ليکوال : علي حسين باکير
يو شمېرنړيوال راپورونه د څو مختلفو سرچينو له خولې کاږي ، چې سعودي عربستان له مالي پلوه د پاکستان په اتومي پروګرام کې د پام وړ او رغنده رول لوبولې . کله چې په ۱۹۹۸ ز کې پاکستان خپلې اتومي ازموينې تر سره کړې ، لويديځ او امريکا پرې بنديزونه ولګول دغه مهال سعودي عربستان له پاکستان سره د تېلو او اقتصاد په برخه کې ښه مرسته وکړه . دغو مرستو – چې په دغه لړ کې د ۲ مېليارده ډالرو په اندازه دتېلو صادرول هم شامل و – پاکستان ته دا شيمه په لاس ورکړه ، چې له خپلې ستونزې او ګوښېتوب څخه راووځي او خپله اتومي پروژه بشپړه کړي .
د لويديځ ځينو څارګرو ادارو ددغه پلان پخلې کړی او دايې زياته کړې ، چې له دې څخه دسعودي عربستان بنسټيزه موخه داده ، چې دا باوري کړې ، چې څومره ژر کيدای شي پاکستان اتومي وسلې تر لاسه کړي او په سيمه کې د هر ډول ګواښ د مخنيوي وړتيا ولري . کېدای شي دا ګواښ د ايران له لورې د اتومي وسلو تر لاسه کول وي .
د برتانيې څارګره اداره ( ام ۱۶ ) سعودي عربستان ته د اتومي ځواک په سترګه ګوري ، سعودي دا وس لري ، چې هرکله يې خوښه شي د ( تيار اتوم ) په رانيولو د اتومي هېوادو په کتار کې ودرېدلې شي .
د سعودي عربستان د دفاع وزير په ۱۹۹۹/ ۲۰۰۲ز کې په پاکستان کې د يو لړ « پټو » نظامي او اتومي اډو لکه د توغنديو د جوړولو او يورانيومو د پخولو ځايونو څخه ليدنه وکړه. دغه ليدنه پر امريکا ښه ونه لګېده او د ايران او اسرائيلو اندېښنې او ډار يې ډېر کړ، له دې وروسته پاکستانی اتومپوه عبدالقدير خان هم له سعودي عربستان څخه ليدنه وکړه .
يو شمېر نظامي شنونکي او د امنيتي چارو کارپوهان پردې باور دي ، ددې پر ځای ، چې سعودي عربستان له صفر څخه د اتوم جوړولو کار پيل کړي دا غوره بولي ، چې اتومي بمونه پر پيسو راونيسي . د دې طرحې لاملونه به ښايې په دې ډول وي :
۱- سعودي عربستان د اتومي وسلو د مخنيوي پر تړون لاسليک کړې . د سوله ييزو چارو له چوکاټه بهر به د سعودي هر اتومي فعاليت له تړون څخه د سرغړونې په مانا وي . دغه ډول يو اقدام ورته په ګانده (راتلونکې ) کې يو شمېر نړيوالې ستونزې راپنځولې شي .
۲- له دوديزو لارو چارو څخه د اتوم جوړونې په پرتله د ( تيار اتوم ) رانيول د سعودي لپاره ارزانه او اسانه پريوځي . ګټه يې داده ، چې د ګواښ له استثنايي سيمه ييز وضعيت څخه پرته نور هر ډول نړيوال خنډ ته ځواب ويلای شي او اتوم تر لاسه کولای شي .
۳- د امريکا د اتومي چتر پر ځای دا د سعوديانو يوه ښه وسله او وسيله کېدای شي . اوس په کور دننه يو شمېر کړۍ په دې باور دي ، چې د امريکا اتومي چتر دومره باوري نه دی ، ځکه چې د ۲۰۰۱ ز له يولسم سپټمبر څخه راوروسته د امريکا او سعودي عربستان اړيکې ترينګلې شوي .
پردې سربېره ، هر يو سعودي او پاکستان په خپلو منځو کې د هر ډول اتومي مرستې او اتومي پوښښ خبرې رد کړي . په ۲۰۰۳ ز کې د ايران او اسرائيلو د اندېښنو په ترڅ کې د امريکا او هندوستان له لورې پر سعودي عربستان نيوکې يو ځل بيا ډېرې شوې . له برتانيې څخه خپرېدونکې ګارډين په خپلې ( ۲۰۰۳/ ۹ / ۱۸) ګڼه کې دې خبرې ته اشارې کړي ، چې په پلازمينه رياض کې يو شمېر لوړپوړي چارواکي د يو ستراتيژيک پلان پر چمتو کولو لګيا دي . ډېره برخه يې دغه درې غوراوي دي :
۱- د دفاعي وسلې په توګه د اتومي وسلو تر لاسه کول .
۲- د اتومي هېوادو ليکې ته ورننوتل تر څو د سعودي ساتنه او ژغورنه باوري کړې .
۳- له اتومي وسلو څخه د خالي او پاک منځني ختيځ د اعلان په موخه د يو سيمه ييز تړون رامنځ ته کولو هڅې . ورځپاڼه زياتوي تراوسه څرګنده نه ده ، چې سعودي عربستان له دغو دريو غوراويو څخه کوم يو غوره کړی ، د څيړنې په موخه د اتومي غوراويو ټاکنه داسې يو پرمختګ دی ، چې اندېښنې رامنځ ته کولای شي .
د ۲۰۰۳ز په اکتوبر کې د نظامي استخباراتو رئيس ( آهارون زائينی ) وسله والو ځواکونو ته څرګنده کړه ، چې :« سعودي او پاکستان لګيا دي د داسې يو تړون په اړه خبرې کوي ، چې سعودي ته هغه توغندي ورکړي ، چې د اتومي کوپړيو د لېږد وړتيا ولري » . د ۲۰۰۴ز په نومبر کې ايراني سرچينو اندېښنه وښودله هسې نه ، چې سعودي عربستان د پاکستان له لارې اتومي وسلې نه وي تر لاسه کړې . سعودي په ۲۰۰۳ز کې له پاکستان څخه ددغه ډول وسلو او د پرمختللو بالستيکي توغنديو ، چې د پخوانيو چينايي ( ډی اېف – ۳ ای ) ځای به ونيسي د رانيولو تړون لاسليک کړ .
له لندن څخه خپرېدونکې ( فايننشال ټايمز ) د پنجشنبې په ورځ ( ۲۰۰۴ / ۸ / ۵ ) يو ځل بيا د پاکستان له اتومي پروګرام سره د سعودي عربستان د مالي ملاتړ او د دوی تر منځ د اړيکو خبره راپورته کړه . ورځپاڼه کاږي : سعودي عربستان د پاکستان په اتومي پروګرام کې پوره ونډه اخېستې ده او يا به کېدای شي رياض داسې هڅې کوي ، چې دکړکېچونو سيمه ييزو حالاتو پر مهال له اسلام اباد څخه اتومي وسلې په پور واخلي . د سعودي عربستان ولي عهد د پاکستان له غوږه دا خبره ورتېره کړه ، چې دوی چمتو دي ، چې تر نامعلومې مودې پورې هره ورځ ۵۰،۰۰۰ بیلره تیل د اسانه شرطونو په مقابل کې د دوی په واک کې ورکړي . دا به پاکستان ته دا شيمه ورکړې ، چې د هغه مهال له اتومي ازموينو څخه وروسته د لوېديځ له لوري د لګېدلو بنديزونو اغېز له منځه يوسي ، پاکستانيان دغه مرسته يوه نه هېرېدونکې پېرزو بولي ، چې د پاکستان د تاريخ په سختو شېبو کې ورسره سعودي عربستان وکړه .
( فايننشال ټايمز ) زياتوي : د سعودي مالي ملاتړ دا شکونه پياوړي کوي ، چې د دواړو هېوادو تر منځ اتومي همکاري شته . ورځپاڼه د يو لوړ پوړي امريکايې چارواکي له خولې کاږي : دا دسعودي عربستان بسپنه وه ، چې د پاکستان اتومي پروګرام تر سره شو او دا اجازه يې ورکړه ،چې د نورو لاملونو تر څنګ له چين څخه اتومي ټېکنالوجي راونيسي .
هندوستان د ۳ / ۳ / ۲۰۰۵ز کې په خپلو راپورونو کې کښلي : د پاکستان او سعودي تر منځ پټ دفاعي امنيتي تړون شته ، له امريکا او اسرائيلو سره د مخامېدو پر مهال به پاکستان د پيسو په مقابل کې سعودي ته اتومي وسلې ورکوي . د اړتيا پر مهال به د څار پرمختللې ( اواکس ) او اف – ۱۶ الوتکې ، چې د اتومي کوپړيو د لېږد وړتيا به لري د دوی په واک کې ورکوي . ددې تر څنګ به دا امکان برابروي ، چې د امريکا پرمختللې نظامي ټېکنالوجي ته يې لاس ورسيږي . له بل پلوه له المان څخه خپرېدونکې ( سيسرو ) مجله د ۲۰۰۶ز د مارچ د مېاشتې په راپور کې کاږي : په سعودي عربستان کې د پاکستان کارپوهان ، چې د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۵ ز تر منځ د حاجيانو په ويزو سعودي عربستان ته راغلي وو ، په مياشتو مياشتو له خپلو استوګنځايو څخه ورک وو . مجله زياتوي : څارګرو سپوږمکيو ، چې کوم انځورونه اخېستي دا په ګوته کوي ، چې سعودي پلازمينې سهيل ته په پټ ښارګوټي کې ، د ځمکې لاندې د توغنديو د ساتنې ۱۲ زېرمتونه او د توغنديو په لسګونو نور ځايونه ، چې د لېرې واټن ويشتونکې پاکستاني ( غوري ) توغندي ورکې ځای پر ځای شوي ، موجود دي .
رياض او اسلام اباد د تل په څېر دغه راپورونه رد کړي . د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې تسنيم اسلم ددغه تور په اړه وايي : دا په ټولو جزئياتو يوه جوړه شوې کيسه ده ، چې د بدو نېتونو ښکاروندويي کوي . اسلم ټينګار کاوه ، چې پاکستان په يو اړخيزه توګه د اتومي وسلو مخنيوي ته ژمن دی ، دا يو مسول هېواد دی ، ځکه خو يې د صادراتو د څار د پياوړتيا لپاره ټول اړين ګامونه پورته کړي .
خو دغه انکار هغه څارونکي نه شي قانع کولای ، چې پر يو شمېر داسې نښو باور لري ، چې ددې پرعکس خبره ثابتولای شي ، د بېلګې په توګه :
۱- ډېر خبرونه داسې راغلي ، چې د استخباراتي راپورونو تله درنوي . کومو ورځپاڼو ، او مجلو چې دغه ډول راپورونه رااخېستې ټولې يې باوري ، پېژندل شوې اوکره دي لکه المانۍ ( سيسرو ، واشنګټن ټايمز ، فروبس ، ډېلي ټايمز او يوشمېر نورې برتانوي او هندي ورځپاڼې ....
۲- سعودي پخوا هم پټ او له ګواښه ډک تړونونه لاسليک کړي لکه د شلمې پېړۍ په اتيايمه لسيزه کې له چين سره د وسلو او توغنديو تړون . د همدغه تړون له لارې د منځنۍ کچې بالستيکي توغندي ، چې د اتومي کوپړيو د لېږد وړتيا لري او د ۳۰۰ کيلومترو په واټن کې خپله نښه ويشتلای شي يا په بل عبارت د منځني ختيځ ډېرو سيمو ته رسېدای شي ، د سعودي لاسته ورتلای شي . دغه ډول يوګام پر متحده ايالاتو ښه ونه لګېده او غصه شو . سعودي عربستان د چينايي انجينرانو په مټ له پلازمينې رياض څخه ۵۰۰ کيلومتره ليرې په ( سليل ) نومي سيمه کې يوه پټه نظامي اډه جوړوي ، په دغه ځای کې هغه توغندي ځای پر ځای شوي ، چې تر اوسه يې امريکا ته هم نور جزئيات او ماهيت نه دی څرګند . دغه ډول پټې معاملې ، چې له چين سره کېدای شي له پاکستان سره د ورته معاملو پر وړاندې کوم خنډ او ستونزه نه ليدل کيږي .
۳- سيمه ييز وضعيت او د اسرائيلو په واک کې اتومي وسلې : که په راتلونکې کې ايران هم وتوانيږي ،چې اتومي وسلې تر لاسه کړي د سيمې هېوادونه به نور هم نا کراره شي .
د سعودي او امريکا تر منځ د نا ارامه او پېچلو اړيکو په ترڅ کې سعودي د پخوا په پرتله اوس ډېر اړ دی ، چې د اتومي وسلو د تر لاسه کولو هڅې ګړندۍ کړي . ځکه خو سعودي ته په دغه چاره کې پاکستانيان له بل هر چا باوري برېښي او له سعودي سره هر ډول مرستې کولای شي . په دغه موضوع کې پاکستان د سعودي وروستې تمځای دی .
۴- په سعودي عربستان کې د پاکستاني پوځ د ډلګيو د شتون پر څرنګوالې شک : ځينې شنونکي وايي : ددې خبرې ډېر امکان شته ، چې په سعودي عربستان کې ددغه ډلګيو موخه د هغو زېرمو ساتنه او څارنه وي ، چې په هغې کې د پاکستان اتومي وسلې ځای پر ځای شوې وي او یا په نږدې راتلونکې کې جوړیږي . د ګلوبل سیکورټي ویپاڼه کاږي : سعودي عربستان د ځمکې لاندې زېرمتونونه او بټۍ په خپل واک کې لري ، چې ددغه ډول چارو لپاره کارول کيږي ، پردې سربېره په دغه ځايو کې اتومي کوپړۍ ، اتومي ټېکنالوجي ، د دفاع او لېږد ( نقل ) يو شمېر وسيلې ساتل کېدای شي . چينايي او پاکستاني توغندي خو لا پخوا سعودي عربستان د پټو تړونو له لارې پر پيسو را نيولې وو . په مختلفو حالاتو کې به د پاکستان او سعودي عربستان اړيکې د نورو په پرتله تل ځانګړې وي ، پوره او دوامداره مرستې او جوړ جاړي ته به اړتيا ولري . له بل پلوه دواړه هېوادونه په اسلامي نړۍ ، د خليج په سيمه او د هند په نيمه وچه کې خپل وزن لري . دواړه هېوادونه ګډې ستونزې لري ځکه نو دواړو ته په کار ده ، چې د ستراتيژيکو همکاريو له لارې خپلې ستونزې له منځه يوسي .
وروستي