کاریزما یعنې څه؟  او کاریزماتیک شخصیت څه ډول ځانګړنې لري؟

کاریزما(Charisma) د یو غیر ارادي جذابیت په مانا کارول کیږي او هغه ځانګړتیا چې د نورو له خوا غوره او ستاینه وشي. دغه جذابیت په فردي توګه شتون لري خو اغیز یې په ټولیز توګه وي.
 
 
کاریزما په شلمه پیړۍ کې په سیاسي او ټولنیز ادبیاتو کې د منفي او مثبتو شخصیتونو په بیانولو کې یوه مخکښه اصطیلاح شوه.
کاریزما هغه ځواک لرونکی شخص ته ویل کیده چې  نور خلک اغیزمن کړي  په داسې ډول چې هیڅوک ورسره مقاومت ونشي کړی.
 
اصطلاحي پېژندنه:
 
کاریزما د یوناني ژبې(خاریسما)څخه اخیستل شوی چې ذاتي جاذبې ته ویل کیږي همدارنګه متانت،موهبت او برکت په مانا هم کارول کیده.
 
په شلمه پیړۍ کې خاریسما په دوو بیلابیلو ماناو هم کارول کیده
۱-د یو شخص بهرني یا ظاهري بڼې ته هم ویل کیده چې دیني یا سکولار شخصیت یې درلود.
۲-خدایي ډالۍ؛چې تر ډیره بیا افسانوي بڼه درلوده.
 
ماکس وبر (آلمانی تاریخ پوه،سیاست پوه،حقوق پوه او ټولنپوه) د دې اصطلاح د کاریزماتیک اقتدار د نوم په ورکړې لا پراخه کړه.
 
کاریزما په ټولنه کې:
 
کاریزماتیک شخصیتونه  په فرد او ټولنه باندې اغیز کوي او هڅه کوي چې په ټولنه اقتدار ولري.دغه ډول شخصیتونه د خلکو افکار ځانته را جلب کوي او خلک دیته مجبور کوي تر څو یو څه ترسره کړي پرته له دې چې خلک دا بې عدالتي وګڼي.دغه ډول شخصیتونه د خلکو په منځ کې ډیر محبوبیت لري آن تر دې چې که دغه شخص رسمي دریځ هم ونه لري کوی شي چې خلک اغیزمن کړي.
 
ټولنپوهان په دې آند دي چې د کاریزماتیک شخصیت تر لاسه کولو امکان شته  خو لومړی هغه باید وپیژندلی شي وروسته له دې هغه نورو ته ور زده شي.
هغه څیړنه  چې  ټورنټو پوهنتون په ۱۰۰۰ کسانو ترسره کړې؛دې پایلې ته رسیدلي چې په انسانانو کې  کاریزما د وړتیا او نفوذ ترکیب دی چې دا خلک کولی شي چې هر چیرې رهبري وکړي او په ډیر سهله نور اغیزمن کړي.
 
هغه ځانګړنې چې کاریزماتیک افراد یې لري: 
 
• په نورو د نفوذ درلودلو وړتیا لري
• د ډلې رهبري کول ورته آسانه ښکاري
• د دوی په شتون سره نور خلک د هوساینې احساس مومي
• نورو خلکو  خبرو ته په ډیره لیوالتیا  غوږ نیسي
• دوی  تل په روښانه ډول خبرې کوي
• تل د زړه له کومې خندا کوي
• دوی ستاینې او نیوکو ته احترام لري
• تل د نورو نومونه په یاد لري
په کومو لارو کوی شو چې کاریزماتیک شخصیت ولرو؟
• له نورو سره ښه وکړئ
• هیڅکله دروغ مه وایئ
• هیله ولرئ او روحیه ورکوونکي اوسئ
• په خپله ژمنه عمل وکړئ
• خپلې تیروتنې ومنئ
• مننه وکړئ
• خلک حیران کړئ
• خپلو موخو ته مو له زړه له کومې باور ولرئ
• ښه اوریدونکي اوسئ
• له هر چا سره خواخوږي اوسئ
• مطالعه وکړئ او خپلې وړتیا مو لا نور هم لوړې کړئ
• له تخریبي احساساتو څخه ډډه وکړئ
په معاصره دوره کې ځیني سیاسي شخصیتونه شته چې کاریزما په کې لیدل کیږي د بیلګې په توګه: 
 
چه ګوارا
مهاتما ګاندي
هو شي مین
 هټلر
استالین
ویسټرن چرچیل
نلسون مندیلا
شارل دوګل
مائو تسه تونګ