کلتوري یرغل یا د ملتونو اخلاقي زوال

د تش په نامه پوسټ استعمار (Postcolonialism) یوه جنجالي مساله د کلتور او هویت ده. دا ځکه چې ښکیلاک ضد ادبیات هڅه کوي د استعمار شوو خلکو له لاسه تللی هویت او کلتور ترمیم او بیرته ژوندی کړي. د امپریالیزم او ښکیلاک یو محور د استعمار شوو خلکو د کلتور بې ارزښته کول او ټيټول دي. دوی په ټول توان هڅه کوي چې اصیل کلتور له مینځه یوسي. ښکیلاک په لوی لاس استعمار شوي خلک له کلتوري ارزښتونو لرې پاتي کوي او دا په دې موخه چې استعمار شويو خلکو کې دا احساس پیدا کړي چې ګواکې د وروسته پاتې کیدو یو مهم لامل یې اصیل کلتور دی. 

نایجریایي لیکوال چینوای اچیبه (Chinua Achebe) کلتور د ټولنې اساس او محور بولي. هغه زیاتوي؛ دا کلتور دی چې د ټولنې خلک یې پر واحد محور سره پییلي دي او ارزښتونه یې د یووالي او انسجام نغمې زمزمه کوي. 

کلتور د یوه ملت مادي او معنوي شتمنۍ او ارزښتونه جوړوي. دا په اصل کې د هیواد او ملت پیژندګلوی او معرف دی. نو دې ټکي ته په کتو سره د ښکیلاک تر ټولو مهم ماموریت د اصیل کلتور جرړې باستل دي او کله چې دوی استعمار شوي خلک له اصیلو ارزښتونو لرې کړل؛ نو پوه شئ چې استعمار خپل یومهم ماموریت په بریا پای ته رسولی دی.

 د استعماري ضد ادبیاتو (Postcolonialism or Postcolonial Literature) په رڼا کې، ښکیلاک دا کار د پردي کیدو تیوري (Alienation) په واسطه کوي. یانې استعمار شوي خلک له خپلو ټولو ارزښتونو سره ځانونه بیګانه یا بیل بولي. دغه رامنځته شوی حالت خلک له خپلو ادارو، کارکوونکو، حکومت او نورو برخو پردي یا بیګانه ګڼي چې د استاذ نعمان دوست (Numan Dost) صیب په خبره بیا دا حالت وطن او ولس ته نه جبرانیدونکي زیانونه رسوي. لومړی خو همدا فاجعه ده چې انسان ځان د هیڅ شي او ارزښت مالک نه بولي. پرون د چاریکارو په ښار کې په ریکشا کې کور ته راتلم. خبره د وطن راغله، یوه وګړي بل ته وویل چې هسي مونږ د دې وطن چیغې وهو! دا خو زمونږ وطن نه دی او زمونږ له لاسه وتلی دی. هرڅه دلته بهرنیان کوي، حکومت دوی کوي او ښه و بد ټول د دوی دي، هسې مونږ د وطن د تصاحب بې ځایه ادعا کوو!

د خلکو دغه شان څرګندونې زموږ په پورته خبرو د تایید مهر لګوي. دغه ذهنیت که څه هم اوس لږ دی؛ خو د ستر خطر زنګ دی او ،که خدای مکړه، دغه ذهنیت عام شو؛ نو کیسه بیخي خرابه بوله. 

تاسو به لیدلي وي چې په مستعمرو کې میشت خلک ځان د خپلواکۍ، ځان بسیاینې او په ټوله کې له هر اړه خپلواک نه بولي. دوی حق په جانب دي؛ ځکه چې له هر اړخه دوی د ښکیلاک قرباني دي او په لوی لاس بیګانه شوي دي. د ښکیلاک یو  کرغیړن اړخ همدا د کلتور له منځه وړل او د دې شوم احساس رایجول دي.  

تاسو به لیدلي وي چې استعمار شوي خلک، البته ټول یې نه؛ خو اکثر یې په رسمي حالاتو او ان په رسمي ادارو کې د خپل اصیل کلتور او ارزښتونو په پاللو شرمیږي. وایي که خپل کالي ( ملي لباس)  واغوندم؛ نو متمدن به ښکاره نه شم. که په خپله کلیوالي (محلي) لهجه وغږیږم، بیا به کلیوال او وروسته پاتی ښکاره شم. تر ټولو بده دا چې د دغه احساس له کبله ورته خپل خلک، خپله ژبه، خپل ارزښتونه، خپل کلتور او ان له بده مرغه خپل دین وروسته پاتې ښکاري. د بهرنیوو د کلتور او فکر د طرز پیښې او تقلید کوي. د هغوی شلیدلي پتلونونه د تمدن او پرمختګ لامل ګني. اخلاقیات شخصي او فردي ژمنتیا او کار ګڼي. دوی ته په خپل وطني فکر سمبال ځان د وروسته پاتې والي یو اصل  ښکاري.  کله چې داسې حالت حاکم شي، بیا نو د ډاکټر صیب علي شریعتي خبره چې د مستعمرې د خلکو ژوند د زمکې د مخ د دوزخیانو ژوند وي.

 په مسلکې لحاظ دې حالت ته کلتوري ناورین (Cultural Crisis) وايي، یانې کلتور خپل اصالت له لاسه ورکړی وي. 

نو اوس په خبره پوهو، لیکوالو، د ادارو کارکوونکو، اغیزمنو څیرو، د رسنیو کارکوونکیو او د قلم خاوندانو ته په کار ده چې باید خپل اصیل کلتور تمثیل او پلي کړي او د استعماري ذهنیت مخنیوی وکړي.  

فلسطیني لیکوال او منتقد ادوارد سعید (Edward Said) وایي چې استعمار شوي خلک او په تیره بیا د مستعمرو لیکوالان باید د پردي کلتور پر وړاندې مقاومت وکړي او پر وړاندې یې باید خپل کلتور تمثیل او و پالي چې د ښکیلاک   یادې شوې شومې موخې ته لاره هواره نه شي. الجریایي لیکوال او منتقد ډاکټر فانون (Frantz Fanon) وایي: "په نړۍ کې چې چیرې تللی یم، هڅه مې دا وه چې زه باید خپلواک اوسم او په خپله ژبه خبرې کول په نړۍ کې، یو کلتور وګرځوم". 

اوس کیسه همدا ده چې که چیرې مونږ خپله ژبه او خپل کلتور ته لومړیتوب ورکړو او هر چیرته یې تمرین او و کاروو، نو پایله به یې دا وي چې خپل کلتور او ژبه به مو ژوندۍ ساتلې وي.  

هندي الاصله امریکايي لیکوال او منتقد هومي کې بابا (Homi K. Bhabha) او فلسطین الاصله امریکايي لیکوال ادوارد سعید وايي چې په کار ده د ښکیلاک پر وړاندې د استعمار ضد کلتوري او ادبي تګلارو نه په ګټه اخیستنې د ښکیلاک د کلتور اغیز چیلنج او پروړاندې یې اصیل کلتور او فرهنګ پلی او تمثیل شي. 

د ښکیلاک کلتوري هیجموني (Hegemony) یوه توجیه د لویدیځ کلتور په وړاندې د اصیل کلتور ټيټوالی (Inferiority) دی؛ ځکه چې استعمار کوونکي خپل کلتور د استعمار شوو خلکو د شاته پاتې کیدو لپاره د بدیل په توګه ځای په ځای کوي. که څه هم د استعمار کلتور تش په نامه کلتور دی. اوس نو د ښکیلاک ضد لیکوالانو دنده دا ده چې دا ډول توجیه او توجیه کوونکي و ننګوي او پر وړاندې یې باید خپل اصلي کلتور ته ارزښت ورکړي.