د پرونيو رهبرانو او نننيو طالبانو لاس ته راوړنې څه دي؟

دا هغه ښکاره حقيقتونه دي، چې زما په ګډون ټولو افغان مېرمنو او د افغانستان ملت ته څرګنده شوې، چې دغو دوه ډلو د خپل ژوند په اوږدو کې هغه څه له افغان ملت سره په دې څلوېښت کاله جګړه کې د پاکستان په ګټه وکړل، چې تاريخ به يې هېر نه کړي او نه به دغه دوه ډلې وبخښل شي.

په دې معنی کابل د دوي په وخت کې وران شو، د افغان حکومت ملي اردو دوي د پاکستان په اشارې ختمه کړې وه، ښوونځي رهبرانو وسوزول، د کابل پوهنتون او سيلو دوي په توپونو و ويشتله، چې ټول پوځ ته به يې د خدای (ج) بخښلي ډاکټر نجيب الله احمدزي په واکمنۍ کې ډوډۍ تياروله، پلونه دوي وران کړل، په کارپوه خلک دوي د پاکستان په هېواد کې د خپلو اهدافو لپاره د هغه حکومت په اشارې ترور کړل.

لنډه دا پخوانيو رهبرانو، د هغوي پاتې قومندانانو، لکه علي پور او اوسنيو طالبانو د حکومت د کمزورتيا له امله کاڼي په لاسو کې نيولي او ملت پرې ولي، خو د دولت لوړ پوړي چارواکي ورته په ارګ کې ناست دي دومره نه کوي، چې د عدالت مېز ته راکش کړي او د غورځول شوې الوتکې پوښتنه له سرور دانش نه وکړي، چې د ده په لاس همدغه لېونی علي پور خوشې شوی وه. 

څرنګه چې موږ د پرونيو رهبرانو او نننيو طالبانو په لاس ته راوړنو خبرې کوو، طالبان په ډېرې سپين سترګۍ سره زما ملي اردو او ملي پوليس وژني او دا خبره کوي، چې له موږ سره د ولسونو پراخ ملاتړ ملګری دی.

دا په نړېواله توګه او بيا افغانانو ته څرګنده شوې، چې پرونيو رهبرانو او نننيو طالبانو د پاکستان په اشارې پرته له جګړې او قتل بل څه خلکو ته نه دي پرې ايښي، ځکه دې دوه ډلو زما په ياد دښت سره په سياست کې يوه لويه او لېونۍ ماتې خوړلې ده.

که رهبرانو او طالبانو د پاکستان په حکومت پورې اړه نه درلودای نو له ښاغلي ډاکټر نجيب الله احمدزي سره به يې په هغه وخت کې ټاکنې کړې وای او اوس، چې طالبان ځانونه کامياب بولي، دوي ولې په افغانستان کې موقت حکومت غواړي، په کوم هېواد کې موقت حکومتونه شته دي، دوي اصلاً د ملت ملاتړ له ځان سره نه لري او پرته له ځان وژنو او ورانيو دوي کومه بله تګلاره د آبادۍ او خپلواکۍ نه لري.

دا ښکاره ده، چې د پرونيو رهبرانو او نننيو طالبانو په ذهن او تګلاره کې ټاکنې او ملي روغه جوړه نشته او دغو دوه ډلو په سياست کې يوه پراخه ماتې خوړلې او د خلکو مرګونو ته يې سياست او لاس ته راوړنه ويلې ده.

که پروني رهبران، د هغوي لاسپوسي قوماندانان او بيا طالبان وغواړي، چې جګړه پای ته ورسوي، نو هغه پراخې ټاکنې دې په لاره واچوي، هېڅکله د زور او چاودنو له لارې واک ته رسېدل او ديکتاتوري امن او ثبات په يوه ټولنه او سياست کې نه شي راوستلی.

زورواکي، چاودنې، لاره نیول، باج ګیري، ورانکاري او په پاکستان کې پټنځایونه سیاسي ځواک نه دی، هغه څوک، چې د خلکو ملاتړ له ځان سره لري، خلک نه وژني، خو رهبرانو او طالبانو دا کار په خپل سياست کې په دې څلوېښت کالو کې وکړ، چې په نتيجه کې ورسره زده کړه وروسته پاتې شوه، پرمختګ ونه شو، پوهنتونونه او هېواد د جګړې په مرکزونو بدل شول.

که رهبرانو او طالبانو ملت خپل ګڼلی نو څلوېښت کاله به يې د زور مېچنې پرې نه ګرځولې او بل خلک به يې په دورو نه وهل، تاسو وګورئ د رهبرانو او طالبانو څلوېښت کلنې لاس ته راوړنې پرته له مرګونو او ورانيو بل څه دي، يوازې د خلکو وژل، د روغتونونو ورانول، افغانستان له پرمختګ څخه غورځول، د خلکو او هېواد اقتصادي حالات بربادول، خلک ژړول، خلک در به دره کول، د خلکو ودانۍ ړنګول او بالاخره د افغانانو بې ځايه وينې تويول دي.

آيا له دې لارې واک ته رسېدل به امنيت او ثبات راولي، چې دا څلوېښت کاله رهبرانو او طالبانو وکړل، خلک و وژنه او ځان واک ته ورسوه، که داسې کېدلی، خو دا دواړه ډلې چې رهبران او طالبان وو واک ته رسېدلي وه ولې بېرته له واک څخه را وغورځېدل، ښکاره خبره ده، چې د خپلې ناپوهۍ له وجې زور غږوي، نو له دوي سره هم زور غږول په کار دی، چې له سياست څخه وروسته پاتې شي.

رهبرانو او طالبانو ته د افغانستان په سياست کې يوازينۍ لاره داده، چې نور له مرګونو لاس واخلي، له دروغجن شهرت، سياست او غرور نه لاس واخلي او د خبرو له لارې ټاکنې وکړي او خپل ځانونه نوماند کړي او وګوري چې رهبران او د هغوي لاسپوسي قوماندانان څومره خلک له ځان سره ملاتړي لري او څومره خلک ترې کرکه لري نو د دوي سلنه به په ټاکنو کې څرګنده شي، چې دوي ته ملت رايه ورکوي او که خلک يې په کاڼو ولي.

زه خپلو خبرو ته د پای ټکی ږدم د افغانستان په لوړپوړ چارواکو، ملي اردو، ملي پوليسو او په ځانګړې توګه په جمهور رئيس محمد اشرف غني غږ کوم، چې هېڅکله دې موقت حکومت ته غاړه نه ږدي، چې په دې خلکو باور نه دی په کار او د سبا ورځ د جګړې او د افغان حکومت د ړنګېدو مسؤل به بيا په تاريخ کې همدغه ته يي.
 
يو څو په وينو سره لوګري ګرځي په ګلبڼ کې
د حسن څانګې ماتې دي ګلونه په ژړا دي
د ژوند سرور مې ولوټه بدرنګو هوښيارانو
د رنګ ميکدې ړنګې دي جامونه په ژړا دي
ــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ليکوالې په اړه: 
ډاکټره: صديقه زرمتۍ افغان