونه او مکاتب د دوو ورځو لپاره رخصتیږي او بیا بېرته د څه مودې لپاره رخصتي له منځه ځي.
دا چې افغانستان یو ناامنه هیواد دی; نو ددې رخصتیو په راتلو او د څو ورځو لپاره بیرته له منځه تللو له کبله زیاتره زده کوونکي او محصیل له تعلیم څخه یا د بې امنۍ او یا هم د اقتصادي ستونزو له کبله تعلیم ته شا کوي. له ډيری شاګردانو او محصلینو سره مو په دې هکله برې کړې. ویلي یې دي, چې دغه رخصتۍ دوی ته تر کرونا زیات زیان رسولی او تعلیم ته یې شا کړې. له هغو عواملو څخه یو هم د پږهنتونونو وخت او ناوخت رخصتول دي, چې په افغانستان کې یې روانه جګړه جاري ساتلې ده. ډيری د پوهنتونونو او مکاتبو شاګردان له دې رخصتیو ځان خلاصول غواړي, باید دا رختصۍ د دوی په غوشتنه له منځه ولاړه شي او دوی باید تعلیم ته پرېښودل شي.
پای
وروستي