په افغاني  ټولنه کې ناوړه دودونه ولې دود مومي!؟    

په هېواد کې د ناپوهۍ ترڅنګ؛ جنګ، جګړې، بې روزګاري او لوږه دا هغه څه دي، چې افغانان يې تر انحصار لاندې راوستي دي  او د پردیو په فرهنګ قدمونه کیږدي، چې دغه ناوړه فرهنګي یرغل زموږ په خاوره کې ورځ تربلې د پراختیا په لوري روان او زموږ په افغاني فرهنګ باندې منفي اغیزې ښیندلي دي.

 په همدې اساس زموږپه افغاني ټولنه کې ناوړه دودونه دومره زوراخیستې، چې بیوزله کورنۍ هم دیو نوي دود په رامنځته کېدوکې پراخه ونډه اخلي.

ډېری وګړي د خوښیو په محفلونو کې بېلابېل راوارد شوي  دودونه رواج کړيدي، چې که داسلام له پلوه يې وڅیړو، نو یادې کړنې ټولې ناروا دي، ځکه د ډېرو بې ځایه لګښت  د اسلام په رڼا کې اسراف دی. افغانان  د بې ځایه غرور، ناسمو رقابتونو، تربګنیو او د نوم دلوړولو په موخه  د ناوړه دود په پراختیاکې سره  ګیر دي.

اسلام، چې په آسماني ادیانو کې جامع او بشپړ دین دی، هغه دودونه او کړنې، چې انساني ارزښتونه پکې نغښتې وي او په ګټه یې وي، تایید کړي دي او پر عملي کولو یې ټېنګار کړې دی.

د بېلګې په توګه واده کول د ټولو انسانانو لپاره يو غوره تړون بلل کېږي او د انسانانو د ژوند د نېکمرغۍ يو لامل دی، چې انساني ژوند ته بقا ورکوي . خو په هغه صورت کې چې د اسلامي قوانینو پر بڼست باید پلي شي.

د ناوړه دودونو د ترسره کیدو په اړه  اقتصادي کارپوهان وايي؛ که چېرې په هېواد کې ولس د زیاتو بې ځایو مصرفونو او بې دلیلو فرهنګونو څخه ګټه وانه خلي، نو د ډېرو افغانانو اقتصادي وضعیت کې ښه والی او د یوکال په کورني لګښتونو کې کره بسنه کېدای شي.

ددغه بې ځایو لګښتونو او ناوړو  دودونو درواجونې څخه  افغانان  بیاهم لاس نه اخلي اودخپل سرتمبګۍ له وجې په عملي کولو کې له هریوه نه لاسونه اوچت وړي.که همدا دودونه همداسې پراختیا ومومي، نو کېدای شي، چې ډېری خلک به داقتصادي بحران سره مخ شي.

دلته به د یو څو ناوړو دودونو یادونه وکړو، چې زموږ په اسلامي او افغاني ټولنه کې رواجيدل يې مخ پر زیاتیدو دی . لکه :په ودونو کې دلوړې کچې  لګښت، کورنۍ کې په  لور باندې دلوړ  ولور اېښودنه، په ودونو کې د ساز او نڅا لپاره هنرمندان په لوړو بیو رابلل، په شیرین خوریو کې دناوې کورنۍ ته د کار ي اسبابو  بشپړ سیټ وروړل او داسې نورې ناوړې کړنې دي، چې یو کور ودانېږي  او ورسره نور سل کورونه ورانېږي.

همداراز له ودونو پرته، په ځینو ځایونو کې د مړې کورکې هم داسې کړنې ترسترګو شوي، چې ښځینه وو ته دسخاد ورکولو ترڅنګ، ټکري،هندارې او ګمنځې  ورکوي ، چې دغه عمل داسلام له نظره  ناروا دی .  په افغاني ټولنه کې چې یوکس ومري  د مړي په نوم  خیراتونه کوي، چې  بیا دخیرات بلنې لپاره   ډېری هغه خلک رابولي، چې خانان او بېوزله ورنه هېر وي، نو داهغه څه ګڼلای شو، چې په ښکاره ډول خلکو ته ځان ښودنه او داچې یو څوک ثواب ترلاسه کړي، ځان په ګناهونو کې ډوبوي.

همدارنګه  په یوې  کورنۍ کې د نوي ماشوم زېږېدل، هغه ته د پخوا په څېر چې د یوې ناوې کورنۍ ته ځیني اسباب وروړل کیږي اوس نوي زېږېدلي ماشومانو ته په هماغه اندازه  کاري اسباب وروړي، چې دا مطلق ناوړه عمل دی او ترسره کول يې په داسې بېوزله ټولنه کې، چې یوکس ټوله ورځ دیوې مړۍ ډوډۍ دپیدا کولولپار سهار له کوره وځي او بېګاه کورته په ټناکو لاسونو راځي.

افغانستان یو له هغو بې وزلو هېوادونو څخه دی، چې اقتصادي اړتیاوې  لــه  بهر هېوادونو ترلاسه کوي، بیا نو ولې  زیات او بې ځایه لګښت وشي، چې  نورو هېوادونو ته مو لاس غځولي او بیا دلته يې په غلطو خبرو او بې ځایه لارو لګوو.

نو موږ مسلمانان په دې باوري یو، چې هرهغه عمل؛ کوم  شرعي جواز ونه لري، کارول يې  د ځان هلاکول او یا داچې ګټه ترلاسه کړي، په آخرت کې  ورنه د ناوړو کړنو پوښتنه کېدونکي ده.

د ناوړو کړنو دبندیز په اړه  ځینو ځايي سیمو کې د قومي شوراګانو لخوا  یادو  دودونو ته   نه  ویل شوي دي او په ترسره کولو يې ځیني جرمانې هم اېښودل شوي، خو بیا هم  دعمل جامه يې نه دې اغوستي.

 زموږ د ټولو هېوادوالو یواځینۍ غوښتنه ده، چې د ناوړو کړنو د ترسره کېدو مخنیوی دې په غوڅ بندیز سره ترسره شي، چې  دنور و غلطو فرهنګونو په مخنیوي کې ارزښتمن ګام  اوچت شي.

د ناوړه فرهنګونو  بندیز دحکومت اویا دقومي مشرانو لخوا درې ګټې ولسونو ته رسېږي. لومړی داچې ولسونه دخپل کورنۍ دسمبالښت په موخه  پیسې سپما کوي، دویم دشریعت احکاموباندې ځان برابر وي او  درېیم د کلیو په کچه دنوم دلوړوالي او  بې ځایه تربګنیو  ځای اتحاد او ورورګلوی نیسي. 

راځئ هېوادوالو! دناوړه دودونو په ځای داسلام په ارشاداتو ځانونه وپوهاوو؛ هغه کړنې ترسره کړو، چې نه موږ ته تاوان راورسیږي او نه هم خپل افغاني دود ته کوم زیان؛  ددې لپاره  خپل نوي نسل ته هغه څه پرېږدو، چې دوی  په افغاني کلتور باندې وویاړي.