''ځيرک اقتصاد پوه او بريالی مدير''  کتاب چاپ شو

      ((  د تاريخ شملـــه د هغــه قوم شي هسکـــه
           چې قلــم يې د بقــــا په خاطـــر ښـــوري ))
   يا
         ((  بې قلـــمه، بې کتــــابه ژونـــدون څه دی
             هر ملت چې بې قلم وي شمېر په مړه دی ))

((ځيرک اقتصاد پوه او بريالى مدير)) کتاب چاپ شو.
د تکړه او ځوان ليکوال عزيز احمد فضلي "ځيرک اقتصاد پوه او بريالى مدير "سياسي اثر په ٢٠٢ مخونو او اته فصلونو کې په رنګه پښتۍ او ښه کیفیت، د نوي فکر خپرندویه ټولنې لخوا  د ١٠٠٠ ټوکه په شمېر چاپ شو.

دا اثر سياسي دى نو ځکه پرې سريزې نه دي ليکل شوي، خو له چاپ وړاندې د پکتيا والي محمد حليم فدايي، د کوچيانو رييس استاد حبيب الرحمن، پکتیا پوهنتون رييس پوهندوي سيدولي جلالزي، د پکتیا پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رییس انور فاروقي او د پارلماني چارو وزیر ګل بادشاه مجیدي کتلئ او له نظر تير کړی دﺉ.

د یاد کتاب چې بېلا بېل اړخونه لري، نو په دې ليکنه کې د چاپ شوي کتاب د بحث موضوعګانو باندې لږ تم کېږم. د چاپ شوي کتاب د بحث موضوعګانې: ((د ولسمشر تېر پنځه کلن ماموريت، کورنى او  بهرنی سیاست, امنیتي او اقتصادي وضعیت، د فساد په وړاندې مبارزه، د اسیا په څلور لارې د افغانستان بدلولو لپاره سترې پروژې, ځوانه اداره, الکترونيکي حکومتولي، ټاکنې، اپوزیسون، د اوبو مهارول، هوايي دهلیزونه، ترانزیټ، خصوصي سکتور څخه ملاتړ او داسې نور مسایل په کې را اخيستل شوي دي.))

د ياد کتاب چې فضلي صيب د ولسمشر د تېر پنځه کلن ماموريت اړوند ليکلی، نو لوستل يې د ګران هېواد ځوانانو او په ځانګړي ډول د سياسي علومو د پوهنځي زده کړيالانو، د اند خاوندانو، سياسي چارو کارپوهانو، مورخينو ... او همداراز ژورنالستانو ته يې مطالعه ډېره ضروري او ګټوره بولم.

ډاډه يم، که یاد کتاب په غور سره ولولئ، ښې پايلې به تر لاسه کړئ،  ځکه د ياد کتاب مطالعه کول نه يواځې معلومات زيات وي، بلکې د اشرف غني د تیرې دورې په ښېګڼو او بدګڼو او د تيرې پنځه کلنې دورې په لاسته راوړنو مو هم پوه کوي او همدراز د ارزونې درک مو هم پياوړی کوي.

یادونه:
''ځيرک اقتصاد پوه او بريالی مدير'' کتاب په کابل کې د نوي فکر ټولنې له خوا د چاپ پر ګاڼه سمبال شوی دی. مينوال کولای شي، په وړ بيه يې ترلاسه کړي.

نوټ:
پوهيږو چې مونږ او تاسې ټول په بېلا بېلو ټولنيزو او اقتصادي ستونزو کې ښکيل یو، خو د شته ناخوالو او بې نظميو د خلاصون له پاره تر ډېره حده افغانۍ ټولنه ليکوالانو ته ډېره اړتيا لري، ځکه ليکوالان کولای شي؛ د خپلو ليکنو پر مټ ګران هېواد له اوسني ناورين نه وژغوري، په دې شرط چې زمينه ورته برابره شي... او په یاده برخه کې لا ډېره همکاري ور سره وشي.

همداراز د نورو لارو سربېره د شته ناخوالو د حل له پاره لويې لارې د کتابونو ليکل، چاپ کول او لوستل دي، ځکه که په ګران هېواد کې د کتاب ليکلو او ژباړلو چټکتيا، د کتاب چاپولو بازار او د کتاب لوستلو فرهنګ پياوړی شي، نو ګران هېواد به مو نه يواځې پرمختګ وکړي، بلکې د شته ستونزو حل او هېواد به مو د نورو هېوادونو سيال شي.