د ګناه په اړه مسلمان ته اړينې سپارښتنې (لومړۍ برخه) 

ګناه څخه د رېښتنې او خالصې توبې ويستل په هر مسلمان فرض دي، الله تعالى فرمايي: ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا تُوبُوا إِلَى اللَّهِ تَوْبَةً نَّصُوحًا)) د التحريم سورت دايت شمېره 8.
ژباړه: اى هغه کسانو چې ايمان مو راوړي دي الله جل جلاله ته توبه وباسئ رېښتنې توبه.
 
بل ځاى الله تعالى فرمايي: ((وَمَن لَّمْ يَتُبْ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ)) د الحجرات سورت دايت شمېره 11.
ژباړه: چاچې توبه ونه ويستله نو هم دوى ظالمان دي.
 
همدا رنګه رسول صلى الله عليه وسلم فرمايي:"يَا أَيُّهَا النَّاسُ تُوبُوا إلى اللهِ، فإنِّي أَتُوبُ في اليَومِ إلَيْهِ مِئَةَ مَرَّةٍ". امام مسلم روايت كړي د حديث شمېره (2702).
ژباړه: اى خلکو الله تعالى ته توبه وباسئ، يقينا ﺯه په ورځ کې سله ځله الله تعالى توبه وباسم.
 
همدا شان د اسلامي امت ټول  علماء د توبې ويستلو پر فرضيت متفق او اجماع يې کړي ده.
 
قرطبي رحمه الله ويلي: ټول امت پر دې متفق دي چې توبه ويستل پر مٶمنانو فرض دي. الجامع لأحکام القران (5/90).
 
ابن قدامة المقدسي رحمه الله ويلي: د توبې پر فرضيت اجماع دائره شوي، ځکه ګناهونه هلاکوونکي دي او انسان د الله تعالى څخه لېري باسي نو سمدلاسه ترې تيښته واجب ده. مختصر منهاج القاصدين (ص251).
 
ځکه چې له استثناء پرته هر انسان د خطا کيدو او ګناه د صادريدو ځاى دى، خو ددې معنى دا نده چې مسلمان ګناه اندکه او کول يې اسانه وګڼي بلکې لاﺯمه ده چې له يو شمېر شيانو څخه بايد ځان وساتي:
 
(1)  ګناه اندکه ګڼل:
ګناه د اندکه ګڼلو څخه ځان ساتل ولو که هر څومره اسانه وي، ځکه که د توبې ويستلو پرته واړه ګناهونه هم پر مسلمان راجمع شي نو د هلاکت لامل به يې وګرځي، لکه څرنګه چې رسول صلي الله عليه وسلم فرمايي:"إياكم ومُحَقَّراتِ الذنوبِ ، فإِنَّما مثَلُ مُحَقَّرَاتِ الذنوبِ كَمَثَلِ قَوْمٍ نزلُوا بَطْنَ وادٍ ، فجاءَ ذَا بعودٍ ، و جاءَ ذَا بعودٍ ، حتى حمَلُوا ما أنضجُوا بِهِ خبزَهُم ، و إِنَّ مُحَقَّراتِ الذنوبِ متَى يُؤْخَذْ بِها صاحبُها تُهْلِكْهُ". امام أحمد او نورو روايت كړي، صحيح الجامع د حديث شمېره (2686).
 
ژباړه: د ګناهونو له اندکه ګڼلو څخه ځان وساتئ، ځکه د ګناهونو اندکه او سپک ګڼلو مثال داسې دى لکه چې يوه ډله خلک د يوې خوړګۍ مينځته ښکته شي، يو کس يې يوه څانګه او بل يې بله څانګه راوړي، تردې چې دومره څه راوړي چې خپله ډوډۍ پرې پخه کړي، نو يقينا  کله چې په ګناهونو اندکه ګڼلو باندې خپل څښتن راونېول شي نو هلاک به شي.
 
بل ځاى نبي صلى الله عليه وسلم فرمايي:" إيَّاكُم ومحقَّراتِ الذُّنوبِ فإنَّهنَّ يجتمِعنَ على الرَّجلِ حتَّى يُهلِكنَهُ كرجلٍ كانَ بأرضِ فلاةٍ فحضرَ صنيعُ القومِ فجعلَ الرَّجلُ يجيءُ بالعودِ والرَّجلُ يجيءُ بالعودِ حتَّى جمعوا من ذلِكَ سوادًا وأجَّجوا نارًا فأنضجوا ما فيها".صحيح الجامع د حديث شمېره (2687).
 
ژباړه: د ګناهونو سپک ګڼلو څخه ځان وژغورئ ځکه کله چې ګناهونه په سړي راجمع شي تر دې چې هلاک يې کړي، لکه يو سړي چې په دښته کې وي او د يوې ډلې کار ته حاضر شي، يو کس يو لرګۍ راوړي بل کس بل لرګۍ راوړي تر دې چې يو لوى ټوپ ترې جوړ شي، نو اور بل کړي او خپل خواړه پرې پاخه کړي.
 
مسلمان بايد ګناه ته ونه ګوري بلکې د هغه ﺫات لويي او عظمت ته وګوري چې نافرماني يې کوي.
 
(2) په خلکو ګناه د عام والي له لامله ګناه ته مخه کول:
 ځينې  داسې ګناهونه دي چې په ټولنه کې عام وي، عام خلک يې واړه بولي او کول يې اسانه ګڼي خو د الله تعالى په وړاندې لوى وي، ځکه دوى ځينې خلک ويني چې په ښکاره توګه ګناهونه ترسره کوي او بيا دا ګمان کوي چې دا اندکه او وړاه دي.
 
لکه څرنګه چې د أنس رضي الله عنه نه روايت دى، فرمايي:" إنَّكُمْ لَتَعْمَلُونَ أعْمالًا، هي أدَقُّ في أعْيُنِكُمْ مِنَ الشَّعَرِ، كُنَّا نَعُدُّها علَى عَهْدِ النبيِّ صَلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ مِنَ المُوبِقاتِ". امام بخاري روايت كړي د حديث شمېره (6127).
 
ژباړه: تاسو ځينې داسې اعمال ترسره کوئ چې ستاسې په سترګو کې  د ويښته څخه هم کوچني او باريکه دي، خو مونږ به د نبي صلى الله عليه وسلم په ﺯمانه کې د هلاکوونکو ګناهونو څخه حسابول.
 
د ګناهونو له سپک ګڼلو ځان وساتئ که څه هم شاو خوا خلک وينئ چې کول يې اسانه ګڼي.
 
(3) د ګناهونو څرګندول:
د ګناهونو څرګندولو او په تېر شو ګناهونو باندې د خلکو له خبرولو څخه ځان ساتل.
ځکه نبي صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي:" كُلُّ أُمَّتي مُعافًى إلَّا المُجاهِرِينَ، وإنَّ مِنَ المُجاهَرَةِ أنْ يَعْمَلَ الرَّجُلُ باللَّيْلِ عَمَلًا، ثُمَّ يُصْبِحَ وقدْ سَتَرَهُ اللَّهُ عليه، فَيَقُولَ: يا فُلانُ، عَمِلْتُ البارِحَةَ كَذا وكَذا، وقدْ باتَ يَسْتُرُهُ رَبُّهُ، ويُصْبِحُ يَكْشِفُ سِتْرَ اللَّهِ عنْه".امام بخاري روايت كړي د حديث شمېره (6069).
 
ژباړه: ﺯما ټول امت به وبښل شي پرته له ګناهونو د ښکاره کوونکو نه، يقينا د ګناه له ښکاروالي دا هم دي چې يو سړي د شپې يو عمل ترسره کړي بيا سبا کړي پداسې حال کې چې الله تعالى پرې پرده کړي وي، نو وايي: اى فلانيه بيګاه ما داسې داسې وکړل، پداسې حال کې شپه تېره کړي چې رب پرې پرده اچولي وي، خو چې سبا کړي د الله تعالى پرده له ځانه لېري کړي.
 
د ګناهونو څرګندول د يوې بلې ګناه دترسره کولو لامل ګرځي، ځکه د ګناهونو ښکاروالى خلکو سره د ګناهونو په اسانتيا او سپکاوى کې مرسته کوي، او د خلکو ترمنځ د فحشا او بې حيايي د خپرولو لامل ګرځي.
 
الله تعالى فرمايي:((إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَن تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ ۚ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ)) د النور سورت د ايت شمېره 19.
 
ژباړه: بېشکه هغه کسان چې خوښه ګڼي ترڅو د مٶمنانو ترمنځ بې حيايي خپره شي، د دوى لپاره په دنيا او اخرت کې دردناک عذاب دى، يقينا الله تعالى پوهېږي(په هر څه باندې) او تاسې نه پوهېږئ.
 
خو د دې معنى دا نده چې کله انسان د خلکو له سترګو پناه وي او يا په خپله ګناه څوک نه خبروي نو ده ته ګناه کول روا دي، يا دا چې کله انسان په ځانلوالي کې ګناه ترسره کړي نو هېڅ باک نه کوي.
 
 بلکې د پورتني حديث معنى داده چې کله له انسان څخه په خطا يا قصدا کومه ګناه ترسره شي نو پخپله کړنه به نور څوک نه خبروي بلکې پخپل ځان به پره اچوي او د خلکو په وړاندې به يې اظهار نه کوي.
 
په يواځيتوب د ګناه کولو او هغې د اندکه ګڼلو په اړه نبي صلي الله عليه وسلم فرمايي، د ثوبان رضي الله عنه نه روايت دى يقينا نبي صلي الله عليه وسلم وفرمايل : "( لأَعْلَمَنَّ أَقْوَامًا مِنْ أُمَّتِي يَأْتُونَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ بِحَسَنَاتٍ أَمْثَالِ جِبَالِ تِهَامَةَ بِيضًا فَيَجْعَلُهَا اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ هَبَاءً مَنْثُورًا ) قَالَ ثَوْبَانُ : يَا رَسُولَ اللَّهِ صِفْهُمْ لَنَا ، جَلِّهِمْ لَنَا أَنْ لاَ نَكُونَ مِنْهُمْ وَنَحْنُ لاَ نَعْلَمُ ، قَالَ : ( أَمَا إِنَّهُمْ إِخْوَانُكُمْ وَمِنْ جِلْدَتِكُمْ وَيَأْخُذُونَ مِنَ اللَّيْلِ كَمَا تَأْخُذُونَ وَلَكِنَّهُمْ أَقْوَامٌ إِذَا خَلَوْا بِمَحَارِمِ اللَّهِ انْتَهَكُوهَا )  ابن ماجه روايت کړي، د حديث شمېره ( 4245)، امام ألباني په " صحيح ابن ماجه " کې صحيح ګرځولي.
 
ژباړه: ﺯه د خپل امت څخه داسې قومونه پېژنم چې د قيامت په ورځ به د غرونو د سپينو ډيرکيو په څېر د نيکيو سره راځي، خو الله تعالى به يې ګرد او غبار وګرځوي، ثوبان وويل: اى د الله رسوله! مونږ ته يې بيان کړه، مونږ ته يې څرګند کړه تر څو مونږ د هغوى له ډلې ونه ګرځو پداسې حال کې چې مونږ نه پوهېږو، هغه وفرمايل: دوى ستاسې وروڼه دي، ستاسې له نسله او جنسه دي، د شپې مهال تهجد کوي لکه څرنګه چې تاسې تهجد کوئ، خوبلکې دوى داسې ډله ده چې  کله د الله تعالى له محارمو سره يواځې شي نو ماتوي يې.
 
د ګناه له ښکاره والي او ځانلوالي کې ګناه ته د وړاندې کيدلو او هغې د اندکه ګڼلو څخه ځان وساتئ، ځکه الله تعالى په ټولو هغه کارونو باندې پوهېږي چې مونږ ښکاره او يا په پټه ترسره کوو او هغه په هر څه عالم دى.
 
(4) توبې د روستوالي څخه ځان ساتل:
ايا تاسو پدې پوهېږئ چې کله تاسې ته مرګ راځي، کله به تاسې ته مرګ ستاسې له خياله هم نږدي وي، او يا به تاسې ته ناڅاپه راشي چې بيا د غرغرې پر وخت توبه ويستل ګټه نه لري هغه وخت چې روح د انسان مرۍ ته ورسېږي.
 
رسول صلى الله عليه وسلم فرمايي:" إنَّ اللهَ يَقبَلُ توبةَ العبدِ ما لم يُغَرْغِرْ". صحيح الترمذي د حديث شمېره (3537).
ژباړه: يقينا الله تعالى د خپل بنده توبه تر هغې قبلوي ترڅو چې يې روح مرۍ ته نه وي رسيدلاى.
 
د هرې ګناه څخه د توبې په لور تلوار وکړئ او خپلې توبې مه وروسته کوئ.
نبي صلى الله عليه وسلم فرمايي:"ما مِن عبدٍ يذنبُ ذنبًا، فيُحسنُ الطُّهورَ، ثمَّ يقومُ فيُصلِّي رَكْعتينِ، ثمَّ يستغفِرُ اللَّهَ، إلَّا غفرَ اللَّهُ لَهُ". صحيح أبي داود د حديث شمېره (1521). 
 
ژباړه: داسې يو بنده نشته چې ګناه وکړي، بيا په ښه شکل اوداس وکړي، بيا پاڅي او دوه رکعته لمونځ وکړي او دالله تعالى بښنه وغواړي مګرا داچې الله تعالى به ورته بښنه وکړي.
 
دوام لري...