د ادب، ژورنالېزم او ټولنې رښتینی خادم او د وطن قیام!

 ختیځ د قیام او خدمتګار استانه ده، د الفت ټاټوبی دی او د ډاکټر ظاهر د خاپوړو ځای دی؛ دا بختوره خاوره د موسی شفیق مدرسه ده او د افغان سید جمال الدین کور دی.
دا خاوره زرخیزه ده، تل یې لعلونه په خپله سینه کې ساتلي دي. دې خاوره جهالت نه دی زغملی تل یې علمي او فرهنګي بغاوت کړی او بیا یې په خپله غیږه کې داسې خادمان زیږولي، چې علمي او ادبي قیام یې نړۍ ځانته حیرانه کړې ده.

استاد قیام الدین خادم د افغانستان هغه وګړی دی، چې د استاد الفت، ډاکټر ظاهر، موسی شفیق، استاد شکور رشاد،  د استاد بختاني، شمس الدین مجروح، سید جمال الدین افغان، د ګرنګ او ننګیال صاحب خواږه په کیږي یو ځای شوي، چې په پایله کې ژورنالېسیت، لیکوال، فلسفي، استاد اود اندونو پوه عالم ترې جوړ شوی دی.

زېږېدنه او ژوند:
((قيام الدين خادم په ۱۲۸۶ لمريز کال د ننگرهار ولايت د کامې ولسوالۍ په يوې روحاني کورنۍ کې دنيا ته سترگې پرانيستي دي. د ارواښاد خادم پلار مرحوم ملا حسام الدين اخوند پخپله سيمه کې يو مشهور او پوه عالم و. خادم صاحب دوه نيم کاله په لواړگي کې اوسېده، همدلته د شاعرۍ، ليکوالۍ او ادبياتو سره د هغه مرموزې لېوالتياوې راوټوکېدې، بيا په لواړگي کې پاتې شو او هماغلته يې کوژده او واده وکړ. ))

زده کړې:
د ادب، ژورنالېزم، فلسفې او د ځوان پاړکي د روزلو دا خادم په کوچنیوالي کرار ناست نه دی، بس چې د ښې او بدې شوی، له خپلو والدینو یې زده کړې پیل کړي، دغه راز سیده جماعت ته تللی او د خپلې کورنۍ په لارښوونه یې دیني زده کړې پیل کړي دي او تر هغې یې په عصري او دیني علوموکې درس ویلی دی، چې دا دی اوس خادم هم دی او قیام هم.

((لومړنۍ زده کړې يې پخپل کور کې د خپلو والدينو څخه تر سره کړي دي . خادم صاحب د اسلامي علومو گڼ شمير کتابونه لوستي وه؛ هغه صرف ،نحوه ،منطق حکمت ،فقه ،حديث ، تفسير او د نور دوديزو علومو زده کړه يې ترلاسه کړې وه. هغه د ديني پوهې د ترلاسه کولو لپاره ۱۵ کاله په هېواد کې دننه او له هېواد څخه د باندې سفرونه کړي دي .))

د استاد خادم سیاسي ژوند:
استاد قیام الدین خادم، د ادب، ژورنالېزم، فلسفې او د اندونو د عالم ترڅنګ یو ښه سیاستوال هم و، نوموړي د ویښ ځلمیانو په غورځنګ کې هم فعاله ونډه لرله او صاحب نظر و.
هغه د ويښ ځلميانو د غورځنگ د بنسټ ايښودونکو له ډلې څخه ؤ. د ۱۳۲۷ ل کال د جوزا د مياشتی په اوومه د ويښو ځلميانو د تدارک د کمېسیون د لارښوونی له مخې د کندهار، ننگرهار او کابل يو شمېر ادبي او عرفاني ملگرو لکه عبدالرؤف بينوا، فيض محمد انگار، نورمحمد تره کی، قيام الدين خادم، صديق الله رښتين، گل پاچا الفت، نيک محمد پکتيانی، محمد ارسلان سليمي، عبدالقدوس پرهيز، ابو الحسن هزاره، پاينده محمد روهيلي، محمد ولی ځلمی، عطا محمد شېرزی، محمد طاهر تائب او ځينو نورو ليکوالانو او روښنفکرانو د موسسې کنگرې غړو، چې شمېر يې دوه ويشتو تنو ته رسيده، د دارالامان په افشار وکې د عبدالمجيد زابلی دنوی تعمير په يوه سالون کې د ماسپښين پر دوو بجو د ويښو ځلميانو دگوند جوړولولپاره دبېلو بېلو ولايتونو د استازو طرحې وړاندې شوې، چې يوه يې د عبدالروف بينوا او نور محمد تره کي، بله يې د قيام الدين خادم او درېيمه يې د صديق الله رشتين وه.

په دې تاریخي ناسته کې د پورته یادو شوو، طرحو څخه اړین مسایل راواخیستل شول او د ویښو ځلمیانو په غورځنګ کې ترې ګټه واخیستل شوه.
 
چاپ او نا چاپ اثار:
ارواښاد استاد قیام الدین خادم د منظومو او منثورو آثارو ډير په زړه پورې کتابونه ليکلي او ۱۴ ځانگړي اثار يې چاپ شوي دي، چې د هغو څخه يې يو شمېر په دې ډول یادوو.

چاپ اثار:
•    د کوچنيانو اخلاقي پالنه - ژباړه
•    روهي گلونه
•    د مرغلرو اميل
•    نوی ژوندون
•    مکارم اخلاق
•    پښتونولي
•    بايزيد روښان
•    خيالي دنيا
•    د شريف سرگذشت - ژباړه
•    نبوغ او عبقريت (فلسفي اثر)
•    نوې رڼا
•    د پښتو نني ليکوال
•    د پښتنو د تاريخ يوه سرپاڼه
•    د خوشحال او د رحمان موازنه
•    څاروان
•    د څلورم ټولگي لپاره د پښتو قرأت
•    پښتو کلي (په ۶ ټوکو کې)
•    معلم پښتو
•    پښتانه شعرا (لومړی ټوک)
•    پارتيان څوک ؤ
•    په تذکرة الاوليا تبصره
•    کوشانيان څوک ؤ
•    د بابا نصيحت
•    د پښتو پټۍ
•    د پښتو نثر تاريخي تصورات
•    لوی سهاک
•    ادبي قصې
•    لوی اصحابان (اصحاب کرام)
•    نشنليزم او انټرنشنليزم
•    افغاني حکومت
•    د پښتو نثر
•    معياري پښتو
•    بلکا
•    د پښتو څټه او څانکې
•    نصوص الحکم
•    د مور مينه
•    لرغوني پښتانه قومونه
•    ټولنپال افغان مونوفېسټ (د مولانا قيام الدين خادم سياسي افکار) [۲]
 
نا چاپ اثار:
د نوموړي گڼ شمېر نور اثار لا تر اوسه نه دي خپاره شوي. د ناچاپو کتابونو لړليک يې په لاندې توگه دی او موږ په دې هيله يو، چې يوه ورځ د دغو کتابونو د چاپولو زيری واورو.
•    د پښتونخوا قصې
•    مکالمات
•    غرضه حُب خير
•    سورگل
•    کانفرانسونه
•    کره پښتو
•    پښتو زده کړه
•    د پښتو شاعري
•    پښتو په غربي ليکدود کې
•    پښتني پور
•    شلمه پېړۍ او پښتانه
•    د پښتنو قومولي
•    غوره سندرې
•    د پښتنو مشاعرې
•    لرغوني افغانان
•    آينده پښتنو ته
•    د تنقيد حق
•    ساتلې خزانه
•    ريگويدي سرودونه (يا سرود های ريگويدي)
•    د پښتونولۍ ادب
 
سره ددې، چې استاد قیام الدین د ټولنې رښتینی خادم و، ولې په سیاسي ډګر کې یې  زیات فکري مخالفین یې هم لرل، نوموړی په خپل ژوند کې ډير ځله د دسیسو ښکار شوی، همدارنګه  ډير ځلي د زندانونو بندیوان شوی هم دی، چې له همدې امله یې زیاتې فکري، روحي او جسمي شکنجې هم لیدلي دي.

زنداني کېدل:
(( کله چې په ۱۳۵۷ ل. کال کې د خلق او د پرچم د گوندونو لخوا په افغانستان کې کودتا وشوه، او په افغانستان کې يو کمونستي رژيم واکمن شو. نو په همدغه کال کې قيام الدين خادم هم د کمونستي رژيم لخوا زنداني شو او په زندان کې تر ډېرو شکنجو او ځورونو وروسته په داسې حال کې له بنده خلاص شو، چې لاسونه او پښې يې د همدې ځورونو په سبب فلج شوې وې.

 د افغانستان دا لوی مفکر، ژورنالست، اديب، ليکوال، د فلسفي افکارو خاوند، د ټولنې طبيب، د کابل پوهنتون استاد، سياستپوه او ټولنيز شخصيت د ۱۳۵۸ ل. کال د وږي د مياشتې په ۵مه نېټه، چې د هماغه کال د واړه اختر د ۵ مې ورځې سره سمون خوري، د دوشنبې په ورځ د سهار په ۵ بجو د علي آباد په روغتون کې د ۷۴ کلونو په عمر له دې نړۍ نه سترگې پټې کړې او د هماغه کال د وږي د مياشتې په ۶مه نېټّه د کامې ولسوالۍ د زرشوی په کلي کې په خپله پلرنۍ هديره کې په ډېر درنښت خاورو ته وسپارل شو.))

استاد قیام الدین خادم د افغانستان هغه نوموتی، لیکوال، ژورنالېست، استاد، سیاستوال، د اندونو او فلسفې پوه، دغه راز عالم او فاضل انسان و، چې تشه به یې د ادب، سیاست، فلسفې، ژورنالېزم او ټولنسازۍ په برخه کې هېڅوک هم ډکه نکړي کړي.

د ادب، ژورنالېزم او سیاست دغه خادم دې خدای ج وبښي او دده ارواحو له برکته دې، په ادب، ژرورنالېزم، فرهنګ او سیاست برخه کې د ملي علمي قیام د رامنځته کیدو سبب وګرځوي.
یو عالم مننه
جاوېد مسرور- لغمان - مهترلام
سرچينې
اوسني ليکوال - د عبدالروف بېنوا اثر - لومړی ټوک، د چاپکال ۱۳۴۰ - ۲۹۲ مخ.
↑ http://acku-koha.osslabs.biz/cgi-bin/koha/opac-detail.pl?biblionumber=7863
افغانستان در مسير تاريخ- دوهم ټوک، د چاپکال ۱۳۲۶ ل.- ۲۳۸ مخ. - مير غلام محمد غبار