لا د ثور اومه، اتمه او حتی د جدی ۲۶ نېټه نه وه زېږدلی، وطن آرام وو، مګر د خلقیانو په وسیله د سردار داودخان له واک ته رسېدو سره سم خلقی او پرچمی ډلو لکه د ایرانی اخوندانو د خپلو فکری مخالفینو او سیالانو د ټکولو او حذف لړۍ هم د ګوند دننه او هم د اسلامي نهضت د غړو پر خلاف په شدت روانه کړې وه.
هغه مهال کمونیستانو د غلطو استخباراتی او له ځانه تراشلو پروپاګندونو په وسیله ولسمشر داودخان داسي مهال د اسلامپال فعالانو په کودتا ویرول چې له سره هغوی د خپل ټول فعالیت او مانور سره د کابل پوهنتون تر شرعیاتو پوهنځۍ ورټول وو، او د ولس ترمنځ د کوم پیژندل شوی او تعریف شوی ځایګي څښتنان نه ول.
کمونیستانو غوښتل چې د اسلامپالو په ټکولو به په یو تیر دوه نښې چې یو د اسلامپالو حذف او بل د داودخان فکر له ځان څخه بل لور ته واړوی او پدې سره به د حفیظ الاامین او کارمل عناصر په پوځ کې دننه د کودتا شرایط پرته له هر ډول سرخوږۍ چمتو کړای شي.
همداسي وهم شول، کمونیستانو اسلامپال لومړی حساس کړل او بیا یې د ولسمشر داودخان په ادرس تر پیښوره وځغلول.
داچې کیسه اوږده نه شي، مولوی صاحب خالص ان د اعلیحضرت ظاهر شا د واکمنۍ له مهاله په پیښور کې مدرسه لرله او د وطن د تږو طالبانو د علمي تندي خړوبړلو په یوه بی سارې چینې بدل شوی وو.
کمونیستانو ځغلولی او له داودخانه بی زاره د اسلامی نهضت غړی چې بیا د افغان ـ شوروی جګړې پرمهال په اصطلاح جهادی رهبران تری جوړ شول، هر یو حکمتیار صاحب، استاد ربانی، سیاف او قاضی امین وقاد په پیښور کې د خالص وطني حجرې او مدرسي ته ورځی، هلته شپی او ورځی تیروی او مولوی صاحب خالص چې دا مهال مشر ملا وو، د یادو جهادی رهبرانو د نظام چپه کول او د داودخان ضد احساساتو له اورېدو وروسته له دوی پوښتي چې کله تاسو د نظام په مخالفت راوتلی یاست او د انقلاب خبرې کړي ایا د نظام له نسکورولو وروسته د نظام جوړونې کوم لیکلی مکتوبی او نظری طرحه هم لری چې وکولای شی یو عظیم ملت پرې راټول کړی او د وطن د ساتلو او پاللو مراندې درڅخه بیا سستي او ونه شلیږی.
نو دوی ټولو په ځانګړې ډول ښاغلی سیاف ورغبرګه کړې وه چې د نظام میظام کیسی به بیا وروسته سمبالووو لومړی د ولسمشر داودخان ختمول او نسکورول لومړیتوب لری.
مولوی صاحب خالص د دوی خبرې ور پرېکوی او د یوه داسي عالم او استاد په توګه چې د حکومتواله او د ملتونو د مشرتابه الفبا یې لا په طالبۍ کې زدکړې وه، د دوی دا لنډ، احساساتی او په غچ ولاړ دریځ د افغانستان په خیر نه ګڼي او دوی د نظام د ماتېدو او د یوه ملت د پاشل کېدو له بدو تاریخی او سیاسي پایلو څخه خبروی.
پایله دا شوه چې افغانانو که څه هم په اوچت عزم، بی ساری سرښندنو او عزتمند اسلامی عزمت او ملی غرور سره روسانو ته ماتي ورکړه، ولي په کورني برخه کې په ځانګړې ډول په یو محور، اعتقاد او هدف د افغانانو له راټولولو چې هغه افغانستان دی داسي پاتی راغلل چې وطن مو په یوه ناپایه شخړه کې کښېوتل، افغانستان د تجزیی او ماتېدو تر درشله ورسېدو، کابل وران شو، قومي جګړو زور واخېست او په لویه کې د ګران افغانستان د ثبات او ځواک هغه مراندې چې خالص یې له شکېدو ویره درلوده، تر ننه لکه د مرغلینو دانو امیل همداسي ناپیلي پروت دی.
فغان عسکر به د بدخشان له وردوجه د هلمند تر بهرامچې، د خوست تر ډنډه پټانه او د مرکزی افغانستان د پنجاب او ورس د وارو تر وړانګو کلي په کلی او بانډه په بانډه د نورستان د سپېدار لرګیو څخه جوړې وړوکي تازیاني سره ګرزېده او د اسلام د دفاع کلاه یا د کابل د قدرتمند واکمن د سرکاریانو حکمونه، جلبونه او امرونه به یې پلي کول.
مشران کیسه کوی چې یو وخت زموږ په سیمه کې یوه عسکر د قتل په یوه قضیه کې بشپړ کلي تر مخه کړې وو او د ولسوالۍ د عدالت تر درشله یې په ګز ژمنۍ واوره کې ورسول.
د پاچاه نوم به ملا او طالب د اختر د لمانځه په خطبه کې ویل، د نظام خلاف خبره نیم تکفیر بلل کېده، او د حکومت د پرځولو او د پاچا د وژلو کیسه خو د مخالف او موافق له تصوره وتلی او د وس خلاف کار وو.
ولي کله چې په یوه سپینه کودتاه کې خلقیانو سردار داودخان د ارګ تر تخته ورساوو، دا مهال یو څه حالات بی خونده شول، خلقیانو ځانونه پاچاسازان بلل، د فکر جګړې ته یې مخه کړه او په لومړی ځل یې د کرملین رقابتونه په خپل کلی او چم کې له ملا، طالب او په اصطلاح د الازهر له فارغانو چې اخوانیان بلل کېدل د هغوی تر ربړولو، ځورولو او له وطنه تر جلاوطن کولو بدرګه کړل.
خلقیان چې په واک کې وو، نو ولسمشر داودخان ته به یې د اخوانیانو د ټکولوو ورکولو او د یو فکری شرایطو د رامنځته کولو په موخه
وروستي