ایا امریکایي عسکر له افغانستانه وزي؟

کله چې په ۲۰۲۰ کال فبرورۍ میاشت کې د امریکا او او طالبانو تر منځ دوحې تړون لاسلیک شو، نو ورسره دا هیله ډېره شوه چې د ۲۰۲۱ م د می تر لومړۍ به امریکایي عسکر له افغانستانه ووزي، خو دا چې اوس د مۍ لومړۍ نېټې ته یو څو ورځې پاتې دي، اوس د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي چې دوی به خپل پوځیان د همدغه کال د سپټمبر میاشتې تر ۱۱ مې نیټې پورې وباسي، نو ور سره د امریکا د نیت په اړه هم شکونه پیدا کیږي او خلک دا فکر کوي چې ګنې امریکایان په افغانستان کې د پاتې کیدو لپاره د فرصت په لټه کې ده.

اوس راځو دې ته چې ایا د امریکایانو د پوځي او استخباراتي حضور په وجود کې د طالبانو سره روغه جوړه څومره امکان لري؟ _ زما معلوماتو ته په کتو طالبان په هیڅ صورت د د بهرنیانو پوځي وجود نه مني او دا یوه ثابته خبره هم ده، که طالبانو دا نقطه منلی نو دا شل کاله مبارزه یې یوازې د مادیاتو او اشرفي ژوند لپاره نه ده کړې، په دې امریکا هم پوهیږي چې طالبان په افغان خاوره کې د هیڅ بهرني هېواد، نه پوځي او نه هم استخباراتي حضور مني، نو بناء پردې باید امریکا باید د طالبانو سره د پلمو لوبه ونکړي، ځکه چې امریکا ته دا حالت هیڅ ګټه نلري.

یوې بلې خبرې ته زه ډېر فکر وړی یم هغه دا چې ځینې هغه خلک چې د امریکا په سیوري کې خپل وجود ویني نو په روزمره بحثونو او خبرو کې وایي چې امریکایان که سل ځله د عسکرو وتلو تړونونه وکړي، نو بیا هم امریکا له افغان خاورې نه وزي، زه وایم دا خلک خو یا نه پوهیږي او یا یوازې د دوی خیالي اطمینان او ډاډ لپاره همدغه جمله پاتې ده، چې په وارونو وارونو وایي " امریکا له افغانستانه نه وزي" زه دوی ته دومره ویل غواړم چې فرضا که چېرته طالبان په افغانستان کې د امریکا پوځي او استخباراتي حضور ومني، نو ځینې ګاونډي هیوادونه لکه ایران، چین، پاکستان او روسیه هم د امریکایانو حضور په افغانستان کې نه زغمي، ځکه د امریکا پوځي حضور په افغانستان کې د دغو هیوادونو ملي امنیت او ملي منافعو لپاره ستر ګواښ دی او په دې تر هر چا زیات امریکایان ښه پوهیږي، امریکایان له وتلو بله لاره نه لري، خو دلته پوښتنه داده چې که چېرې امریکا یقینا غواړي، ووزي نو ولې تر مۍ پورې خپل عسکر نه باسي؟ _ ځکه ممکن له می وروسته تر سپټمبر پورې همدغه حالت دوام وکړي کوم چې افغان دولت او طالبان موثرو خبرو ته سره نه کیناستل، نو فکر کیږي چې امریکا به دسپټمبر تر یوولسمې د یوې بلې پلمې په لټه کې وي؟ _ دا هغه څه دي چې وخت به یې خپله ځواب کړي، خو زما په نظر روغې جوړې ته د رسیدو لپاره د امریکايي پوځ وتل حتمي دي او باید چې امریکا خپل حیثیت او حقوقي ارزښت ته متوجه واوسي، په افغانستان کې د طالبانو د حیثیت یو دلیل دا دی چې هغوی نه غواړي په افغانستان کې کوم بهرني پوځي او ملکي استخباراتي کس پاتې وي او د دې لپاره دا شل کاله طالبانو له خپله اړخه د لسګونو زرو جنګیالیو قرباني ورکړې ده، نو که چېرته طالبان په خپله خاوره کې د امریکایانو پوځي او استخباراتي وجود ومني، زما په نظر طالب به هیڅکله د دغو وژل شویو کسانو وارثینو ته ریښتینی ځواب ورنکړي کوم چې تر ابده به د تاریخ په پاڼو کې د طالبانو لپاره د پیغور او شرم ځای وي، همدا اوس هغه افغانان چې په افغانستان کې د امریکا او د ناټو د پوځي حضور ډېر کلک مخالف دي، طالبانو ته وایي چې که چېرې د می تر اولې امریکايي عسکر له افغانستانه ونه وزي باید چې پرې حملې وشي او زه چې څومره د عامې وضعې څخه پوهېږم، حتما به د می له لومړۍ وروسته د طالبانو حملې پر امریکا او د هغوی د متحدینو پر عسکرو پیل شي او طالبان به د امریکايي ځواکونو تر وتلو پورې خپلې حملې روانې وساتي، زه ګومان کوم دوی به نور بل انتخاب ونلري، دا په دې چې کله که امریکا په لوی لاس د دوحې تړون نقض کوي نو طالبان ځان ته دا حق ورکوي چې پر دوی حمله وکړي.

په نتیجه کې ویلی شو چې که چېرې امریکايي عسکر فرضا تر پنځوس کالو نور په افغانستان کې هم پاتې کیږي نو طبیعي ده چې دا جګړه به ورسره غځیږي او پنځوس کاله به جګړه دوام کوي، که چېرته د می میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته امریکایي عسکر له افغانستانه ونه وزي نو طالبان به نه یوازې دا چې پر امریکایي عسکرو باندې حملې پیل کړي، بلکې په زیات امکان سره به طالبان نور د سولې د مذاکراتو لړۍ هم ختمه کړي او ممکن د ترکیې په غونډه او له هغې وروسته د سولې په پروګرامو کې ګډون ونه کړي، نو ضرور ده چې امریکايي عسکر له افغان خاورې ووزي او که نه وزي نو د راتلونکو بربادیو د مسولیت ګوته به هم دوی ته ونیول شي.