اجـــــــــرونه ( څوارلسمه برخه)

(۶۶) د هغه چا لپاره چې واړه بچیان یې مړه شي څه اجر دی؟
نبي صلی الله علیه وسلم فرمایي:«مَا مِنْ رَجُلٍ مُسْلِمٍ يَمُوتُ لَهُ ثَلَاثَةٌ مِنْ وَلَدِهِ لَمْ يَبْلُغُوا الْحِنْثَ، إِلَّا أَدْخَلَ اللَّهُ  الْجَنَّةَ بِفَضْلِ رَحْمَتِهِ إِيَّاهُمْ».
ژباړه: داسې یو مسلمان سړی نشته چې دري واړه اولادونه یې مړه شي چې بلوغ ته نوي رسیدلي مګر داچې الله تعالی به د خپلي مهربانۍ له مخې د هغوی لامله جنت ته داخل کړي.

(۶۷) د هغه چا لپاره چې د ډوډۍ خوړلو وروسته د الله تعالی حمد او ثنا ووایي څه اجر دی؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «مَنْ أَكَلَ طَعَامًا ثُم قَالَ: الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَطْعَمَنِي هَذَا الطُعَام وَرَزَقَنِيهِ مِنْ غَيْرِ حَوْلٍ مِنِّي وَلَا قُوَّةٍ، غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ».
ژباړه: چا چې ډوډۍ وخوړه او بیا یې وویل: (الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَطْعَمَنِي هَذَا وَرَزَقَنِيهِ مِنْ غَيْرِ حَوْلٍ مِنِّي وَلَا قُوَّةٍ) پاکی ده هغه ‌ذات لره چې ماته یې دا خواړه راکړه، او ماته رزق راکوي پرته زما د قوت او طاقت نه، نو ټول مخکنې ګناهونه به ورته وبښل شي.

(۶۸) لوڼو سره د ښېګڼې او احسان کولو څه اجر دی؟
نبي صلی الله علیه وسلم فرمایي:« لَيْسَ أَحَدٌ مِنْ أُمَّتِي يَعُولُ ثَلَاثَ بَنَاتٍ أَوْ ثَلَاثَ أَخَوَاتٍ فَيُحْسِنُ إِلَيْهِنَّ إِلَّا كُنَّ لَهُ سِتْرًا مِنَ النَّارِ».
ژباړه: زما له امت څخه داسې یو څوک نشته چې د دریو لوڼو او یا خویندو ساتنه وکړي او له هغوی سره احسان او ښېګڼه وکړي، مګر دوې به د هغه لپاره د اور څخه پرده شي.

(69)  يتیم د سرپرستۍ او پالنې څه اجر دی؟
رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «أَنَا وَكَافِلُ الْيَتِيمِ كَهَاتَيْنِ فِي الْجَنَّةِ، وَقَرَنَ بَيْنَ أُصْبُعَيْهِ الْوُسْطَى وَالَّتِي تَلِي الْإِبْهَامَ».
ژباړه: زه او د یتیم سرپرست به په جنت کې داسې  یو، او بیا یې خپله  منځنۍ او مسواکۍ  ګوتې یوځای کړي.

(۷۰) خاوند د خوشحاله ساتلو څه اجر دی؟
نبی صلی الله علیه وسلم فرمایې:«أَيُّمَا امْرَأَةٍ مَاتَتْ، وَزَوْجُهَا عَنْهَا رَاضٍ، دَخَلَتِ الْجَنَّةَ».
ژباړه: هره ښځه چې مړه شي او خاوند ترې راضې وي، نو جنت به ننوځې.
يادونه: پورتني حديثونه ټول صحيح دي.