نوی کار، نوی نوښت؛ د ''کوچيان'' تر نامه لاندې کتاب چاپ شو

په کومه ټولنه کې چې د مطالعې فرهنګ پياوړی وي، هماغومره د کتاب ليکنې، کتاب چاپونې او کتاب پلورنې کميت او کيفيت مخ په لوړتيا روانيږي او همدا راز کومه ټولنه کې چې د کتاب لوستنې، کتاب ليکنې، کتاب چاپونې او کتاب پلورنې کميت او کيفيت زيات شي، نو هغه ټولنه خود به خوده پرمختګ کوي. 

د کوچيانو چارو لوی رئیس استاد حبيب الرحمن چې تل يې د کوچي قشر له پاره هلې ځلې کړي او لا یې کوي همداراز يې د کوچي قشر هرې پوښتنې ته ځواب او هرې ستونزې ته تر خپل حده حل لاره پيدا کړې او استاد لا کوښښ کوي چې د کوچي قشر له پاره د ژوند لا نورې اسانتياوې برابرې کړي.

نن دا دی د نورو مسؤوليتونو د ښه ترسره کولو تر څنګ يې د کتاب چاپونې په برخه کې هم نوښت وکړ؛ د نوی فکر مشر استاد حبيب الرحمن لخوا ليکل شوی د '' کوچيان '' تر نامه لاندې کتاب له چاپ راووت.

 په یاد شوي کتاب کې (( کوچيان په دونيا کې، کوچيان په افغانستان کې، کوچياني ژوند ته په بيلا بېلو سيمو کې کتنه، د کوچيانو فرهنګي او علمي برخې ته کتنه، همداراز د کوچيانو قومي جوړښت، دودونه، د تګ را تګ لارې، کوچي مشرانو سره مرکې، ځړځايونه، همدارنګه اوسني وضيعت او دې ته ورته ګن نورو مسایلو باندې بحث شوی.
 یاد کتاب به ان شاءالله د کوچي قشر او نورو وګړو له پاره خورا ارزښتمن او ګټور کتاب وي.!

دا چې پورته عنوان کې مې د '' نوي کار'' يادونه کړې په ريښتيا هم دا کار د ګران هېواد غيرتي ولس او په ځانګړي توګه د کوچي قشر له پاره نوی کار او د کتاب چاپونې په برخه کې د کوچي قشر له پاره نوی نوښت دی، ځکه تر دې کتاب مخکې کېدای شي تر ياد عنوان لاندې داسې کار نوي شوی کوم چې نن د نوي فکر مشر استاد حبيب الرحمن کړﺉ.
 
 ياد کتاب د نورو ګټو سربېره يوه ګټه لېکوالو ته هم لري، چې په اسانۍ سره کولای شي له ياد کتاب څخه د مأخذ په توګه کار واخلي، ځکه په يادو شوو برخو کې چې کوم تشه پخوا ليدل کېده، نن هغه تشه هم ډکه شوه او نور ليکوالان کولای شي له یاد کتاب څخه د مأخذ په توګه په اسانۍ سره ترې کار واخلي.

نوټ:  
کتابونه ولولئ! ځکه د کتابونو په لوستلو سره، هم ستاسو ژوند، هم افکار او هم کړه وړه سميږي. او همدارنګه کتابونه د معلوماتو ترڅنګ هغه لارې در ښيي چې ستاسو ژوند پرې بدلېدلی شي.