په خوست کې د حقوقي او قضايي تعليماتو د روزنيز پروګرام لومړۍ دورې فارغينو ته تصديق پاڼې ووېشل شوې

 
خبريال روان نورزى_ په خوست کې د حقوقي او قضايي تعليماتو د روزنيز پروګرام لومړۍ دورې فارغينو ته تصديق پاڼې ووېشل شوې.
د پنجشنبې په ورځ د خوست ټولنيز مرکز په انګړ کې د يوې غونډې په ترڅ کې د حقوقي او قضايي تعليماتو د مياشتني کورس په فارغينو تصديق پاڼې ووېشل شوې.
د ټولنيز مرکز ميديوتېک مشر نجيب الله الوخېل وويل، چې ياد شوى پروګرام يوه مياشت وړاندې پيل شوى و او اوس پاى ته ورسېد.
نوموړي وويل، چې پروګرام د شپږو تنو روزونکو له خوا پر مخ بيول کيده او دوى ته د اساسي حقوقو،جزايي حقوقو،مدني حقوقو، اداره او منجمېنټ په برخه کې روزنه ورکړل شوه.
نجيب الله الوخېل وويل، هر کله چې په پيل کې د دوى د شموليت لپاره ازموينه اخېستل کيده، له دوى څخه ډېرې ساده پوښتنې طرحه شوې وې، د کورس له تعقيب وروسته دوى څخه په ډېره لويه سطحه، چې ډېرو معلوماتو ته په ملي او نړيواله کچه اړتيا وه، ازموينه واخيستل شوه، چې زده کوونکو ور څخه عظيمه استفاده کړې وه.
په ياده شوې غونډه کې يو سل او شل تنو ګډون کړى و، چې د کورس د تصديق پاڼو له وېش سره سم د کورس د دويم دورې لپاره اويا تنو نورو کسانو، نومونه وليکل، چې د شنبې په ورځ، چې د جنورۍ دوه ويشتمه نېټه کيږي، د نوي کورس تدريس به پيل شي.