ښځې او اسلام

د پيل خبرې
الله تعالی تر هر چا زیات ښځې ته ډير اهمیت ورکړی. همدارنګه رسول الله او د هغه صحابوو او امتیانو ښځې د زیات قدر او معزز نامه نومولې دي. یوازې ښځه ده, چې ټولنه کې له اسلامي اړخه بدلون راوستلای شي.

الهي اوامر
الله تعالی د قرآن کریم له سورتونو څخه یو سورت د ښځو په نامه نومولی دی, چې په هغه کې د ښځو حقوق, د میراث حقوق او داسې نور هر اړخیز حقوق بیان شوي دي. کوم څه چې الله تعالی په قرآن کې فرمایلي هغه د مؤمنو ښځو لپاره ګټور دي او الله تعالی هېڅ وخت خپلو بندګانو ته بد نه غواړي.

حجاب
الله تعالی مسلمانو ښځو ته په دې امر کړی, چې باید خپل مخ او ښایست نامحرمو نارینوو ته ونه ښیي. الله تعالی په قرآن کې په وار وار ویلي, چې باید ښځې خپل حجاب مراعات کړي او په هغه باندې باید پابندې واوسي. لکه الله تعالی چې فرمایلي دي: {فَاسْأَلُوهُنَّ مِنْ وَرَاءِ حِجَابٍ} الاحزاب/۵۳
ژباړه: د پردې ترشا له هغوی (نارینه ؤ) سره سوال جواب وکړئ.
یعنی هېڅ وخت له نامحرمو نارینوو سره پداسې شکل لکه, چې د خپلو محرمو نارینوو سره خبرې کوی, مه یې کوﺉ او له هغې نامحرمو سره د ضرورت په وخت کې پدې ترشا او په حجاب کې خبرې وکړﺉ.

په کور کښېناستل
موږ چې کله یو قیمتي څيز پيدا کوو نو هغه له خلکو او غلو څخه پټ ساتو. ځکه چې هغه د داسې یو قېمت لرونکي وي, چې خلک غواړي که په روأ لار وي او که په ناروأ تر لاسه یې کړي. نو الله تعالی هم ښځه قیمتي یاده کړې ده, چې الله تعالی په دې اړه فرمایلي دي: {وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ} لاحزاب/۳۳
ژباړه: په خپلو کورونو کې پاتې شئ. 
یعنې ښځه باید د کور کارونه, د اولاد تربیه او د خاوند دې کور د ساتنې لپاره الله تعالی د پلار له کوره د خاوند کور ته ټاکلې او نارینه. نارینه الله تعالی د خپلې مېرمنې او د اولاد د نفې, د هغوی د تعلیمي ساحې د برابرولو لپاره خدای ټاکلی.

د جاهلیت د وخت د ښځو په شان ځان نه کول
الله تعالی تر بل هر دور د جاهلیت د وخت ښځې بدې یادې کړې دي او الله تعالی مؤمنو ښځو ته دا امر کړی, چې د جاهلیت د دورې دې ښځو په شان نه کېدل. لکه الله تعالی چې فرمایي: {وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى} لاحزاب/۳۳
ژباړه: د جاهلیت د زمانې (له اسلام وړاندې) د زنانه ؤ په څېر مه کیږﺉ.

تفسیر د دې آيت بیان داسې کوي, چې ښځې باید د هغې دورې د ښځو خصوصیات, کړنې او عملونه ونه کړي او نه هم باید نارینه د هغې دورې د نارینوو په شان ظالمان وه اوسي. د هغې دورې ښځينوو د نارینوو او نارینوو د ښځينوو په شان ځانونه جوړول او دا کړنه هم رسول الله بد عمل ګڼلی دی. رسول الله فرمایلي: ((المتشبهات من النساء بالرجال, والمتشبهین من الرجال بالنساء.)) حدیث
ژباړه: لعنت د خدای دی په هغو ښځو, چې ځانونه د نارینوو سره او لعنت د خدای دی په هغو نارینوو, چې ځانونه د ښځو سره مشابه کوي.

د خپل آواز ساتنه
آواز یو له هغو عواملو څخه دی, چې په ټولنه کې ښه والی او بد والی رامنځته کولای شي. الله تعالی ښځه په اسلام کې له غږ نرمولو, له نامحرمو سره د خوږو جملو کارول منعه کړي او دا یې یو بد عمل ګڼلی. لکه چې الله تعالی فرمایلي: ((فَلَا تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلَ))- ژباړه: د خبرو پروخت مو اواز مه نرموئ/نرمې او خوږې جملې مه کاروئ. همدارنګه قرآن کریم ښځه له ډيرو زیاتو نورو کړنو څخه په قرآن کې منعه کړې او دا خصوصیات یې بد ګڼلي, الله تعالی په بل آیت کې فرمایلي: ((وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ)) النور /۳۱ 
ژباړه: او پر خپلو سینو دې د خپلو پړونو/ټیکرو پلوونه واچوي.

هغه ښځې چې پړونی نه په سروي نو دا ښکاره بغاوت دی, ځکه چې دا یو د بې دینه ښځې عمل دی. بل ځای الله تعالی فرمایلي: ((وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ)) النور /۳۱ 
 ژباړه: خپل ښایست دې بغیر له خپل محرم/خاوند نورو خلکو ته نه ښکاره کوي. په همدې آيت کې الله تعالی فرمایلي: {وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِنْ زِينَتِهِنَّ} النور /۳۱  ژباړه: په ځمکه دې په داسې انداز قدم نه وهي, چې د هغوی پټ ښایست ورڅخه ښکاره شي 'تېز او کلک قدم دې نه وهي'. که چېرته کوم نارینه ناست وي او فکر یې نه وي, او ښځه یې تر څنګ په زوره قدم کېږدي نو طبیعي خبره ده, چې د نارینه نظر ټول د هغې ښځې خوا ته ور اوړي. که چېرته نارینه ښځې ته وکتل نو دا د دوی دواړو لپاره د سترګو زنا حساب شوه. همدارنګه د همدې آیت په بله برخه کې الله تعالی خپل خواږه پيغمبر ته امر کړی چې: ((وَقُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ)) النور /۳۱  ژباړه: او اې رسول اللهﷺ! مؤمنو ښځو ته ووایاست، چې خپلې سترګې ښکته واچوي. نامحرمو نارینوو ته د ښځې کتل او نامحرمو ښځو ته د نارینوو کتل هم په اسلام کې یو بد او ناوړه عمل دی او همدا علت دی, چې الله تعالی ښځې او نارینه ترې منعه کړي.

پایله
د اسلام هر امر د مسلمانانو لپاره یوه ګټه ده, نه تاوان او الله تعالی هم دا ویلي دي, چې زه مې خپلو بندګانو ته هیڅ ډول سختي, ربړه او تاوان نه خوښوم. ححاب د ښځې عزت دی, ځکه چې مقدسو شیانو ته مو پوښونه ورکوو او ورکړل شوي. لکه قرآن چې معزز کتاب دی او موږ ترې د عزت لپاره پوښونه تاوو. همدا راز له مدینې منورې څخه هم د عزت په خاطر تور پوښ تاو شوی, چې مسلمانانو ته معزز او مکرم ځای دی. هر هغه څيز چې د عزت وړ شی وي, همېشه یې خلک په پوښ کې تاووي. نو اسلام هم ښځې ته یو ډير لوی مقام ورکړی او دوی ته یې امر کړی, چې ځانونه پټ وساتي. یوازې ښځه ده, چې ټولنه د بدلون په طرف بیایي او په ټولنه کې بدلون راوستلای شي, نو مسلمانو ښځو ته ضرور ده, چې ټول قرآني او الهی اوامر پر ځای او ځان ترې خبر کړي. د خدای رضا د هغه د اوامرو پر ځای کول او له نواهیو څخه یې ځان ساتل دي.