CNN   ته د بې نظير بوټو ليک

ما دا ادعا ډېره  مخکې کړې وه ، چې په پاکستان کې سر ښندواله او د اسلامي جګړه مارۍ  زياتوالی  د اوسنۍ ادارې له مرستې پرته  نه کېږي . پاکستان ته زما راتګ  د دغه ښنديالانو ځواک ته ، چې د زورواکۍ په دوره کې يې خپلې ولې غزولې او ټينګې کړي دي،  ېو ګواښ دی . په هر بيه چې وي،  دوی غواړي دولسواکۍ  د بېرته راتګ مخنيوی وکړي .  اوسنۍ دولتي ادارې بې وزله، ناامېده  او غريب خلک وزبېښل، له  دوی څخه يې ناوړه ګټه واخيسته اوښنديالانو ته يې يوه ښه موکه   په لاس ورکړه  تر څو   وده وکړي  . 
اوسنی واکدار ګوند داسې يو خپللاسی سياسي ګوند دی ،  چې د آی اېس آی په مرکزي اداره کې په کال ۲۰۰۲ کې جوړ شوی دی .  د دغه ګوند اصلي مرسته داتيايمې لسيزي د زورواکي ضياالحق له سياسي ملګرو او  برخه والانو څخه راځي ، چې د افغان جهاد په پېر کې يې تر ټولو ډېر  سرښندوی  مجاهدين  په واک کې راوستل  او همدغو مجاهدينو اوس ځانونه په القاعده، طالبانو او د پاکستان په  اسلامي جنګيالانو اړولي دي .   دغه ګوند په غونډو او لاريونونو بنديز لګولی  اوغواړي  د   هر هغه سياسي فعاليت مخنيوی وکړي ، چې د پاکستان او نړۍ خلکو ته ښيي چې په رښتيا سره کوم ګوند د خلکو تر مينځ ډېر ګرانښت او منښت لري  .
زه چې تېره مياشت پاکستان ته راغلم، زما د ښه راغلاست لپاره ډېر ډېر خلک د باندې راووتل .   د اوسنۍ ادارې  دغه غوښتنه ، چې پر سياسي فعاليتونو دې ګرد سره بنديز ولګي، يوه شکمنه  سرېزه يا هم يوه جوته هڅه ده ، چې د راتلونکې ټولټاکنې څارنه او موټنيوی  وکړي .  ټول هغه خلک چې د ولسواکۍ په بهير ګروهه لري، بايد دغه هڅې  شنډې کړي چې په انتخاباتې مبارزه  کې  د خلکود
ګډون مخنيوی کوي ، ځکه  زما په ګومان  اوسنۍ اداره غواړي   له اوسنيو ټولټاکنو څخه هسې  يوه ټګماره لوبه جوړه کړي .  پر ما باندې د يرغل  اوس دوې اوونۍ کېږي ، خو پوليس لا تر اوسه هم  زما شکايت نه دی ليکلی او پرته له دې چې د  پېښې هغه  ليدونکي وپوښتي چې په موټر کې سپاره  وو، پوليسو خپل راپور وليکلو.  حال دا چې په  دغه پېښه کې   زما  ۱۵۸ پلويانو  خپل ژوند له لاسه ورکړ.
وروسته له دې دولتي مقاماتو ماته وويل ، چې له شخصي وسله وال ساتندويانو سره به نه ګرزم او په داسې موټر کې به نه سپرېږم چې شيشې يې تورې وي .  او زه ځکه په داسې موټر کې سپرېدم تر څو چې ما ترهګر ونه پېژني.
کله چې زما د کور نه د باندې د پوليسو امنيتي پوستې خپل سرتېري کم کړل او ماته يې دا هم وويل ، چې نورې حملې کېدونې دي، نو ما ته  دا احساس پيداشو،  چې دوی پر ما باندې خپل جال نور هم تنګوي. کله چې پوليسو او دولتي مقاماتو پر دې باندې خبرې کولې،  چې يو ځانمرګی او که دوه ځانمرګي  کارول شوي وو، لاسي بم او که موټربم و، ما په خپله بده ورځ او غمجن حالت باندې فکر وکړ.  ما تصميم ونيو ، چې په خپل کور کې د يوې معنوي  بندي  په څېر پاتې نه شم . زه  دخپل نيکونو کلي لړکانه  ته ولاړم او د خپل پلار   په مړېستون مې دعا وکړه .  په هر ځای کې به  خلک راغونډ شول او داسې خوشحالي يې کوله ، چی   ماته يې له اندازې زيات  د مېني او باور احسا س راکړ.
دا ډېره سخته ده ، چې سړی په يقيني توګه ووايي ،  په هغه حمله کې چې پر ما وشوه چا لاس درلود ، خو زه په دې شک کوم چې هغه دې يو ځانمرګی برېد وي .
وروسته له دې ، چې زه له ځينو زخميانو سره وغږېدم نو شک مې نور هم پياوړی شو ، ځکه  چې ددوی په وينا ترهګر په دې هڅه کې و، له يوه ماشوم سره چې زما د ګوند د جنډې په رنګ کالي يې وراغوستي و، ماته را نژدې شي . کله چې ترهګر په دې بريالي نه شول نو ماشوم يې زما د موټر څنګ ته وغورځاوه . ډېرو ليدونکو ويل ، چې له ماشوم څخه يې انساني بم جوړ کړی و، خو زه پرې ډاډه نه يم. وروسته چې څه پېښ شول يوه لويه چاودنه وه، چې ډېر خلک يې ځای پر ځاې مړه کړل، ډير خلک يې وڅيرل او ويني يې ترې باد کړې او ان  د موټر د ننه خو داور لمبي راننووتې  .له يوې لنډې شېبې وروسته بله چاودنه وشوه  .  راپورونو وروسته ويل ، چې دا يوموټر بم و.
کله چې ما په دوو تېرو اوونيو باندې فکر وکړ، نو له داسې پوښتنو سره مخ شوم چې ماته د حيرانتيا وړ دي :
_   دغه موټر هلته څه کول؟
_  ولې د سړک او کوڅوڅراغونه  مړه شول؟
_ آيا دا  څراغونه ددې لپاره  مړه شول تر څو  زما ساتونکي نژدې راتلونکی خطر ونه ويني؟
_   آيا دا راپور رښتيا دی ، چې د دولت يوه لوړ رتبه کارکوونکي د څراغونو د مړه کولو امر کړی  و ،  څو چې تلويزيون  په دې باندې ونه توانېږي   زما او ددې خلکو دومره ډېره فلم ډک او خلکو ته وښيي؟
_   ولې د پاکستان د  حاکم ګوند رهبرۍ  دا ادعا وکړه ، چې ګواکې په دغه بريد کې په خپله زما  دګوندغړو لاس درلود، تر څو د ځان لپاره د خلکو په منځ کې نوره خواخوږي او غمشريکي هم پيدا کړي؟
_ولې به څېړنه لومړی  د څارندوی هغه افسر ته ورکول کېږي ، چې په کال ۱۹۹۹ کې  د ده په شته والي کې زما خاوندمرګ ته   بلېګده (کړول) شوی و؟
تر دې ټولو وروسته څه شی ، چې ما ډېره وارخطا کوي هغه دا ده ، چې  اسلام آباد د  FBI  او د YARD  SCOTLAND  د عدلي څېړنو د ډلې مرسته ور رد کړه، حال دا چې په پاکستان کې داسې نړيوالې مرستې ته تل ارزښت ورکول کېږي۔  داسې څېرنډلې د لوی درستيز  آصف نواز  له  رازه ډک او ناڅاپي  مرګ او همدارنګه د مصر پر سفارت  د نوي يمې لسيزې  بمي برېد   د څېړلو لپاره هم راغوښتل شوې
وې .
ما هم نړيوال پوهان راغوښتي وو ،  کله چې زما ورور مرتضا په ګوليو مړ کړل شو.  زما په اند دا هم يوه دروهه وه تر څو زمادولت په ۱۹۹۶ کې کمزوری او بې ثباته کړي .
دا زموږ ټولو لپاره د  حيرانتيا وړ ده ، چې که د اوسني دولت په ګيره خس نه وي  او څه د پټولو شی ونه لري، نو ولې يې د  FBI  او   YARD SCOTLAND نړيوال څېړونکو مخنيوی وکړ او د دوی مرسته يې ور رد  کړه؟
د اوکتوبر د ۱۹ د ټولوژنې څېړنه او د حکمران ګوند  هڅې چې په دغه ناورين باندې پانګه اچول غواړي ، ماډېره نا آرامه کوي خو پر دې سر بېره زه  دا نه وايم چې ګواکي مشرف د ې په دې کې سم لاس ولري  .
تر دا وروسته پورې مشرف هم شخصي او هم علني ژمنې وکړې ، تر څو دا  باور او ډاډګېرنه  رامنځته کړي ، چې پاکستان به د ولسواکۍ پر لوري رهبري کړي، خو کله چې  بايد ده  زموږ خلکو ته  ښوولې وای چې دی په رښتيا سره هم خپلواکه او  روښانه ټولټاکنو ته اجازه ورکوي، نو ده بيړنی حالت اعلان کړ .او د ده دغه ګام يوازې په دې مانا دی ، چې دی خپل زورواکي نوره هم ځواکمنوي  . موږ بايد ټولټاکنې  د يوې  خپلواکې څارونکي دولتي او يوې  نا پيېلې اداري کار ډلې ، چې د ټولو ګوندونو باور لري تر څارنې لاندې ترسره کړواوهمدارنګه بايد  دغه ټولټاکنې  د يوه واکوال، خپلواک او  تکړه انتخاباتي کميسون تر څارنې لاندې وشي.
اوس د دې وخت دی چې پاکستان د يوې داسې  ځواکمنې انتخاباتي کړنلارې اسانتياوې رامنځ ته کړي ، چې د ټاکنو د ملي او نړيوال  سپېڅلتوب ضمانت وکړای شي  او همدارنګه  د ټولټاکنو پوهانو ته اجازه ورکړي ، چې د ملک نه بهر هم د پاکستان د خلکو رايې واخلي او  د دې ذمه ووهي، چې د رايوپه شمېرلو کې هېڅ ټګې ونه شي.
اوسمهال د رېښتينې پخلاينې وخت دی ، تر څو زما د ملت ډېرکي منځلاري  سمبال او پياوړي  کړو او پرځای يې جګړه مار، تنګ الواکي  او ښنديالان بې سېکه کړو، خو د دغه کار د ترسره کولو لپاره لومړی جنرال مشرف  دې ته اړ دی ، چې د پاکستان اساسي دود (قانون) په کار واچوي او بيړنی حالت پورته کړي .